پوهاند دودیال
(دمعارف د وزارت د وروستی پریکړې په اړه)
***
د هیواد لومړنی لیسه، د حبیبی د لیسې په نوم په ۱۹۰۳م. کال کی تاسیس شوه. د دې لیسې نصاب او درې دوری زده کړې د دینی علماوو په زحمت داسې جوړی شوې وې: ابتدائیه، رشیدیه، اعدادیه. لومړنیو ټولګیو کې دینیات، دری ژبه، حساب، لیک (مشق) او جغرافیه لوستل کیدل، په رشدیه دوره کې بیا هم دینیات، تاریخ، جغرافیا، عربی ژبه، جبروالمقابله، مثلثات، جراثقال، طبیعی حکمت او یو څو نور مضامین لوستل کیدل. د دغه ښوونځی معلمین ټول هغه دینی عالمان وو، چی عصری علومو سره یې آشنایی وه، لکه هغسې چی په نورو اسلامی هیوادو کې ابن خلدون، بن موسی… دعصری علومو بنسټ ایښی و، دوی هم د دغی لیسې په نصاب کی د ستر خدمت په تر سره کولو سره د عصری علومو اړتیا احساس او دایې خپل فرض عین بللی و چی عالم اسباب کی مسلمانان په هغو طریقو، فنونو او حکمت وپوهیږی چی د اسلامی ټولنی اړتیاوې ورباندی رفع کیږی (الله پاک دی د دوی دغه لوی احسان په جاریه صدقه کې حساب کړی).
دغه درانه ذوات مولوی صاحب عبدالرب، حافظ احمد الدین، مولوی صاحب معراج الدین ، مولوی عبدالرووف ،مولوی محمد سرورخان کندهاری، مولوی مظفر بنوڅی، مولوی غلام محی الدین خان، مولوی نجف علی، مولوی محمد چراغ، قاری عبدالله او دوی ته ورته درانه علما وو.
(په دې برخه کې مې یو ځل په ۲۰۰۴م. کال کی دحببیبې د لیسې د جوړیدود سلم کال په مناسبت انیس ورځپاڼې ته یوه تفصلی مقاله لیکلی وه(زه هم ددغې لیسې یو فارغ یم، راباندی حق یې و) چې دری ګڼوکې خپره شوی وه، که خدای کول دعصری علومو خواته، ددینی علماوو توجه او په بیلابیلو اسلامی هیوادو کی دې برخه کی د دوی خدمات به نږدی راتلونکی کی دغه سایت ته ولیکم.)
https://taand.net/%d8%af-%d8%b1%d8%ae%d8%b5%d8%aa%db%8c%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%85%d8%ad%d8%b5%d9%84%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%af%d8%a7/
د حبیبی له لیسی وروسته ورو ورو په کلیو کی نورښوونځی جوړ شول. په دې کی یو زما د مورنی کلی، د ابتدائیه ښوونخي نکل رااخلم:
ډیر کوچنی وم، صرف یادیږی مې. زما د مور پلار(زما مورنی نیکه) مرحوم جنت مکان مولوی عبدالواحد د دوی له اصلی کلی یو څه کوز د (زړې کلا/قلعه ی کهنه) جومات کې ملا امام و. دلومړی ځل لپاره یی دغه کلی کی د ابتدائیه ښوونځی بنسټ کیښود. دهغه وخت د مکتب شاګردان یی لوی او پوه خلک شول، ځینی یې اوس بهر کی دي. یویې د کابل پوهنتون داقتصاد پوهنخی کی استاد و چی د ۱۳۶۱ کال کی بهر ته مهاجر شو، بل یی جنرال زیارمل دی، بل یې ارواښاد داکترارزو و. شاید ډیر نور به هم وی، خو دا تصادفاً چی یوه ورځ له استاد سره مخامخ شوم خبره د پیژندګلوی راغله، کله مو چی یوبل وپیژندل، ده سمدستی وویل ته خو زما دلومړنی استاد لمسی یی. جنرال ذبیح الله دې وروستیو کی څو ځله افغانستان ته سفر وکړ، زه جلال اباد کی وم،له راتګ سره سم یی کابل کې زما وروڼه چې تر ده ډیر کشران دی وکتل او د دوی یې زښت ډیردرناوی کاو، نږدې و چې لاسونه یی مچ کړی. جنرال وایی چی زه د مولوی صیب عبدالواحد د مکتب له برکته جنرال شوی یم. داکتر ارزو د طب پوهنځی استاد اوپه میوند روغتون کی موظف ډاکترهم د دغه ښوونځی لومړنی شاګرد و. ده یوه موده مکرویانو کی او بیا په جاده کی کتنځی درلود، دهیواد نامتو داکترو، ډیرعاطفی شخص و، کله به یی چی زه ولیدم دهغه وخت کیسی به یی کولی. (داکتر آرزو شپږ کاله مخی د۷۱کالو په عمردحق داعیی ته لبیک ووایه ، زوی یی اوس تکړه داکتر دی). دا درې بیلګی د هغه ملا امام د درناوی یو مثال و چی لومړنی ښوونځی یی جوړ کړ. وروسته می بابا په معلم عبدالواحد مشهور شو. هغه مهال دچهاردهی حاکم (چې زموږ کلی د چهاراسیا په علاقداری اود چهاردهی حکومت پوری اړوندو) سپینه خاوره، د مشق د دړې تختی او هغه پښتو کتابونه را ولیږل چی لومړنی لوستونه یی داسی و:
آس
دا آس دی
دا د بابا آس دی …
خو ما په ښار کې، دلومړي ټولګی دا کتاب لوستی و:
آب
او آب داد
آب دادن ثواب دارد.
زموږ لومړنی ښوونکی آغاصاحب و، دقران عظیم الشان زبردست قاری و، دوهم او دریم ټولګی کې مو مکی جان ښوونکې وه، دریم کی بیا اغاصیب زموږ نګران او ښوونکی شو.څلورم ټولګی کې پروین جان زموږ ددینیات معلمه وه، چې په بی بی حاجی مشهوره وه او داسې نور.
زه به رخصتیو کې کلی ته تلم. هلته دهلکانو تفریح، رخصتی ، پتلون، بکس، خودکار قلمونه او نور نه وو. یو څو به روان وو ورتلل به، خو نور به راتلل. ماته به عجب آزاد اوبی قیودو مکتب ښکارید.
زما مور او انا یواځنی باسواده میرمنی وی چی قران کریم یی تلاوت کولای شو. انا مې د یو شمیر ناروغیو دم کاو او د نو نیول یی زده و. په همدی خاطر به چې کله زه کلی کی وم، سهاربه چې له خوبه پاڅیدم لا به انا په جاینماز ناسته وه چی د لرې او نږدې کلیو یوه ډله ښځې به ورته د دم او نو نیولو لپاره ناستې وې. انا مې څونجونو ته سهار سهار قران کریم ورزده کاو. زه به حیرت کې وم. ددغه کلیوالی ښوونځی او زموږ د ښاری ښوونځی مقایسه په هیڅ صورت نه کیده، خو کلیوالو ټولو غوښتل چی زامن (مکتب کی واچوی).
