سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهټرمپ له بشارالاسد نه د نادرکه شوي امریکایي خبریال پیدا کولو کې...

ټرمپ له بشارالاسد نه د نادرکه شوي امریکایي خبریال پیدا کولو کې مرسته غوښتې

تاند ( شنبه ، د اسد ۲۵) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه لیک کې له بشارالاسد نه غوښتي، چې د یوه نادرکه شوي خبریال په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

ټرمپ ویلي چمتو دی، چې د آسټين ټایس د خوشې کولو او پیدا کولو پر سره له بشارالاسد سره مخامخ خبرې وکړي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم دغه خبره منلې ده.

۳۱ کلن امریکایي خبریال په ۲۰۱۲ز کال کې په سوریه کې لادرکه شوی او هغه مهال یې یواځې یو ویډيويي پیغام خپور کړی وو.

تر ننه بیا د دغه خبریال په اړه هېڅ راز معلومات نشته او نه هم کومې ډلې د هغه د برمته کولو مسؤلیت منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب