جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپکتیا کې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي

پکتیا کې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو سره یوځاې د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو سره یو ځاې د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې يې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ډیری ولایتونو کې زیات کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول کیږي.

کابو درې ورځې مخکې په کابل، هلمند او هرات ولایتونو کې پنځه کسان د نشه يي توکو پلور او قاچاق په تور ونیول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...