زما پلرني کلي کې چی کله ښوونخی جوړ شو؛ لومړی د حاجی خیلو کلي کې و، دغه مکتب ته مخامخ زموږ د غور نیکه صاحبزاده صیب زیارت دی. آن محمداجان ماما چی تر ټولو خوار بزګر و خپل زوی محمد اکبر (چی زما همزولی و) مکتب ته واستاو، نو تراخره یی نه کتاب درلود نه کتابچه. زموږ دکلی د جومات هزاره خادم (رجب) هم ویل چی کله پسرلی شی هزاره جات کی به مکتب جوړ شی او خپل زوی به پکی واچوی، رجب په دری ژبه خبر کولی، خو محمداجان مامایی په خبرو نه پوهید. محمداجان ماما به رجه ورته ویل! کیسه داسې وه چی محمداجان ماما عمر په بزګری کی تیر کړی و، خو ژوند یی ډیر خراب و، خلیفه محمد حسین زموږ دسیمی نامتو خټګر و، په غویانو به یی د پخڅې خټه پخوله، دهغه وخت د سراسیا، للندر، چهار اسیا، تر شمالی، ستالف او چهل دختران څه دملکانو او خانانو کلاوی چی وی، ده جوړې کړې وې. خلیفه محمدحسین په پخڅه وهلو کی دومره ماهر و لکه فیض محمد چاریکاری چی د قیچی، لور او تبر په جوړولو کی نوم درلود، نو ځکه یی ژوند د نقدی اجوری په اخیستو تر محمداجان ماما ډیر ښه و. نومحمداجان ماماځکه د خټګری شوق کړی و. ده له خلیفه محمدحسین څخه (رجه) او (شاقول) نومونه زده کړی وو، نو ځکه یی دجومات خادم ته رجه ویل، ده فکر کاو چی دا یی نوم دی. خادم نه غوسه کید، خو په هغو ورځو کی چی زه هلته وم کله به چی محمداجان ماما ویل رجه لږ بوټی سوځوی جومات سهار سوړ سنګړ وي، نو ما به په ډیره سختۍ د خپلی خندا مخه نیولا ی شوه. رجه به ژمی له هزاره جاته راغی او د نوروز ترشپې به یې دیو څه غلې – دانې یا پیسو په اخیستو جومات توداو. تر اوسه می ارمان دی چی هیچا محمدجان ماما ته ونه ویل چی ددی خادم نوم رجب دی.، خو رجه هغه تار دی چی خلیفه محمدحسین دیوالونه ورباندی سموی. رجه او شاقول دهغه وخت یواځنۍ اوډیره پیجلی تکنالوژی وه چی یواځې خلیفه محمد حسین ورباندی لاسبری درلود، خومحمداجان ماما دڅپرپه تړلو، توسیری، کڅپوز او شودیاره کولو کې ساری ندرلود.
(زموږ پلرنی کلا (کور) چی دلومړی پوړ پخڅي یې خلیفه محمد حسین وهلی، اوس یی له څلورو برخو درې له منځه تللی، نړیدلی دیوال د توپ په مرمی لګیدلی هسکه سراچه یی هم نړیدلی .ترڅنګ یې زموږدمیوه لرونکو ونو باغ هم له منځه تللی)
خبره می د معارف اومکتبونو راواخیسته. هدف می داو چی کله هم زموږ خلکو؛ نه کلیو کی او نه ښارونو کی ښوونځی سره مخالفت ندی کړی، بلکی له امی نیولی تر عالم ټولو دعصری علومو پلویتوب کړی او دا علوم یی فرض کفایی بللی دی. آن دا چې هغه یې بهتر ګڼلي، ځکه چی دینی علوم هم په نوی شیوه تدریسوی . اوس زموږ هغه پخوانی کلی دښوونځي له برکته ډیر پرمخ تللی، دمحمداجان ماما او رجه غوندې بیوزله پکې ندي پاټې، هرو لسو کورنو کې اته یې خپل موټر لري، هغه خامه لاره اوس پوخ سړک دی، اوس د خلیفه محمدحسین پر ځای انجنیران روزل شوی دي. که چیری دمعارف وزارت په دی نیت دا اعلان کړی وی، چې ګویا له مکتب سره څوک منفی ذهنیت لری، دا یی تیروتنه ده. که یې داسې انګیرلی وی چې د ښوونځی شاګردان له دینی زده کړو لری پاتې کیږی، دا یې هم تیروتنه ده، که یې داسې انګیرلی وی، چې په دې اعلان سره ځان بهترین مسلمان وګڼي، دایې هم تیروتنه ده.زموږ واقعی دینی علما هیڅکله له ښووڼخیو سره مخالف نه وو، اوس هم نه دي. بهتره ده معارف وزارت په دی پریکړه تجدید نظر وکړی د دی پر ځای دی د ښوونځیو جوړولو، تجیزولو، زیاتولو او ساتلوته پاملرنه وکړی. دحبیبی لیسې کی موږ ځمکتلی کی یو لوی پارتیشن جومات کړی و، پیشنیکی هلکانو به هلته دجمع لمونځ کاو. زموږ ډیرو علماوو لکه: علامه رشاد، خدمتګار بختانی، معتمد شینواری، الفت، موسی شفیق،.. هم عصری علومواو هم دینی علومو کی زده کړی کړی وې. الله(ج) دې دوی ټولو ته فردوس جنت نصیب کړي. الله(ج) دې زموږ معارف بیرته دڅلویښتوکالو مخکی سویې ته اوچت کړي. الله (ج) دې دپنځوسو کالو مخکی وزیرانو په شان مُدبروزیران زموږ په نصیب کړی. (امین)
جناب پوهاند صاحب ډېرو ښو نکتو ته اشاره کړېده او د ښکلي نثر په ترځ کې یې په افغانستان کې د معارف تدریجي پرمختګ او د دیني عالمانو مثبت رول ته اشاره کړېده . د اسلام مقدس دین هېڅکله د ښوونې او روزنې مخالفت ندی کړي . زمونږ په ګران او محبوب پیغمبر ص باندې لومړني آیت شریف د لوستلو ، زده کړې اوعلم په هکله نازل شویدی .
هره ټولنه او هېواد د مختلفو علومو عالمانو ، دانمشندانو او متخصصینو ته ضرورت لري . معماران او انجنیران به پلونه ، سرکونه ، د برښنا بندونه ، تعمیرونه او د تخنیک وسایل جوړوي .
د طب د مختلفو برخو متخصصین به د انسانانو د رنځونو درملنه کوي . ښوونکي ، معلمان او د پوهنتونونو استادان به په هره برخه کې زمونږ اولادونه او شاګردان روزي چې په راتلونکي کې د خپل علم له برکته ټولنې ته خدمت وکړي .
په ایران کې د آیت الله خمیني په مشرۍ د 1357 کال اسلامي انقلاب نه وروسته د هغه هېواد مشرانو زیاته پاملرنه ښوونځیو او پوهنتونونو ته وکړه ، دوی په هره برخه کې متخصصین وروزل چې د هغو له برکته نن هغه هېواد تر ډېرو په ځان بسیا او هر ډول ماشین آلات او نظامي وسایل جوړولی شي . دوی هڅه کوي چې له اتومي انرژي نه ګټه واخلي او خپل هېواد په راتلونکې کې د نړۍ د مقتدرو هېوادونو په قطار کې ودروي .
همدا راز د نړۍ ټول هېوادونه خصوصا اسلامي هېوادونه ښوونځیو او پوهنتونونو ته زیاته پاملرنه کوي او د خپلو عوایدو ډېره برخه د خپلواولادونو روزنې ته تخصیص ورکوي . د ښوونځیو د تړلو پرځای تدریسي نصاب اصلاح کړئ او له لومړیو تر شپږمو ټولګیو پورې باید هغه استادان چې عالي تحصیلات او زیاته تجربه ولري موظف کړل شي چې د معارف اساس سم او اصلاح کړي .
د یوه آباد او پرمختللي افغانستان په هیله
سلام
په لیکنه کې دزده کړو دسپلین ډېر ښه څېړل شوی . دزده کړو بنسټ له همدې خایه پیل کیږی زده کړې په مسلکی لحا ظ په دو ه مهمو برخوجلاکیږی الف: پیاوړی نصا ب ،تکړه او ماهر استاد ب:وسایل او ابزاریا مجهزه منابع دواړوته عصری او ناعصری یوه طرحه ده ولې کمبود اوتش لاس اوس وګورو چې په بصری برخه زموږ دینی استادانو څومره لاس رسی درلو اوبه سمعی او تعلیمی نصاب کې څومره کمزورتیا خو بیاهم دمسجد زده کونکو دېوهې سطحه لوړه وه ددې لباره چې ددرسی محتویاتو معیا ریې اوچت وه بل د تمرین کیدو بشبړ وخت ز ما صرف او نحو له یاده نه وځی زه نه بوهېږم چې هدف له عصری څخه کومه معجزه ده؟
وایی چې تشه لاسه ته مې دښمن یې ،خو جنګ په وسله کیږی