جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه‏ننګرهار کې هغه لابراتوارونه وتړل شول چې له جواز پرته یې د...

‏ننګرهار کې هغه لابراتوارونه وتړل شول چې له جواز پرته یې د کورونا معاینات کول

تاند (چهارشنبه د جدي ۳) د ننګرهار د عامې روغتيا رياست په دغه ولايت کې په غير معياري ډول د کورونا ویروس د معايناتو ترسره کوونکي پینځه لابراتوارونه وتړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت د تېرې قوس میاشتې په ۲۲مه اعلان وکړ چې پاکستان کې د کورونا دویمه څپه په ډېرې تېزې سره خېرېږي او یاد هېواد ته له دولس کلنۍ پورته تلونکی هر افغان باید د کورونا ویروس معایناتو پایله له ځان سره ولري.

د پاکستان سفارت له اعلان سره سم په جلال اباد ښار کې بېلابېلو لابراتوارونو په غیر قانوني توګه د کووېډ-۱۹ د تشخیص چاره پیل کړه.

د مسافرو په وینا چې د کورونا ویروس په معایناتو له دوی ډېرې پیسې اخیستل کېږي او په تورخم کې د پاکستاني مسؤلینو له لوري یاد معاینات نه منل کېږي.

له همدې امله د ننګرهار د عامې روغتيا رياست کمپاين پيل کړ چې دغه ډول لابراتوارونه بند کړي او خلکو ته يې لارښوونه وکړه چې يوازې تاييد شويو لابراتوارونو ته ورشي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په جلال اباد ښار کې هغه پینځه لابراتوارونه چې په غير قانوني ډول يې د کورونا ویروس معاینات کول وتړل.

د مسؤلینو په خبره، لا هم کمپاين روان دی او هغه نور لابراتوارونه چې بې له جوازه د کورونا ټسټونه کوي تړل کېږي.

سرچینه زیاتوي، په تړل شویو لابراتوارونو کې د ابن سيناء، اتحاد، شايق، سيټي او الشفاء لابراتوارونه شامل دي.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د مسؤلینو له قوله راغلي، چې د لابراتوارونو مسئولين باید په غیرقانوني ډول د کورونا ویروس د معلوملو په موخه له معايناتو ډډه وکړي کنه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د ننګرهار چارواکي بیا د پاکستان دغه کړنه د افغانانو پر وړاندې یوه لویه ستونزه ګڼي او وايي چې په یوه معاینه له دوه زره نيولې تر څلور زره افغانيو اخيستل کېږي.

د چارواکو په خبره، بايد په دولتي کچه دې چارې ته يو منظم سيستم رامنځته شي، تر څو د خلکو لاسنیوی وشي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کورونا د دویمې څپې د خپرېدو خبر ورکړل شوی دی چې په ډېرو هېوادونو کې عمومي قرنطینونه اعلان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې تر اوسه په هېواد کې ۵۱ زره او ۳۶۰ کسان په کورونا ویروس اخته شوي، دغه راز ٢٠١٠ کسان مړه او تر ٣٠ زرو ډېر بېرته ترې رغېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب