چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهافغان کومانډو او هوايي ځواک په هلمند کې پراخ عملیات پیل کړل

افغان کومانډو او هوايي ځواک په هلمند کې پراخ عملیات پیل کړل

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۰) د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار ته څېرمه په باباجي او دوو نورو سیمو کې د افغان هوايي او مځکنیو ځواکونو پراخ عملیات پیل شوي دي.

تاند ته له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې دا شېبه (د خبر د خپرېدو وخت) کومانډو او نورو ځواکونو په باباجي کې، چې تازه وسله والو طالبانو نیولې ده، نادعلي ولسوالي او په ۶۰۱ لاره کې پراخ هوايي او مځکني عملیات پیل کړي دي او سخته جګړه روانه ده.

https://taand.net/%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d8%a8%d8%a7%d8%ac%d9%8a-%d8%b3%db%8c%d9%85%db%90-%d8%af-%d8%a8%db%90%d8%b1/

د هلمند والي او د نظامي شورا غړي د هلمند په ملي امنیت ریاست کې دا عملیات څاري.

دوی ادعا کوي چې په ناوې او یخچال سیمو کې هوايي او مځکنیو بریدونو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی د هلمند اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې اندېښنه ونه لري او په وروستیو ورځو کې له لاسه وتلې سیمې به له طالبانو ژر پاکې شي.

د هلمند چارواکي له باباجي سیمې څخه د امنیتي ځواکونو شاتګ تاکتیکي بولي خو د هلمند د مرکز لشکرګاه اوسېدونکي سخت اندېښمن شوي دي ځکه چې د باباچي سیمې سقوط پر لشګرګاه ښار د طالبانو یرغل ته لار هواروي.

له دې سره په یو وخت راپورونه وايي چې نن شپه هلمند ته زرګونه کومکي ځواکونه استول شوي دي.

2 COMMENTS

  1. له درواغو نه دک راپور. طالبان د اشکر گاه شار نور هم ورنژدی شوی او د کابل اداری زواکونه نور هم په شاه تگ کوی.
    نه نوی قوا لیژل شوی او نه هم بمباری پر طالبانو شوی ده. د عامو خلکو کورونه بمبارد شوی.
    دیر عسکر طاابانو ته تسلیم شوی دی.

  2. طالب د پنجاب هغه مزدور دی چې کار دی کوي خو مزد يې پنجاب اخلي وطن په دوی ورانوي ګټه يې پنجاب ته رسېږي، بې ګاه شپه يې سبسټيشن چور کړی ځکه چې افغان وطن او د افغان کور ته يې رڼا ورکوله پنجاب کله دا زغملی شي ځکه خپلو اجيرو مليشو ته امر وکړ ترڅو ټول عام المنفعه پروژې تخريب او وسايل يې ولوټي.
    بل لور دولت او پکې ناست واکداران هم پوره خاينان دي او له خارجه راغلي ټاميان همدومره د افغانستان په ضرر دي لکه د پنجاب اجير طالب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب