کمپیوټرپوهنې د یوه منظم علم په توګه تر را ټوکېدو پورې اوږد واټن او رنګا رنګ پړاوونه وهلي دي. د نورو ډېری علومو پرخلاف، د یاد علم تصور، اصولو او میتودونو له پخوا څخه وجود نه درلود؛ بلکې د وخت په تېرېدو او د کمپیوټر او اړوندې ټکنالوژۍ په برخه کې له نوو لاسته راوړنو او اختراعاتو سره په هم مهاله توګه، د یوه منظم علم او باقاعده پوهې معیار ته رسېدلی؛ څېړنیز میتودونه یې ټاکل شوي، ښاخونه او څانګې یې کړې، اصول او قوانین یې مرتب شوي، نصاب يې اوډل شوی او په پوهنتونونو او نورو ښوونیزو ادارو کې یې د ډیپارټمنټونو بنسټ ایښودل شوی. که کمپیوټرپوهنه یوه سپینه وړانګه وګڼو او تر منشور يې تېره کړو، نو هابل لوري ته به مو د ریاضي، برېښنايي انجینري، میخانیکي انجینري، فزیک، فلسفې، ارواپوهنې او ژبپوهنې اووه وړانګې تر سترګو شي. له یادو څانګو څخه هره یوه په یو نه یو ډول د کمپیوټر او کمپيوټرپوهنې په وده، ارتقا او تکامل کې ونډه هم لري او کمپیوټر او کمپیوټرپوهنې بېرته پر هرې څانګې پراخه اغېز هم ښندلی دی. د یادو څانګو په څېړلو، ارزولو، سپړلو، ودې، ابتکار او نوښت کې کمپیوټر او کمپیوټرپوهنې بې ساری رول لوبولی دی.
ریاضي او ریاضي پوهان د کمپيوټر په جوړښت او رغښت کې د بنسټي ډبرې حیثیت لري. د دې لپاره چې د پېچلو قضیو، فرضیو او تیوریو د ثبوت لپاره اسانه لاره ومومي او بل خوا په بېلا بېلو ډګرونو کې د شمېرونکو او محاسبینو کار اسانه کړي، همدا ریاضي پوهان وو چې د لومړي ځل لپاره يې د کمپیوټر خوب ولیده او د دې خوب د رښتیا کولو لپاره يې شپه او ورځ یوه کړه. همدا رنګه، د یوه ماشین د جوړولو لپاره د مختلفو پرزو او وسایلو جوړول او بیا د هغو د یو ځایوالي او نصب لپاره میخانیکي پوهه یو اړین فکټور ګڼل کېږي. د دې لپاره چې دغه وسایل په کار واچول شي او عملیات ترسره کړي، انرژي ته اړتیا لري چې یا به د بخار په واسطه تولیدېږي او یا به پر برېښنا فعالېږي. ښکاره ده چې وروستی یې ارزانه، بې زیانه او پرېمانه موندل کېږي. د برېښنايي جریانونو او محرکاتو د لېږد او تطبیق لپاره برېښنايي انجینري د یوه ماشین په جوړښت کې ناګزیره برخه جوړوي. د فزیک د بېلا بېلو څانګو مثلاً نوري فزیک، برېښنامقناطیس او… رول په هېڅ ډول هم له پامه نه شو غورځولای. د کمپیوټر په بېخ کې د ځغلنده ریاضيکي منطق، ریاضیکي قوانینو او اصولو په کشف، سپړاوي او څېړلو کې د فلسفې او فیلوسفانو ونډه د رڼا ورځې واقعیت دی. د روبوټپوهنې، روبوټ جوړونې، مصنوعي ځیرکتیا، عصبي شبکو او ځیرکو سیسټمونو لپاره د انساني ماغزو، ذهن، ځیرکتیا، ذکاوت، استدلالي قوې، ادراکي وړتیاوو، چلندي او فکري فکټورونو شننه او تفسیر یوازې د ارواپوهنې په پاڼو کې موندلی شو. د دې ترڅنګ د بشر پوهه، زدکړیز څرنګوالی، د انسان پر چلند او فکر د ماحول اغېز او دې ته ورته نور هغه موضوعات دي چې ارواپوهان او ارواپوهنه يې راته تشریح کوي. په پای کې، د کمپیوټرپوهنې په بېلا بېلو ډګرونو کې ژبپوهنې هم هسک سر نیولی دی. په پروګراملیکنه کې له هماغو ژبنیو اصطلاحاتو لکه نحوه، ګرامر، لیکنښې، ژبني قواعد، لفظ، او داسې نورو څخه ګټه پورته کوو.
په پورتني شالید کې، دا ټکی د حیرانۍ وړ نه ګرځي چې د نن او تېرمهال ډېری کمپیوټرپوهان د ریاضي، برېښنايي انجینرۍ، میخانیکي انجینرۍ او فزیک له څانګو څخه دې ډګر ته راغلي وو او خپله ټوله پوهه، د نوښت او ابتکار وړتیا، کاري انرژي او حوصله يې کمپیوټرپوهنې ته سپارلي؛ او د دې لازمي پایله د کمپیوټرپوهنې چټک پرمختګ او وده وګرځېده.
نن ورځ کمپیوټرپوهنه یو منظم ډسپلن (discipline) ګرځېدلی خو دا چې په دې منظم ډسپلن کې نور څومره علوم او پوهنې په څپو دي، د دې ټکي هېرول له نورو علومو سره بې انصافي ده.
کمپیوټر د زېږد له مهاله تر دمګرۍ پورې د یوه مقناطیس په څېر چاره لوبولې چې بېلا بېل علوم او پوهان يې خپل ځان ته ور کاږلي او خپله لمنه يې پرې درنه او غني کړې. په دې ځای کې د خوند خبره دا ده چې د کمپیوټر بنسټ په ریاضي، محاسبو او شمېرنو ایښودل شوی او ورو، ورو د ریاضي، شمېر او اعدادو دغه ځانګړنه نورو علومو ته هم لېږدوي. په دې ځای کې د کانټ هغه خبره د رښتونولۍ پر څپو سپرېږي چې یوه ورځ به داسې راشي چې کله د دوو پوهانو ترمنځ پر یوه مساله شخړه پېښه شي، نو د دلیل غوښتنه به نه کوي، بلکې یو بل ته به وايي چې ((راځه چې محاسبه یې کړو!))
اځلیکونه:
1- Henderson, Harry. Encyclopedia of Computer Science and Technology – Rev. ed. (New York: Facts On File, Inc. An imprint of Infobase Publishing 2004).
2- Grafinkel, Simon L & Rachel H. Grunspan.The Computer Books. (New York: Sterling Publishing Co., Inc. 2018.)