پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي؛ علماء دې د افغان جګړې په تړاو باطلې فتواوې نه...

طالبان وايي؛ علماء دې د افغان جګړې په تړاو باطلې فتواوې نه ورکوي

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۶) وسله والو طالبانو د افغان جګړې په اړه د یو شمېر کورنیو او بهرنیو دیني عالمانو فتواوو ته سخت غبرګون ښودلی.

د طالبانو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې یاد دیني عالمان له مسائلو ناخبره ګڼل شوي او دغه راز یې لیکلي، چې د دوی جګړه به د بشپړ اسلامي نظام تر جوړېدو پورې دوام ولري.

په خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد لیکلي هیڅوک حق نه لري دغه جګړه ناروا وبولي.

مجاهد زیاته کړې: «په کابل کې چې کومو دیني عالمانو فتوا ورکړې ده فرمایشي ده او دغه عالمان درباري دي او له بهرنیانو څخه تنخواګانې اخلي.»

وسله وال طالبان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر شیخ احمد الریسوني، بنګله دېشي او دغه راز د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو افغان جګړه ناروا بللې او زیاته کړې یې ده، چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې موخه د قدرت تر لاسه کول دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%d9%86%da%ab%d9%84%d9%87-%d8%af%db%90%d8%b4-%d8%af%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9/

2 COMMENTS

  1. یا خو د علماوو خبری کت او پست شوی دی او یا خو دا علما رښتیا فرمایشی دی. هغه چه د اشغال په وړاندی جنګ ناروا بولی د هغوی دا خبره نه منطق منی او نه اسلامپوهنه.

  2. یا خو د علماوو خبره کټ او پست شوی او یا رښتیا هم دا علما فرمایشی دی. که د اسلامی خاوری د اشغال په حال کی داسی خبری نه له منطق سره او نه له فقه سره سمون خوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب