یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځ د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په کلیو کې اغزن سیم تېر...

پاکستاني پوځ د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په کلیو کې اغزن سیم تېر کړی

تاند (یک شنبه، د اسد ۱۹) پاکستاني پوځ لا هم خپل غیر قانوني اقدامات نه دي درولي او په دوام یې تازه د ناړۍ ولسوالۍ د ځینوکلیو په منځ کې اغزن سیم تېرکړی دی.

د ناړۍ ځايي اوسېدونکي وایي، چې پاکستان تر دې وړاندې پرځینو سیمو د پاکستانیو ځواکونو د راکېټي بریدونو له امله ډيری خلک سیمې پرېښودلې.

دوی زیاتوي، چې پاکستاني حکومت د خلکو له وتلو وروسته د دوی د کلیو په منځ کې اغزن سیم تېر کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې پاکستانی پوځ ځان د کونړ سیند غاړې ته رسوي او په څنډه یې اغزن سیم تېروي.

بل لورته تر اوسه افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان په دې وروستیو کې غیر قانوني تحرکات  هېواد په یو شمیر ولایتونو کې پيل کړي او په ځینو ځایونو کې له افغان پوځ سره نښتې هم کړي دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسیدونکو هم له بریدونو شکایت کړی وو او ویلي وو، چې  په مرغې سیمه کې له څو ورځې راهیسې پاکستاني ځواکونو راکېټي بریدونه کړي دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%be%da%a9%d8%aa%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d9%85%d9%84-%d9%88%d9%84%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب