جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنوی تکنالوژی، مصنوعی غوښې او دوه نړیوال بحرانونه

نوی تکنالوژی، مصنوعی غوښې او دوه نړیوال بحرانونه

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

      د روان ۲۰۱۳ کال د اکسټ په ۵ نیټه د لندن په یوه فلمي سټډیو کې د نړۍ رسنیو لکه BBC, The Guarian, New Yark Times, Bild, Reuters  او نورو وښودله چې یوه هالینډی پوهاند Mark Post  او دوو تنو همکارانو یی په ګډه په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې څخه د پوخ کړي برګر یوه یوه ټوټه وخوړله .  دا غوښه د حیواناتو له کوم فارم یا د کوم قصاب له دوکانه تر لاسه شوی نده بلکې قصاب یی یو پیاوړی پوهاند او فارم یی په پرمختللې تکنالوژي سمبال لابراتوار دی، ځکه نو په دې اړه په رسنیو کې هرچیری خبرونه خپاره شول .

په ډنمارک هم کې د نورو رسنیو ترڅنګ د POLITIKEN (سیاست) په نامه ډیرې مشهورې ورځپاڼې د اګسټ په ۶ نیټه او  Ingeniøren (انجینر) نومی اونیزی د اګسټ په ۱۶ نیټه په همدی اړوند لیکنی درلودی . داچی اکثرو لوستونکو ته خبره نوی او تر ډیره حده په زړه پوری ده ، غواړم د دواړو رسنیو متن په لاندی کرښو کې پښتو ژبی ته را لنډ کړم :

      . . . . . . په لابراتوار کې د خوړلو وړ ددغی وړی ټوټی غوښی تر لاسه کول ، دا په حقیقت کې د دوو نړیوالو ( ګلوبال ) بحرانونو د حل په لار کې یوستر مرسته کوونکې ګام دی . یو یی د اقلیم بحران دی چی بشر ته یی لوی تشویش پیدا کړی او بل یی ورځ تر بلی د خوراکی توکو د کمښت بحران دی چی نړیوال یی باید د حل لاره ومومی . دا ځکه : د ملګرو ملتونو د خوراکی توکو او کرهڼی اداری ( FAO ) د څیړنو له مخی د خوراکی توکو په لړ کې دا مهال یوازی د غوښو دودیز تولید ددی لامل ګرځی چی هواته د خارجیدونکی ټول کاربن ډای اوکسایډ په سلو کې د ۱۸٪ برخی مسئولیت پرغاړه واخلی . دا مقدار کاربن ترهغه زیات دی چی په نړیواله کچه د ترانسپورټی صنایعو دلاری هواته خوشی کېږی . د بیلګی په توګه که یو د منځنۍ کچی موټر ۲۹۰۰ کیلومتره وګرځی ، دومره کاربن هواته ورکوی لکه په فارم کې د یوه عادی امریکای سړی دپاره د یوه کال د اړتیا وړ غوښو د تولید څخه چی هواته ورکول کېږی . که دغه غوښه په لابراتوار کې جوړه شی ، ښکاره خبره ده چی اړونده پروسه به یی  په ډیر کمه اندازه کاربن هواته ورکړی او ددی لاری به د اقلیم د بحران دحل سره لویه مرسته وشی .

        ددی کار مرسته همدارنګه د خوراکی توکو د کمښت په بحران کې د پام وړ ده . د م.م. د وړاندوینی له مخی به په نړۍ کې د وګړو شمیر تر ۲۰۵۰ کال پوری نه میلیارډ تنو ته جګ شی چی دا ټول و خوراکی توکو ته اړتیا لری . همدا راز ددغو وګړو ډیره برخه به په اسیا ، جنوبی امریکا او افریکا کې و منځنۍ طبقی ( کلاس ) ته راواړی یانی ژوند به یی ښه والی ومومی او دخوراکی شیانو د رانیولو توان به یی زیات شی . د م.م. د محاسبی سره سم به په راتلونکو ۴۰ کالو کې د خلګو تقاضا د اوس په پرتله تر ۴۰٪ جګه ولاړه شی . که د خوراکی توکو تولید په نننی دودیز ډول مخته ولاړشی ، دلوړی تقاضا پوره کول به ډیر مشکل کار وی .

      په دې اړوند دهالینډ د ماستریخت پوهنتون نوموړی پوهاند Mark Post   وایی : « ښایی ډیر لږ خلګ به پدی باندی خبر وی چی د غوښو د تولید کچه همدا اوس خپل اعظمی حد ته رسیدلی او په لوړه کچه یی د لا زیاتولو امکان کم دی ، ځکه نو باید فکر وکړو او یوه بله لاره ولټوو » .

      د غوښو د اوسنی دودیز تولید په تړاو لاندی ارقام هم د پام وړ دی :

الف ـ د ځمکې په وچه کې دهغی برخی څخه چی د یخنۍ نه خلاصه ده ، ۲۶٪ کې یی د حیواناتو د پاره ورشوګانو ( علفچرونو ) او وښو د لاسته راوړلو په موخه کارول کېږی .

ب ـ د نړۍ د کرهڼی وړ ټولی ځمکې نژدی دریمه برخه د خوراکی موادو د تولید د پاره کاریږی .

ج ـ په ټولیز ډول د ځمکې دمخ د کرهڼی وړ خاوری ۷۰٪ او د ځمکې د ټولی سطحی ۳۰٪ برخه د حیواناتو د پاره کارول کېږی .

د ـ دغه حیوانات د ټول کاربن ډای اوکسایډ ۱۸٪ برخه هواته خوشی کوی او چابیریال ککړ کوی .

ه ـ همدغه د غوښو د دودیز تولید صنایع په نړۍ کې د استعمال وړ ټولو اوبو ۸٪ کې کاروی .

و ـ حیوانی فارمونه په لوی احتمال سره په نړۍ کې د اوبو د ککړتیا ترټولو لوی لامل ګڼل شویدی .

     د همدغو دوو موضوعګانو ( بحرانونو ) د اهمیت له مخی وه چی د ګوګل د ستر پروګرام یوه برخه وال Serggey Brin د نوموړی ورځی د لګښتونو یانی ۱،۸ میلیون ډنمارکی کرونو ( یو ډالر نژدی ۶ کرونه دی . ژباړ ) لویه برخه پرغاړه د مرسته کوونکی په توګه واخیسته . پدی توګه ویلای شو چی دغه یوه ټوټه برګر د ۱،۸ میلیون کرونو په قیمت وخوړل شو .

        مصنوغی غوښه

      په امریکا او اروپا کې هراړخیز کار ته اړتیا ده چی ددی ډول مصنوعی غوښو د تولید په هکله پریکړه وشی او پدی اړوند یو ټاکلی سیټم جوړ او په کار واچول شی . په لویه پیمانه به د نوموړی غوښی د تولید د پاره د ځانګړی تائیدونکی سیسټم منځته راوستل ۴۰ کاله وخت ونیسی . اټکل کېږی چی د ۲۰۴۰ کال پوری به د نړۍ د ټولو عرضه شوو غوښو نیمه برخه په لابراتوارونو ( فابریکو ) کې تولید شی او دا به د دودیز تولید تر څنګ د اصلی غوښو د کمښت په پوره کولو کې لوی ګام وی .

       دا غوښی په لابراتوار کې د حیواناتو د عضلوی حجرو د کرلو او تکثر دلاری تر لاسه کېږی . دلته یو پرابلم شتون لری چی د حل په اړه یی فکر کېږی او کار روان دی . ددی کار میکانیزم داسی دی : د حیواناتو د عضلو څخه اړینی حجری جدا کېږی ، په ښه توګه پاکېږی او په یوه ځانګړی ظرف کې دتخمر په موخه ځای پر ځای کېږی . برسیره لدی ، ددی حجرو د تکثر دپاره اړوند مواد لکه ویټامینونه ، امینی تیزابونه ، هرمونونه ، بوره او مالګه ور اچول کېږی . د ظرف په کښتنی برخه کې حجری په یو ډول دری بعدی سیسټم کې وده کوی او عضلی ورڅخه جوړیږی . پدی ترڅ کې چی حجری وده کوی او عضلی جوړوی ، ددی دپاره چی عضلی پخپلو کې سره ونښلی باید برقی جریان ورکړل شی . پدی کار سره په غوښو کې پروتین هم منځته راځی .

3      د دی د پاره چی پروسه په لوړه کچه کار وکړی ، لومړنی بنسټیزی حجری ماتیږی او تکثر کوی . پدی توګه پروسه په بی پایه ډول دوام مومی او یو په بل پسی غوښه منځته راځی . که داسی نه وی نو دغوښو کتلوی تولید چی د تقاضا چاره ورباندی وشی ، نه تر سره کېږی . له بده مرغه چی دا کار په لوړ ډول مخته نه ځی او څیړونکی لا تر اوسه پدی نه پوهیږی چی علت یی څه دی . دا هغه پروبلم دی چی باید دحل لاره یی وموندل شی .

       ډنمارکی څیړونکی Niels Oksbjerg په دې هکله داسی وایی : « دا مهال چی موږ د لومړنیو بنسټیزو حجرو  پر یوه بی پایه تکثر او ودی باندی څیړنی کوو ، ور سره سم پر دی باندی هم فکر کوو چی د یوه بل ډول حجرو د کارولو امکان ترلاسه کړو . پدی ډول به وکړای شو  د پروبلم د حل د پاره یوه لاره پیداکړو .

       په داسی حال کې چی ټول ډنمارکی څیړونکی د مصنوعی غوښو د ښه راتلونکې په هکله په یوه خوله هیله من دی ، خو په نوره نړۍ کې خبره داسی نده ، بیلابیل څیړونکی بیلابیل نظرونه لری . د انګلستان د اکسفورد پوهنتون د یوه ګروپ څیړونکو د تحلیل له مخی د مصنوعی غوښو کښت به چاپیریال ته د اوس په پرتله د خارجیدونکی ګاز کچه ۹۶٪ لږ کړی او د انرژی مصرف به یی تر دودیزی غوښی د ۷٪  څخه تر ۴۵٪ پوری کم وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب