یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاد وینې د منفي ګروپ حساسیتونه| نګین کرګر

د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه| نګین کرګر

د وینی دسرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسی مارکرونه لری چې یو خارجی حجره د معافیتی سیستم حجرات پیژندلی شې. 

یو د دی مارکرونو څخه د ارایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ارچ فکتور انتیجن په وجود کې لری هغه Rh مثبت دی او څوک چې یې نه لری هغه ار ایچ منفی دی، یعنی د وینی ګروپ یې منفی یا مثبته علامه  لری. 

هر د وینی ګروپ کې دا مالومیدلی شې چې ایا دا انتیجن مثبت یا منفی موجود دی او که نه؟ 

د وینی ګروپونه د البفا په وسیله یعنی A, B او O سره مشخص شوی ‌دی ‌چی‌هر یو ‌یی مثبت او یا منفی علامه هم لری، چې د انتیجن د شتون یا نشتون علامه ده. 

که دغه مثبته ارایچ وینه غلطۍ کې یو اریچ منفی شخص ته ورکړل شې نو هغه شخص معافیتی عکس العمل ښکاره کوې او تاسی به هم اوریدلی وی چې پلانکی حالت ‌‌‌‌‌‌ډیرخراب شو چې غلطه وینه یی ورته ورکړې وه. 

په امیدواری کې دا حالت هم پيښیدای شې کله چې یوه ار ایچ منفی مور په نس کې ارایچ مثبت ماشوم ولری. ځکه دا ‌‌‌‌‌‌ډیره مهمه ده چې د مور او پلار د وینی معاینه وشې او ګروپ یې مالوم وې ځکه بیا د امیدواری په مهال هغه ضروری اولازمی تستونه. باید په وخت باندی اجرا شې، ترڅو د جنین د سقط نه هم مخنیوی وشې ی. دا شاید په لمړی ځل ماشوم کې دومره خطرناک نه اوسی خو په دوهم او دریم ماشوم کې باید ‌‌‌‌‌‌ډیر مور او پلار محتاط اوسی. 

همدارنګه کله چې په خپلو کې ودونه وشې اکثراً ماشومان د وینی د یو رنګ ګروپونو له کبله ارثی ناروغیو سره نړۍ ته راځې. مهمه ده چې هغه کورنۍ چې د یو بل تره، ماما ، خاله یا عمه اولادونو سره ودونه کوی مخکی ددی نه چې د کوژدی تصمیم ونیسی د وینی ګروپونو تست وکړی، ، ترڅو چې د راتلونکې نسل د بقا لپاره هم ځان او کورنۍ په مشکلاتو اخته نکړی، ځکه ارثی ناروغۍ علاج نلری.

په امیدواری کې ولې ځینو میندو ته د ار ایچ حساسیت ورپیښیږې؟ 

که یوه مور ار ایچ منفی اوسی ددی دوینی د سرو کرویاتو د حجراتو په سطحه کې ار ایچ فکنتور ریسپتور یا اخذی موجودی نه وې. حال دا چې په ار ایچ مثبت وینه کې دا اخذی موجودی دی که چیرته مور ار ایچ منفی اوسی او په نس کې یې ماشوم ار ایچ مثبت اوسی نو د ماشوم مثبته وینه د مور منفی وینی سره حساسیت د انتی یادی عکس العمل په واسطه ښکاره کوې. 

اکثراً د ماشوم تر زیږیدو پوری دا حساسیت نه پیښیږې خوکله کله کیدای شې چې دا حساسیت رامنځ ته شې او پخوا وختو کې چې ددی تداوی نه وه کیدای شو چې حتی د ماشوم یا د مور د مرګ سبب شې، مګر نن سبا طبابت کې دا کومه پیچلی مسله نده، او کیدای شې چې مخنیوی یی وشې . 

څنګه ددی حساسیت مخنیوی کیږې؟

که تاسی ار ایچ منفی وینه لری اوحساسیت لا پیل شوی نه وېې نوستاسی داکتر کولای شې چې تاسو ته د یو ‌‌‌‌‌‌ډول ایمون ګلوبولین یا پروتین درکړی چې د 

(RhoGAM). په نامه یادیږې دا د ار ایچ د حساسیت مخنیوی کوی. او ټولې میرمنی چې امیدواره دی دوی استعمالولی شې.

دا ددرمل باید امیدواره مور د امیدواری په اته ویشتمه اونۍ کې واخلې . که ماشوم ار اریچ مثبت وې. دغه ایمنو ګلوبولین ‌‌‌‌‌‌ډیر کم وخت لپاره موثر دی او د هری امیدواری سره باید په ټاکلی اونۍ کې واخیستل شې. دا پروتین هغه میندو ته چې ماشوم یی ضایع شوی وی هم ورکول کیږې. 

خو که د ار ایچ حساسیت پیل شوې وی نو بیا دا ‌‌‌‌‌‌ډول درمل کار نکوی.

څنګه دا حساسیت تداوی کیږې؟ 

که مور ار ایچ منفی وی باید متواتر تست وشې چې مور کمخونه نشې، کله چی ماشوم پیدا شې ماشوم کمی تداوی ته ضرورت نلری، او که د مور وینه ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه شوی وې باید وینه ورته ورکړلای شې یعنی په امیدواری کې د ار ایچ منفی وینی میندی باید په منظمه او متواتره توګه د کمخونی لپاره تست شې تر څو د ولادت په وخت د کمخونی سره برابره نشې . دا مسله پخوا حتی د مرګ سبب کیده او په افغانستان کې دی ته څوک پاملرنه نکوی ځکه خو د میندو او ماشوم مرګونو کچه د ولادت په وخت لوړه ده. 

د وینی ګروپ مالومول ښه خبره ده مخصوصاً هغه کورنیو کې چې خپلو کې سره ودونه کوې.
په فزیک کې وایې چې مختلف چارجونه یو بل جذب کوی همداسی که ار ایچ مثبت او اریچ منفی وینه ګ‌‌‌‌‌‌ډه شې نو معافیتی سیستم عکس العمل ښکاره کوې.

په قران کریم سوره نساء 23-25 ایت کې راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ،. په دی کې د تره ، ماما، عمه او خاله اولادونه ندی یاد شوې ، حال دا چې وراثت علم وایې چې ‌‌‌‌‌‌ډير ماشومان دداسی ودونو څخه ناروغیو سره نړۍ ته راځې. په برتانیا کې دداسی ودونو دنتیجې څخه د شلو ماشومانو نه یوولس ماشومان د بیلابیلو ناروغیو سره نړۍ ته راځې ؟

د وراثت علم د مندل د وخت نه تراوسه پوری تقریباً یونیم سل کلن دی.
ګریګوری مندل لس کاله په خپله باغچه کې په نباتاتو لکه د مټرو په تخم تجربی وکړی او د وراثت علم بنسټ یې کیښود. د ‌‌‌‌‌‌ډیرو ستونځو سره مخامخ شو او حتی ویل کیږې چې تور پری پوری شوی و چې دی خپله ساینسی دیتا غلطه ثبت کړې ده. خو نن سبا وراثت علم ‌‌‌‌‌‌ډیر پیاوړی دې او د ‌‌‌‌‌‌ډیرو درمولو جوړولو او د انسانانو د جینوم په پروژه کار روان دې.
د دی ان ای ریکومبیننت تکنالوجې دیرش کاله کیږې او په دغه علم کې یې ‌‌‌‌‌‌ډیر پرمختګ رامنځ ته 

کړ. ټولو کې دا مشکل نه جوړیږي  خو ډېر امکان یې شته چې داسې وشي بهترینه لار یې بیا د وینی ګروپ چیک کول دي، مخکې لدې نه چې نکاح وکړي که چېرې یې فکټورونه خلاف وي، نو بیا دا مشکلات مېنځ ته راوړي، چې له نکاح نه باېد منع شي که دینې ګروپونه یې مختلف وي، بیا مشکل نشته، او اولادونه ته یې هم کوم مشکل نه جوړوي.

2 COMMENTS

  1. لنډۍ او فتوا
    د ټپو/ لنډیو په باره کې ویل شوي دي چې ویونکی یې معلوم نه وي. دا خبره دومره معمول شوې چې که اوس څوک لنډۍ یا ټپه ولیکي ځان ته یې نه منسوبوي.د هرچا ترغوږ داخبره رسېدلې چې لنډۍ د ولس مال دی او له همدغه ځایه رازېږي.
    د ټپو په هکله دا خبره هم مشهوره ده چې ایجاد یې ښځو کړی؛ځکه په لنډیو کې تر هرې بلې موضوع ښځینه محرومیتونه په جوش کې دي،دا ټپې یې ښې بیلګې دي:
    یو کال به نور هم درته کینم
    زیارت خو نه یم چې جنډې به دې ساتمه

    د بادشاهۍ لارې چلېږي
    دا ستا له ړنګه لوریه هیڅوک نه راځینه

    کره کتونکي وایي ښه شعر هغه دی چې دخپل وخت له انساني او ټولنیزو تجربو متاثره وي. داخبره ډېره پرځای او سمه بريښي.د امیر کروړ شعر، دښکارندوی غوري او فلاني ؟ قصیدې د خپل وخت شهکار یادیدل خو اوس یې څوک لوستو ته زړه نه ښه کوي،د ادب د برخې استاذ یې د ضرورت او محصل یې دمجبوریت پراساس که لولي دابېله کیسه ده.ټپه هغه ژانر دی چې تل یی له خپل محیط رنګ اخیستی اود بنیادمو نفسي تجارب یی ښه راڅرګند کړي دي.په هیواد کې وروستیو ناخوالو ته په پام د ادب په هر ژانر کې جګړه غندل شوې،خو لنډیو کې د موجوده جګړه ییز ماحول اروایي ستونزو ته هم پوره دقت شوی دی . دا کار تقریبا په شعوري توګه شوی دی،که څه هم دفتواوو ورکول د دین پورې تړلو علماؤ کې د یوې خاصې طبقې کار دی؛خو ځایي خلک له جنګه دومره ستړي شوي دي چې نور یې مفتیانو ته غوږ نیول له وسه وتلي دي، نیغه په نیغه د وخت ظالم او قاتل ته وایي چې:

    زما په حق کافره یاره
    دبزرګۍ کیسې دې اورم وخاندمه

    ځینو معشوقو له خپلو میینانو سره د سپینې خولۍ او سپینو جامو په وسیله مکر کړی،خپل عشق یې پټ ساتلی یا یې هم جوتولو ته زړه نه دی ښه کړی.میینه یې چې خبره شوې رسا یې ورته ویلي دي:

    د محبت په فن خبر جانانه
    سپینه خولۍ دې په ریا حسابومه

    په هیواد کې شاوخوا نیمې پیړۍ جګړې ستر بشري ناورین رامنځته کړ،افغانانو خپلې مېنې پرېښودې مهاجر شول، ځوانانو له هغه او دغه ځایه مسافرۍ ته ملاوې وتړلې. دوی به ویل که مو جنګ ونه وژني غریبي به مو ووژني.پښتانه په پردیو هیوادونو کې په سختو کارونو مصروف وو، دوی مجبوراً خپلې معشوقې او میرمنې په خدای سپارلې.پښتنې اصیلې پېغلې خپل میین ته د وفادارۍ ټینګ هوډ ښودلی،که کوم بل چا ورته اشارتاً څه تمایل ښودلی، دې ورغبرګه کړېده چې:

    مخ ته مې مه ګوره کافر شوې
    زه مسافر جانان په خدای سپارلې یمه

    #احسان_فراز
    ۱۶/۷/۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب