یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په ۱۵ – ۱۶ پېړيو کې د هند د افغاني قبايلو دريځ 

په ۱۵ – ۱۶ پېړيو کې د هند د افغاني قبايلو دريځ 

لومړۍ برخه (تورې اوتېر وتنې.. .یوانتقادي نظر)

استاد شهسوار سنګروال  

له مبارک شاه نه وروسته د خضر خان لمسی محمد شاه د فريد خان زوی د مبارکشاه وراره او د خضر خان لمسی په تخت کېناست. 

د سلطان محمد شاه د سلطنت د کمزورۍ لاملونه ډېر وه: يو دا چې د خلجي سلطان محمود بريدونه وه چې دی يې کمزوری کړ. بله دا چې د سلطان محمد شاه ډېر نږدې پلوی ملک بهلول وه چې د جونپور د پاچا خلجي سلطان محمود شرقي په وړاندې لکه غر داسې ولاړ وه.  

ولې کله چې د سلطان محمد شاه درباريانو دی د ملک بهلول په وړاندې ولمسوه، ده د يو ليک په ترڅ کې ډېرې سپکې سپورې ورته ووېلې. 

په دې کار سره بهلول پرېکړه وکړه چې د خپل واک د غزولو لپاره يو پياوړی لښکر تيار کړي. کله چې په ۸۴۷ هـ کال سلطان محمد شاه ومړ او زوی يې سلطان علاوالدين پاچا شو. په دغه وخت کې په ټول هند په ځانګړي ډول په شمالي هندوستان کې يو د بل پسې سيمه ييزې واکمنۍ مينځته راغلې. 

د سلطان علاوالدين عالمشاه له مړينې وروسته ډېر سيمه ييزه واکمنان او جاګيرداران په ځانګړي ډول پښتانه د لودي بهلول تر شا ودرېدل. 

په دغه وخت کې د عالمشاه په اولاده کې داسې يو څوک نه وه چې د سيد خضر خان د کورنۍ واکمني وساتي .يوازې د عالمشاه زوم جونپور پاچا سلطان محمود شرقي وه چې د بهلول په وړاندې ودرېد. د څو خونړيو بريدونو سره سره بيا هم سلطان بهلول لودي د افغانانو په مټ بري ته ورسېد. 

که څه هم سلطان بهلول د هند په تاريخ کې د هغه مهال يو پياوړی واکمن ګڼلی شو، ولې بيا هم نوموړي په قبايلي ارزښتونو ډېره ډډه لګوله. نو په همدې بنسټ د ده د ټولواکمنۍ سيمې د يو شمېر درباري سردارانو او قومي مشرانو تر مينځ وېشل شوې وې: 

۱- خان جهان لودي چې د سلطان بهلول سلاکار وزير و. دی نوموړي ته دومره نږدې وه، کله چې سلطان په ۸۶۷ هـ پنجاب ته لاړ نو د ډيلي واک او ځواک يې لودي قطب خان او خان جهان لودي ته وسپاره. 

۲- شرواڼی عمر خان د سلطان بل سلاکار وزير وه چې د قومي مشرتوب تر څنګ زړور، پوه او توريالی شخص وه. د ده په دربار کې د ډېر واک څښتن وه. 

۳- شيخ زاده محمد پرملی (خان خانان) دی نه يوازې په سلطان بهلول ګران وه بلکې د سلطان سکندر په مهال هم چې نوموړی کله له سلطان علاوالدين نه «راپړی» په ۸۹۵ هـ ونيوله او په ۸۹۷هـ کې «بيانه» نو د دواړو سيمو واک او جاګير يې ده ته وسپاره. 

همدا راز لواڼی مبارک خان، لودي درياخان، تاتار خان، يوسف خېل، ميواتی احمد خان او په سلګونو نور قومي مشران او د باور وړ کسان يادولی شو چې د ده په دربار کې د پام وړ ځای درلود. 

نه يوازې سلطان بهلول د دربار سردارانو او د قوم مشرانو ته په درنه سترګه کتل، هغوی ته يې جاګيرونه، وسلې او پيسې ورکولې ،بلکې سلطان سکندر هم له قومي مشرانو سره د خپل پلار په څېر په ځمکه کېناستېده هغوی ته به يې سوغاتونه، ډېر اسونه او مالونه بښل، ان تر دې چې د يو کال خراج به يې ورکاوه او ډېر جاګيرونه. 

«سلطان سکندر د قبيلو خلک خورا ډېر نازول… ده له خپلو اميرانو سره د ورورګلوی سلوک کاوه او د دوی ترمخ پر تخت نه کښېناست.»(۱) 

همدا راز يو شمېر نورو تاريخ پوهانو هم په هند کې د افغانانو په قبايلي ژوند ډېر څه ليکلي دي او ان تر دې چې دوی يې نا مدني وګړي بللي دي: 

«په ۱۵ او ۱۶ پېړۍ کې افغانانو خپل قبايلي ژوند هېر نکړ، بابر په سياسي ډول غوښتل چې دوی پخلا کړي… خو ريښتيا دا ده چې ده د افغانانو زېږ چلند او کړه وړه چندانې نه خوښېدل او دوی يې کليوالي او غير مدني خلک ګڼل.»(۲) 

کومې قومي او خپل مينځي جګړې چې د بېلابېلو قومونو لخوا شوې دي. دا پخپله د قبايلي ژوند غوره بېلګه ده. د پښتنو سياسي نظام ته پخپله سلطان بهلول هم پام ونکړ بلکې ټول پښتانه قومونه يې په هماغه قبايلي دود وپالل… 

همدا لامل وه چې افغانانو د وينو په قربانۍ په هند کې د افغانانو د حکومت بنسټ کېښود ولې په دېرې بې پروايۍ يې له لاسه ورکړ. 

«د لوديانو د حکومت لارې چارې ټولې قبايلي وې. د لودي سلطنت لويه کمزوري همدا وه (وګوری افغان سلطنتوں کا عروج و زوال) چې په ډېرې اسانۍ د بابر لخوا له مينځه لاړ .که څه هم سکندر لودي يوڅه بريالی وه، دا ځکه چې هر افغان ته يې امير ويلې، که هغه وزير وه يا فقير… دغو نازونو دوی دغې کچې ته ورسول، چې هر قوم اول خپل ځان او قوم ليده او بيا حکومت ،نو ځکه خو د قومونو تر مينځ جګړو د ملت جوړونې روحيه کمزورې کړې وه.»(۳) 

د دغو قومي جوړښتونو له بابته وه چې د هندوستان سياسي نظام ته يې ډېر زيان ورسوه او دغو قومي جنګونو، د حکومت بنست ډېر کمزوری کړ. دغې کمزورۍ د سلطان ابراهيم لودي د سلطنت ستنې ولړزولې او د هغه حکومت بنسټ، چې د افغانانو په قربانۍ سلطان بهلول جوړ کړی وه او سلطان سکندر ساتلی وه د بابر لخوا له مينځه لاړ. 

«که څه هم افغانانو په شمالي هندوستان کې ډېر قدرت وموند خو بيا هم قبايلي وګړو خپل قبايلي عادات له ځان سره وساتل.»(۴) 

له دې سربېره يو افغان مؤرخ عباس خان سر واڼي هم کښلي دي «چې په شپاړسمه پېړۍ کې جګړې، لانجې او شخړې د افغانانو غټ خصوصيتونه وه.»(۵) 

که څه هم چې يو شمېر تاريخپوهانو د هند افغانان زيږه او تند وګړي ګڼلي دي، ولې يو شمېر پدې اند دي چې سره د دې ټولو خبرو، بيا هم زړه سوی، مهربانه او د ځغم خاوندان دي، ريښتيني دي او جنګيالي وګړي ورته ويلی شو. 

ويل کېږي کله چې سلطان بهلول لودي په تخت کېناست، څو ورځې وروسته له خپلو درباريانو سره د جمعې لمانځه ته لاړ. «ملا فاضل د خطبې ويلو په وخت کې وليدل چې افغانان راغلل نو په عين خطبه کې داسې تبصره وکړه: سبحان الله عجب قوم پيدا شدند نمېداند پيش او دجال اند يا دجال در ايشان باشد… يوه افغان مؤرخ عبدالله دغه کيسه پخپل کتاب کې د دې لپاره را اخستې چې بهلول څومره ځغمناک او مهربان سړی و.»(۶) 

د هند په افغانانو کې قومي ځواک دومره پياوړی وه چې پاچا به د دوی په خوښه ټاکل کېده او پاچا به بيا د دوی په خوښه کارونه کول او دوی ته به يي جاګيراو داسې دندې ورکولې چې ترې خوشاله شي. 

کله چې بهلول ومړ. يو شمېر قومي مشران راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې پاچا وټاکي. پدغو مشرانو کې ځنې په دې ټينګ وو، چې مشر شهزاده باربک په «جونپور» کې پر تخت کېنوي او ځنې نورو هڅه کوله چې لودي سکندر په ډيلي کې پاچا کړي. که څه هم وروسته دويم شهزاده پاچا شو ولې د دواړو وروڼو تر مينځ اختلاف هم له همدغه ځايه پيل شو. 

نه يوازې قومي مشرانو او جاګير دارانو د پاچا په ټاکلو کې ونډه لرله، بلکې ډېرې مهمې سياسي پرېکړې هم دا رنګه قومي مشرانو کولې. ډاکتر «تريپاتي» ليکي چې «د افغانانو ټولواکي له ټبرونو جوړه شوې يوه کانفدراسي وه چې پاچا به يې په سر کې و.» 

کله به چې سکندر لودي په تخت ناست وه او خپل ورځني کارونه به يې پر مخ وړل نو بيا به چې قومي مشران د ده دربار ته را ننوتل دی به پورته شو او د دوی د درناوي لپاره به په تخت نه کېناست .او مالياتي سيستم به د دغو جاګيردارانو په خوښه جوړېده، چې هم د دولت شتمني زيان و نه ويني او هم قومي مشران خپه نشي. 

دا کار د دې لپاره سلطان بهلول او سلطان سکندر کاوه چې د دوی له شره ځان وژغوري. لکه چې د سلطان ابراهيم د واکمنۍ په مهال، همدا ډول ستونزې پيدا شوې او د ده په پېر کې دغه قومي ځواک د سلطان ابراهيم (۱۵۱۷ – ۱۵۲۶ز) د واکمنۍ لپاره په يوه ستر ګواښ بدل شو. 

همدغه قومي مشرانو او جاګير دارانو د سلطان کشر ورور جلال خان را پاڅاوه او په «جونپور» کې په تخت کېناوه. 

له بده مرغه چې موږ ډېرې بېلګې د افغانستان له لرغوني تاريخ نه را واخله تر اوسه يانې تر معاصر تاريخه پورې کله چې هر واکمن غوښتي چې د حکومت په چارو کې يو ستر نوښت را مينځته کړي له يو شمېر دوديزو خنډونو سره مخامخ شوي دي. را واخله همدغه ابراهيم لودي غوښته چې دی د ټول ملت پاچا وي نه د څو تنو جاګير دارانو. ولې همدغو جاګير دارانو نه يوازې د ده واکمني ړنګه کړه بلکې د افغانانو ټولواکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود. 

يوازې جلال خان نه وه چې د سلطان په وړاندې پورته شو بلکې يو شمېر نور هم لکه: اعظم همايون، اسلام خان او ميا بهوا چې د سلطان سکندر نږدې دوست هم وه د بېلګې په توګه يادولی شو. 

د پښتنو د همدغو خپلمينځي جګړو پايله دا شوه چې بابر په پرلپسې توګه په هند بريدونه وکړل او د سلطان نږدې پلويان د ساري په توګه د لودي دولت خان په څېر بدمرغو تربورانو د بابر په ګټه له ابراهيم لودي سره جګړه پيل کړه او د افغانانو همدغو خونړيو جګړو بابر ته د واک زمينه برابره کړه. 

له پنځلسو کالو وروسته يو ځل بيا سوري شېرشاه د افغانانو له لاسه وتلی حکومت يو ځل بيا ټينګ کړ او د لودي بهلول په څېر يې د افغانانو يوه لويه ټولواکمنۍ جوړه کړه. 

که څه هم سوري شېرشاه د لوديانو په څېر په لومړي سر کې يو شمېر قومي مشران په جاګيرونو په وسلو او پيسو له ځانه خوشاله کړل ولې ده نه غوښتل چې د لودي بهلول په څېر دوديزه قومي واکمنۍ را منينځته کړي. دی پدې هڅه کې شو چې یوباثباته مرکزي حکومت ټينګ کړي. (نوربیا ) 

مفتي محمد پا لنپوري تاریخ هند ۱۲۵-۱۲۷ مخونه 

عباس خان دبرېټش کتا بتون کې قلمي نسخه 

 

«عباس خان وايي چې شېرشاه افغانانو ته دومره جاګيرونه ورکړل چې په هندوستان کې او هم په روه کې د شتمنۍ خاوندان شول.» 

رشادپوهاند عبد الشکورلودي پښتا نه ۱۷۸مخ 

ډاکتر محمد سلیم هندوستان سېاسي نظام کا تدریجي ارتقا۲۷۷ مخ 

ډاکترمحمد عبد الرحیم په هند کې د افغا نانو تا ریخ ۳۸ مخ  

عباس خان د برټش کتا بتون لاسي نسخه۱۱۳ مخ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب