دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیټي محموله ترسره شوه

د غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیټي محموله ترسره شوه

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵)  د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، پرون ( جمعه، د دلوې ۲۴) د خوست د غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیتي محموله ترسره شوه چې ولسونو یې تود هرکلی وکړ.

د خوست له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست ولسونو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغو بار وړونکو موټرو تود هرکلی وکړ چې په ټرانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسیدل.

خبرپاڼه وایي، د ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره ګڼو خوستوالو د ټرانزیټ لومړنۍ محموله په اټنونو، بېلابېلو نندارو او خوښیو سره بدرګه کړه.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون درلود، وویل چې نن ورځ په لومړي ځل د غلام خان له لارې ټرانزیټي مالونو محموله تر سره کیږي، چې په دې سره غلام خان له مرکزي اسیا سره وصل او د ټرانیزیټي موټرو تګ راتګ پرې پیل شو.

خبرپاڼه کاږي، د خوست والي وویل، د هېواد جلالتماب جمهور رئیس د غلام خان بندر د تاسیساتو د جوړیدو او مرکزي اسیا سره د دې لارې د وصل لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې لاره به د ټرانزیټ لپاره نور هم وړ سهولتونه رامنځ ته شي.

خبرپاڼه کې د خوست د والي له قوله ویل شوي: (( خوست ولایت د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ډېر فرصتونه لري او د منظمو پلانونو له مخې به دخوستوالو د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار وکړي)).

د معلوماتو له مخې، د محمولې د پرانیستې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې د خوست ملکي او نظامي رهبرۍ، د پکتیا والي، د ولسي جرګې غړو، د خوست ولایتي شورا رئیس او غړو، سوداګرو، قومي مشرانو، ځوانانو، علماکرامو او په زرګونو خوستوالو ګډون درلود.

ټرانزیټي بار وړونکي موټر چې د ولسونو له هرکلي سره مخ وو، په ګربزو ولسوالي کې د سرک په غاړه ورته په زرګونه خوستوال هرکلي ته ولاړ وو او له خوست ښار څخه یې د مرکزي اسیا په لوري حرکت پیل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب