یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېاقتصادد سیندونو انجینیري | ژباړن: محمدتمیم تکل

د سیندونو انجینیري | ژباړن: محمدتمیم تکل

سیندونه او د تنظیم لارې چارې يې 

 د سیندونو په هکله عمومي مالومات.

د سطحي اوبو طبیعي لوری د سیند په نامه ياديږي، سیند د بشري ټولنو په ژوند او د تمدنونو په وده کې خورا رغنده رول لوبولی دی.له یوې سیمې څخه بلې ته د خاورو،تیږو لېږد په معمول ډول د سیند په وسیله ترسره کيږي،سربېره پر دې چې سیندونه د ترانسپورتي آسانتیاو څخه دي د کرنیزو ځمکو،د برېښنا د رامنځ ته کولو،د تفریحي سیمو د رامنځ ته کولو  او د اضافي موادو د لېږدونکي په صفت هم پېژندل شوي دي.

که چېرته سیندونه په مستقیم ډول حرکت وکړي او د لارې په اوږدو کې يې د دواړو غاړو ساحلونه کلک او ثابت پاتې شي نو هېڅ ډول ستونزه به جوړه نه کړي،که نه په نورو لورو کې يې جریان څه نا څه ستونزه زیږوي. دغه ستونزې د سېلاوونو له راتګ، د لورو له بدلون،د ساحلونو او تلونو له مينځلو،د کورونو،سړکونو او پلونو د تخریب له امله رامنځ ته کېږي.

هغه علم چې د سیند د پلان د مسیر په اوږدو کې،هندسي مشخصات، مسیر ته د عرضي مقاطعو، او د سیند د اوږد والي د پروفایل په اړه مطالعه او څېړنه کوي د سیند د مارفولوژي په نامه يادېږي.مارفولوژیکي بدلونونه د طبیعي هغو په پایله کې رامنځ ته کېږي.پر مارفولوژیکي بدلونونو سربېره د انسانانو فعالیتونه هم د سیندونو په مخنیوي او شکل اړولو کې رغنده رول لرلی شي.

د سیندونو ډلبندي – Classification of Rivers

سیندونه د بېلابېلو مشخصاتو په لرلو سره په لاندې ډول وېشل کېږي:

a – د جریان د اندازو د بدلون له مخې

  • دایمي سیندونه Perennial rivers. هغه سیندونه دي چې د کال په ټولو برخو کې اوبه پکې جریان ولري، د دغو سیندونو سرچینې هغه واورې وي چې د کال په اوږدو کې ويلي کيږي او په څنګ کې يې د باران له اوبو څخه هم سرچینه اخلي، په هېواد کې موږ د کنړ سیند یادولی شو چې همدا ځانګړنې لري.
  • غیر ثابت سیندونه Non-perennial rivers . هغه سیندونه دي چې یوازې د اورښت په موسمونه کې اوبه لري او د سرچینو لپاره واوره او یخچال و نه لري،په دوبي کې يې اوبه يا په ټولیز ډول وچې وي او یا هم ډېرې لږې وي.
  • لږ فعال سیندونه Flashy rivers . هغه سیندونه دي چې یوازې د شدیدو اورښتونو  په ورځو کې اوبه لري او د کال په نورو برخو کې وچ وي او یا هم ډېرې لږې اوبه ولري.
  • نارش سیندونه Virgin rivers. هغه سیندونه دي چې له وچو سیمو څخه تېرېږي او اوبه یې د ځمکې د جذب په پایله کې ټولې د لارې په اوږدو کې وچېږي.

b – د لوري د ثبات له مخې.

  • ثابت سیندونه Stable Rivers. هغه سیندونه دي چې د جریان لوری،د جریان هایدرولیکي او هایدرولوژیکي رژيمونه یې نسبتا ثابت وي او په کال کې ډېر لږ توپیر پکې راشي. (1 -1 ) انځور ليدل کېږي.

( 1- 1) انځور. په سېلابي حالت کې د سیند د عرضي مقطې بڼه او شکل

  • ډک سیندونه/ پورته تلونکي Aggrading rivers، هر کله چې په سیندونو کې د جاري موادو د لېږد ظرفیت او وړتیا نه وي نو همدا مواد د وخت په تېرېدو سره د سیند تلې ته ور ښکته کېږي او کرار کرار د سیند تلی راپورته کوي او ډکوي.هر هغه وخت چې د سیند په مسیر او لوري کې میل لږ شي او یا بندونه د سیند په مسیر کې جوړ شي نو په دې وخت کې د سیند د تلې د ډکېدو امکان ډېرېږي.په هغو سیمو کې چې ډکې شوې وي او يا ورته نږدې وي هلته د سیند جریان مستقیم وي خو په څانګو وېشل شوی وي.
  • ښکته تلونکي سیندونه Degrading rivers. هر کله چې په سیند کې د جاري موادو اندازه د سیند تر ظرفیت ښکته او لږ وي په دې صورت کې د سیند لاندې خاورې مينځل کېږي او د تلې سطحه يې هم ټيټېږي.

c – د سیند د موقعیت د سیمې د شرایطو له مخې

  • غرنیز سیندونه Mountainous rivers: هغه سیندونه دي چې جریان يې ډېر تېز وي او طولي میل یې هم توند وي. د جیومارفولوژیکي جوړښت له مخې غرنیز سیندونه په خپله له یو بله پېژندل کېږي،یانې توپیر یې ترمنځ کېږي، د ساري په توګه: په ځینو سیندونو کې لويې ډبرې د اوبو په وسیله لېږديږي،په داسې حال کې چې ځینې سیندونه له ګاګرو او تيږو له منځه تېرېږي چې له ځان سره واړه مواد هم لېږدولی شي چې لوري يې ثابت او مستقیم وي. د غرنیزو سیندونو آبریزې حوزې د انګور د پاڼې يا پنجه چنار د پاڼې په بڼه ليدل کېږي.

د غرنیزو سیندونو تلي د لویو ډبرو،منځنیو ډبرو،کوچنیو ډبرو،جغلونو او ریګونو څخه جوړ شوي وي، چې د دغو موادونو فیصدي د سیند په مارفولوژيکي مينځلو کې مهم رول لرلی شي.

  • هوار سیندونه Rivers in Flood Plains. کله چې سیندونه له غرو او رغو څخه تېريږي هوارو او ويړو سیمو ته رسیږي،دا چې په هوارو سیمو کې بېلابېلې خاورې شتون لري هوار سیندونه دلته ساحلونه او تلي مينځي.او کله چې نوموړي سیندونه سېلابي کېږي یوه لویه سیمه لاندې کوي. ( 1 – 1) انځور د سیند اعظمي مقطع د سیلابي کېدو پر مهال ښيي.
  • مصب لرونکي سیندونه Tidal rivers. هغه سیندونه دي چې په پای کې جهیلونو، او یا لویو سیندونه ته رسیږي.چېرته چې سیند پر بحیرو،جهیلونو او نورو سیندونو واوړي د دلتا او یا مصب په نامه یاديږي،د سیندونو او جهیلونو اوبه د مد و جزر د شرایطو له امله بدلون مومي،نو هغه سیندونه چې داسې شرایط پرې اغېز کولای شي د مدو جزري Tidal rivers سیندونو په نامه يادېږي.کله چې د سیند اوبه راپورته کېږی او بیا جذر پېښېږي له مصب وروسته د دلتا مينځل رامنځ ته کېږي. او د تلي سطحه د ترسب په مخروط کې ټيټېږي،بر عکس که د سیند اوبه کمې وي او له مصب وروسته اوبه له مد سره مخې شي د دلتا سیمه بیا ځلې د لېږدېدونکو موادو په مرسته ډکېږي او پورته راځي.
  • دلتايي سیندونه Delta rivers . مخکې له دې چې سیند مصب ته ورسېږي د هوارۍ له امله يې جریان په څو څانګو وېشل کېږی،په دغه سیمه کې د سیند تخریبي او ترميمي دواړه فعالیتونه شتون لري. او هغه سیندونه چې داسې بدلونونه ولري د دلتايي سیندونو په نامه يادېږي.

d – په لوېدلي پلان کې د سیندونو د شکل له مخې

  • مستقیم سیندونه Straight rivers. مستقیم سیندونه په عملي سیمو کې ډېر لږ ليدل کېږي نو له همدې امله دا تقریبي معیار منل شوی که چېرته دغه سیند د خپل سور په پرتله لس برابره مسیر طی کړ نو مستقیم سیند به ورته ویل کېږي، د سیند اوږدوالی او سور د اعظمي جریان پر مهال د اندازه کولو وړ وي،په مستقیمو سیندونو کې د اوبو ژوروالی د طولي محور تر شا موقعیت لري.
  • کږلیچ لرونکي سیندونه .Meandered rivers هغه سیندونه چې د دوراني فعالیتونو له امله په ډېرو لږو واټنونو کې خپل لوري بدلوي رابدلوي  او د یوې څپې بڼه خپلوي د ګولایي لرونکي/کږلیچ لرونکي سیند په نامه یاديږي.په بل عبارت ؛ که چېرته د بېلابېلو عواملو له مخې د سیندونو لوری په پرله پسې ډول بدل شي د ګولايي لرونکي سیند په نامه یادېږي چې دلته د سیند جریان د بېلابېلو خاورو له منځه تېرېږي، په ګولاي ګانو کې د ساحلونو له جملې څخه یو  يې ژور او مقعر وي او مقابل ساحل یې راوتلی او محدب وي.د مقعر ساحل خاورې د اوبو د جریان له امله مينځل کېږي او بیا محدب ساحل ته ور کېوځي چې په دې ډول مقعر ساحل نور هم مقعر کيږي او محدب نور هم محدب شکل اختیاروي.

ګولايي ګانو سره د سیند اوږدوالی ډېرېږي او طولي میل راکموي،پرله پسې ګولايي ګانې د یوې مستقیمې برخې په مرسته يو له بل سره يو ځای کېږي چې د تبديلې سیمې په نامه یادیږي، د ګولايي لرونکو سیندونو په منځ کې شته عناصر او هندسي اجزا په (2 – 1 ) انځور کې ښودل شوي دي، او همدا راز د بایوک Büyük د سیند بشپړ پلان چې په ترکيې هېواد کې موقعیت لري د ډېرو ګولایي ګانو او ګږليچونو د لرلو له امله په نړۍ کې لومړی مقام لري هم په کې لیدل کېږي.

( 2 – 1 ) انځور، د  ګولايي لرونکو سیندونو هندسي او جوړونکي عناصر په انځور کې:

a – د ګولايي لرونکي سیند د مسیر هندسي عناصر؛ b – د لېږدېدونکو موادو د ترسب او مينځلو سیمې؛ c – د سیند لوېدلی پلان بایوک Büyük په ترکيې هېواد کې

  • ټاپو لرونکي سیندونه Braided river ، هر کله چې سیندونه په الویالي خاورو کې جریان ولري په ځينو حالاتو کې په ځانګړي ډول د اوبو د کمښت په وخت کې.د منځني کمښت يا ټولیز کمښت پر مهال ځینې سیندونه چینلونو باندې وېشل کېږي،د اوبو د چینلونو ترمنځ سیمه د منځنیو ټاپو ګانو په بڼه ظاهريږي چې داسې سیندونو ته ټاپو لرونکي سیندونه وايه شي. د دغو سیندونو د رامنځ ته کېدو اساسي لامل دا دی چې د اوبو د ډېروالي پرمهال لويه دانه لرونکي مواد په یوه سیمه کې ترسب کوي چې اوبه نه شي کولای نور راتلونکي مواد ولېږدوي.د دغو موادو به خالیګاو کې د کوچنیو موادو ځینې برخې هم ځای پر ځای کېږي  او لوی تراکم رامنځ ته کوي چې وروسته وروسته جزیرې ترې جوړې شي.

( 3 – 1 ) انځور. د ټاپويي سیندونو لوېدلی پلان

د سیندونو اغېزې Behavior of Rivers 

دا چې سیندونو پر خپلو اطرافو(تلی،ساحلونه،د ساحلونو څوکې) څنګه او څه ډول اغېز کوي د اوبو او لېږدېدونکو موادو د مخلوط او محلول ځانګړنو پورې تړاو لري. چې د سیندونو جریانونه هغه ځان سره لېږدوي،د جریان د شدت او ځواک له امله  د دانو او تلې د خاورو تر منځ د سرېښېدو او اصطکاک قوت له منځه ځي او همدا رانګه د جریان د لزجیت قوت د خاورې دانې په حرکت راولي او دا حرکت تر هغو پورې دوام کوي چې د اوبو د جریان قوت او مقاومت د قوې ترمنځ تعادل راشي،څو چې دا تعادل رامنځ ته کیږي د سیندونو تل او ساحلونه مينځل کېږي ، د سیند دمسیر په شکل، ابعادو او موقعیت کې د مینځل شویو خاورو له حجم سره په مناسبت کې بدلونونه رامنځ ته کېدای شي. که د انسانانو د فعالیتونو له امله د سیند په هندسي ابعادو کې بدلون راځي او یا د طبیعي بدلونونو له امله د اوبو د جریان په اندازه کې توپیر راځي دا ټول د تعادل رامنځ ته کېدو او مینځلو ته نوي شرایط برابروي.د مينځلو عملیه کېدای شي د سیندونو په يوې خاصه سیمه کې هم ترسره شي او يا په يوه اوږد ځای کې چې د سیند په اوږدو کې موقعیت ولري.

په سیندونو کې اوبه د انتقالي حرکت سربېره دوراني حرکت هم کوي،په دوراني حرکت کې د سیند د تلې سربېره ساحلونه هم مينځل کېږي او د سیندونو لوري بدلوي،هغو ځایونو کې چې د سیند میل لږ وي مينځل شوې خاورې بياځلې د جریان له ترکیبه ښکته کېږي او د سیند تل او ساحلونه ډکوي.

د ساحلونو او تلې د مينځلو عملیه،د سیندونو د مقاطعو د هندسي ابعادو بدلون،د حرکت د لوري بدلون،د تلې د سطحې بدلون او د ساحلونو د د موقعیت بدلون په عرضي قطعه کې او بیا د سیند له جریان څخه د خاورو بېرته ښکته کېناستل ټول د سیندونو د اغېزو Behavior of Rivers په نامه يادېږي.

ګولايي ګانې Bends

د سیندونو په اوږدو کې د محور له مخې عرضي مقاطع اکثرا غیر متناظر وي،همدا راز د سیندونو د تلې سطحه په عرضي مقاطعو کې افقي نه دي او يوه لوري ته رېبنده(مایل) وي، د تلې د سطحې میلان د عدم تناظر په عرضي مقطع کې عمودي او افقي لورو ته د اوبو د سرعت ډیاګرام غیر منظم کوي.نو ځکه د مينځلو عمیله هم د هر یوه ساحل سره څېرمه جلا وي،په دې مانا چې په یوه ساحل کې چې هر څومره د جریان د سرعت قیمت لوړ وي تر نورو ساحلونو ډېر مينځل کېږي او بدلون مومي.د دغه حالت دوام کېدای شي همدا یو ساحل لا نور هم ومينځي چې په دې ډول به کرار کرار د يوې کندې بڼه خپله کړي.که چېرته دغه ساحل د کندې بڼه خپله کړي د سیند مسیر هم له مستقیم شکل څخه منخني الخط(ليندۍ ډوله) ته اوړي او د مرکز د  تېښتې د قوتونو او عرضي دوران منځ ته راتګ ته زمینه برابروي، د مقعر ساحل سره نږدې د سیند ژوروالی هم ډېریږي ؛ خو په مقابل لوري کې دا ژوروالی یا په خپل حال پاتې کېږي او یا د لېږدېدونکو موادو د راښکته کېدو له امله لږ راټيېږي، د مرکز د تېښتې قوتونه او عرضي دوران دواړه د یوه ساحل د ژر تر ژره مينځل کېدو سرعت ډېروي او په دې ډول د سیند په اوږدو کې ګولايي يا پېچومي رامنځ ته کېږي. ( 4 – 1 ) انځور لېدل کېږي.

( 4- 1) انځور. د اوبو حرکت په ګولايي ګانو یا پېچومو کې.

د سیندونو په اوږدو کې کږې وږې لارې Meanders in River direction  

په سیند کې د اوبو د غیر منظم سرعت او حرکت ډېر تکرار کولای شي بیاځلې ګولايي ګانې او پېچومي رامنځ ته کړي او په څو څو ځایونو کې ګولايي ګانې کولای شي د سیند د مسیر راتاوېدولو ته زمینه برابره کړي.د ګولايي ګانو هندسي پارامټرونه به يا ټول یو شان وي یا به توپیر لري.نو ځکه په ډېرو لږو واټنونو کې په پرله پسې توګه ګولايي ګانې منځ ته راځي؛ څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، دا کار به هم عرضي او هم طولي لورو ته مقعر ساحلونه لا هم ژور کړي او محدب به لا محدب کړي. (4 – 1) انځور ليدل کېږي. د ګولايي ګانو د انحنا شعاوې او شمېر ثابت نه پاتې کېږي، د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي.ځینې وختونه داسې هم کېږي چې د سیند په اوږدو کې مقعر ساحلونه لا هم ژور شي او د کږو وږو لارو د ایستلو پر ځای ځانته جلا میسر او لوری اختیار کړي. ( د c   او b شکلونه ، 4 -1 انځور وکتل شي)، په ( b 4 -1) انځور کې محدب اومقعر دواړه ساحلونه پرمختګ کوي او نعل ته ورته يوه ګولايې رامنځ ته کوي. په (c 4 -1) انځور کې د D –B او G – E د نقطو ترمنځ د مستقیم خط د واټن د کمېدو په نتیجه کې سیند مخکينی مسیر پرېږدي او نوی مسیر A-B-D-E-G-M اختیاروي.

( 4 -1 ) انځور. ګولايي ګانې او بُعدي اغېزې يې د هغو د ډېر پرمختګ په پایله کې. په انځور کې:

a –  د پيچومو د رامنځ ته کېدو مراحل ؛ b –  د پېچومو د انکشاف دویمه مرحله ؛ c – د پېچومو لرونکی مسیر مستقیم مسیر ته اړول.

د سیندونو پېچومي په يوه يا دوه نقطو کې لویو الیویالي سیمو ته چې په آسانۍ سره ومينځل شي رسيږي. په کومو حالتونو کې چې سیند د خاورو له منځه تېرېږي د ګولايي ګانو ترمنځ مشخص سرحدونه د بدلېدو په حال کې وي.

تر دې دمه ډېرې هڅې شوي دي څو د پېچومو( Meanders )  د تشکیل میخانیک او منځ ته راتګ په علمي بڼه توضیح شي. د ټولو څېړنو پایلې اوس هم د پوهانو د قناعت وړ نه دي او دوی خپل منځ کې پرې اختلاف لري.

دغه د سیندونو پېچومي به يا منظم او يا غیر منظم وي او یا به د بسیط او مرکب په بڼه وي. که چېرته د انحناګانو شعاوې او د بېلابېلو ګولايي ګانو فریکونسۍ او امپليتودونه د سیند په مسیر کې په تقریبي ډول سره مساوي وي دا ډول سیندونه د بسیطو پېچومو لرونکی سیند بولي. او که چېرته د داخلېدو زاویې،د انحناګانو شعاوې، او د بېلابېلو ګولايي ګانو فریکونسۍ او امپلیتودونه د سیند په مسیر کې یو له بل سره مساوي او ورته نه وي دا ډول سیند ته د مرکبو پېچومو لرونکی سیند وایه شي. په ( a 4 -1 ) انځور کې منظم پېچومي؛ په ( c  او b 4 -1 ) انځورونو کې غیر منظم پېچومي ښودل شوي دي.

د سیندونو د پېچومو د هندسي مشخصاتو لپاره بېلابېلې لارې چارې په کار اچول کېږي چې يوه پکې د روسي عالم شولڅ (Shultz) طریقه ده. چې د سیند د پېچومو د شته والي له امله د مسیر د شکستګۍ ضریب د استفادې وړ ګرځي.د شکستګۍ ضریب مساوي کېږي له: د ټول سیند د اوږدوالي( د سیند د طولي محور په امتداد حقیقي فاصله L1 ) نسبت د هماغې سیند پر مستقیم اوږدوالي ( د سیند د پیل او پای ترمنځ مستقیمه فاصله L2   ) چې په β سره ښودل کېږي:

بله طریقه د هندي انجينير(Joglekar )له خوا وړاندې شوې ده چې د پېچومو(پېچ و خم) د ټاکنې مشخصه يې د انحراف( Coefficient of Tortuosity )  د ضریب په واسطه په لاندې ډول افاده کړې ده:

( 2 – 1) ………….

د ( 5 – 1 ) انځور. د پېچومو منځ ته راتګ د لویو سیندونو د عمومي بستر په د ننه کې

که چېرته لوی سیندونه د کال په اوږدو کې د اعظمي او اصغري جریانونو توپیر ډېر ولري نو په دې حالت کې به د هغو د بستر ډېره برخه وچه شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې اوبه کمې شوي وي،هغه لږه اندازه اوبه چې پکې جریان لري په خپل وار واړه او کوچني پېچومي رامنځ ته کوي،دغه فرعي ګولايي لرونکي چينلونه کولی شي ان په راتلونکي کال کې چې اوبه زیاتې هم وي خپل حالت وساتي،دغه مسیر به د کلونو په تېرېدو هم لا نور ژور،استواره او دوامدار شي. خو د یو لړ نا سنجول شويو حرکتي رژيمونو د بدلونونو په پایله کې به هماغه( C  او B 4 -1 ) حالت مخ شي.یوازې يې توپیر دا دی چې دا ځلې د ګولايي ګانو تشکیل د اوبو د پرېمانۍ پرمهال پېښ شوی دی ، د دغو بدلونونو عناصر په ( 5 -1 ) انځور کې ښودل شوي دي.ياد شوي بدلونونه د کنړ،کندوز،هلمند او هريرود په سیندونو کې لیدلی شو.

۶ -۱. د الویالي سیندونو د مسیرونو څنګزن (جانبي) بدلونونه Lateral Migration of Alluvial Rivers  

هغه سیندونه چې په رېګونو او میده دانه لرونکو خاورو کې جریان لري د وخت په تېرېدو سره به په څو يا لسګونو کلونو کې د يوه موازي ساحل لوري ته په خپل اصلي جریان حرکت وکړي، او یا يو طرف ته ور روانېږي. د ساري په توګه؛ د دغه ډول ښويېدنو مثالونه د آمو په سیند کې ډېر لیدلی شو.

دا چې ولې د سیندونو د لورو او څنګونو څخه اوبه راپورته کېږي او تېری کوي مهم او عمده لاملونه يې دا دي:

1 – سیندونه د هغه ساحل لوري ته ور ښويېږي او روانيږي چې په څنګ کې يې د فرعي مسیرونو اوږدوالي اعظمي وي.

2 – سیند هغه ساحل ته ور ښويېږي چې له هغه څخه ورته ډېرې اوبه را د ننه کېږي.

3 – سیندونه د هغو ساحلونو طرف ته ور ځغلي چې ډېره اندازه لېږدېدونکي مواد يې تر څنګ حرکت وکړي.

4 – سیندونه د هغو ساحلونو طرف ته ور ځغلي او ښويېږي چې لورو ته یې کمزورې خاورې پرتې وي.

5 – سیندونه د هغو ساحلونو لوري ته ورښويېږي او ځغلي چې د جیولوجيک له مخې يې مواد ډېر سست او کمزوري وي،یانې مواد يې خام او اومه  وي.

 د سیندونو د تلې راپورته کېدل Aggradations  

هر کله چې د لېږدېدونکو موادو وزن او حجم د هغه د لېږد په پرتله زیات وي،نوموړي مواد د اوبو له ترکیبه راښکته کېږي او د سیند تلې ته ور رسېږي چې بیا يې په تدریجي ډول ډکوي او پورته کوي، د دغو موادو ښکته کېناستل تر هغې پورې دوام کوي چې د اوبو په حجمي واحد کې د مينځلو او ترسب ترمنځ تعادل رامنځ ته شي او د سیند د تلې راپورته کېدل به تر هغې دوام وکړي چې د سیند د مقطع هندسي شرایط او هایدرولیکي پارامټرونه خپل جریان ثابت وساتي. 

دغه راز د تلې راپورته کېدل Aggradations  په بندونو کې د ذخیرې د کاسو د ایجاد له امله هم لیدل کیږي،ځکه چې د کاسو له ایجاد سره د اوبو جریان کمېږي  او د اوبو د لېږد ځواک او قوت هم راټيټېږي.په دې صورت کې چې څومره د لېږدېدونکو موادو دانې لويې وي هومره به له بند څخه لرې ښکته کينې او وړې دانې به بند سره نږدې ښکته کېږي او ترسب به کوي.

د سیند د تلې لاندې کېدل( ښکته تلل) Degradation   

کله چې د لېږدېدونکو موادو ځانګړی حجم له ټاکل شوې او مناسبې اندازې څخه لږ وي،د اوبو جریان به دا خلا داسې ډکه کړي چې د موادو سره یوځای د سیند د تلې خاوره هم پورته کوي او ځان سره به يې لېږدوي په دې ځای کې يو ځل بیا د دې خبرې یادونه ضرور ده چې دا کار د لېږدېدونکو موادو او د جریان د لېږد د قدرت تر منځ په تعادل راتلو سره سمېږي،هغه داسې چې د بندونو په لاندې برخه کې چې صافې او رڼې اوبه لېږدوي د لېږدېدونکو موادو د لېږد قوت پکې ډېر دی نو ځکه خو د سیند او بند لاندینۍ برخه ډېره مينځل کېږي او لاندې ځي او ښکته کېدنه Degradation   پکې رامنځ ته کیږي،په سیند کې د موادو د لېږد عمده او مهم عامل سرعت او تېزوالی دی، بنا: که چېرته د جریان سرعت ډېر شي ( د ترسب او مينځلو له تعادل پرته) نو د سیند د لاندینۍ برخې د ښکته تلو او مينځلو لپاره نوي شرایط رامنځ ته کېدای شي.

د سیندونو د تنظیم اساسي موخې Objectives of River Training

هغه تدابیر چې د سیندونو د اوبو د جریان او مسیر لپاره په پام کې نيول کې او پر لاره اچول کېږي د سیندونو د تنظیم په نامه يادېږي، په همدې اساس هغه ودانۍ چې د سیندونو په بېلابېلو سیمو کې،له بېلابېلو موادونو څخه،په بېلابېلو بڼو او شکلونو سره جوړېږي د تنظیموونکو ودانيو په نامه یادېدای شي او هغه یو یا څو هدفونه چې د سیندونو د تنظیم په پایله کې ترلاسه کېږي د سیندونو د تنظیم د اهدافو Objectives of River Training په نامه يادېږي.

هغه اهداف چې د سیندونو د تنظیم په پایله کې باید ترلاسه شي په لاندې ډول دي:

د سېلاوونو له تخریبي ځواک سره مقابله Flood Protection 

د سېلاوونو په نتیجه کې د انسانانو ژوند له خطرونو سره مخ کېږي،کورونه يې ویجاړيږي،مالونه یې له منځه ځې او ان مړه کېږي، احصاییه ښيي چې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې ورته پېښې ترسترګو کېږي، د ټولو زیانونو په پرتله د انسان د ژوند خطر ډېر لوی زیان ګاڼه شي.د سیندونو له احتمالي سېلاو پېښېدلو سره باید داسې مجادله او  مقابله وشي چې د سېلاو د ټولو فریکونسیو سره سره بیا هم کرنیزې ځمکې،عامه شتمنۍ، او د انسانانو ژوند خوندي وي.د سېلاوونو پر وړاندې تدابیرونه ټول په لومړۍ ډلبندۍ کې راځي او هغه داسې چې يوه يا څو ودانۍ به جوړیږي چې د سېلاو مخه ونیسي.دا ودانۍ به لاندې بڼو او شکلونو سره وي:

1 – د سیندونو د ساحلونو ډکول،داسې چې د سېلاو پر مهال هغه راپورته کېدو ته پرېنږدي او په يوه مسیر یې حرکت کولو ته اړ کړي.

2 – د سیندونو سور ډېرول،ژورول، او د مسیر مستقیم برابرول، څو په دې ډول سیند وشي کولای د ډېرو اوبو یا جریانونو د لېږد وړتیا پیدا کړي.

3 – د اصلي مسیرونو په څنګ کې د فرعي چینلونو جوړول ،څو په دې ډول د اوبو د ډېروالي پر مهال يوه مسیر باندې ډېر فشار را نه شي او د جریان په لېږد کې له سیند سره مرسته وشي.

4 – د جریان د سېلابي اندازې په کچه د ذخیره کوونکو کاسو جوړول.

د اوبو ترانسپورټ Navigation  

په ډېرو هېوادونو کې له سیندونو څخه د سوداګرۍ او کښتۍ چلونې لپاره کار اخیستل کېږي،دا چې زموږ په هېواد کې لا تر اوسه داسې سیندونه او داسې شرایط نه شته نو دا یوه جمله به کفایت وکړي چې ووایو: هغه سیندونه چې د کښتۍ چلونې لپاره یا د ترانسپورتي پله په توګه کارول کېږي باید چې د اوږدوالي،سور او ژوروالي له مخې دې کار ته پوره تیار وي.د ترانسپورت وسایل باید په آسانۍ پکې جریان پیدا کړي او د اړتیا پر مهال د لوري د بدلولو چاره آسانه وي.

د لېږدېدونکو موادو کنټرول Sediment Control  

د لېږدېدونکو موادو د کنټرول مسأله د سیندونو لپاره ډېره مهمه ده،ځکه چې دې سره سیندونه تظیمېږي،د لېږدېدونکو موادو له کنټرول څخه موخه دا ده چې د سیندونو بستر او ساحلونه ورسره استوار وساتل شي،د مينځل شویو  حجمونو او ښکته کېناستونکو موادو تر منځ په ټولو نقاطو کې تعادل موجود وي،که وغواړو چې د لېږدېدونکو موادو د کنټرول په موخه سیند تنظیم کړو نو پکار ده چې داسې ودانۍ او بنسټونه جوړ شي چې د کندو،پېچومو او ډګيو له ایجاد څخه مخنیوی پرې وشي.

د سیندونو د جریان لارښوونه Guiding the River  Flow  

هایدروليکې ودانۍ( کانالونه، آبګیرونه،استنادي دېوالونه،پلونه او نور) تل د اوبو د جریان د مستقیم برید له ګواښ سره مخ وي نو له همدې امله د سیندونو دواړو لورو ته نور مرستندویه دېوالونه او ودانۍ جوړيږي.د دغو دېوالونو او ودانیو ترمنځ واټن دومره اندازه وي چې وشي کولای سېلاوونه، آبګیرونه او نور په خوندي ډول ترې ولېږدوي، د دغو دېوالونو بڼه داسې رغيږي چې وشي کولای د سیند اوبه د پلونو لاندې يا نورو مناسبو او اړوند سیمو ته ورسوي.

که چېرته د هایدرولیکي ودانيو د جوړولو پر مهال د امتحان لپاره د سیندونو د اوبو انحراف ته مؤقته اړتیا پېښه شي نو یاد شوي موضوعات دې هم له پامه نه غورځول کېږي.د یادولو وړ ده چې دا مؤقتي انحراف باید په داسې بڼه نه وي چې ډېر تخریبات وکړي او وروسته بیا د جوړونې چاري ځنډنۍ او ټکنۍ کړي.

د سیندونو د مسیرونو ځواکمن کول/ثابتول Stabilization of River Channel

که چېرې د سیندونو ساحلونه له کمزورو خاورو څخه جوړ شوي وي او له خطر سره مخ وي نو باید چې په داسې ډول يې مخنوی وشي چې ساحلونه ټينګ او قوي کړل شي.دغه قوي کول کېدای شي د تېږو د پوښونو، د کانګړيتي پوښونو او اوسپنیزو پوښونو په بڼه وي.کېدای شي په ځينو حالتونو کې د سیند تل هم قوي کولو او جوړولو ته اړتیا ولري.او دا هغو ځایونو کې کيږي چې د مينځلو له شدید ګواښ سره مخ وي او دوام يې ډېر خطر راپېښ کړي، د سیندونو ساحلونه داسې قوي کېږي چې دواړو لورو ته ونې کېنول شي، د سیندونو د مسیر په استوارولو کې يو مهم بحث دا دی چې مسیر باید مستقیم کړل شي.څومره چې د سیندونو مسیر وساتل شي هومره به استوار او فعال وي.

د ساحلونو په ویجاړېدو کې د تر ځمکې لاندې اوبو  پر ضد مجادله

د ځمکې لاندې اوبه کولای شي د هایدرولوجیکي او مارفولوجیکي په ځانګړو شرایطو کې د سیندونو د ساحلونو په تخریب کې ډېره رول ولوبوي، د ساري په ډول که د ( 6 – 1) انځور کې په یو ساحل کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې بند شتون ولري  او د اوبو سطحه د کال په فصلونو کې ډېر نوسانات ولري په دې وخت کې که د اوبو سطحه په سیند کې اصغري وي نو د ځمکې لاندې اوبه به د سیند لوري ته ووځي او د ساحلونو خاورې به د سیند لور ته راتويې کړي او د وخت په تېرېدو سره به سیند ښي لورې ته لوی او خور شي.نو ښکاره ده؛ که به ښي لوري ساحل کې کرنیزه ځمکه،کورونه او نور وي هغه به ټول له منځه ولاړ شي.

د ( 6 – 1 ) انځور. د ځمکې لاندې اوبو بدې اغېزې د سیندونو پر ساحلونو.

د ځمکې لاندې اوبو په وسیله د ساحلونو د تخریب دوم ډول داسې دی چې،که چېرته د سیند ښي لوري ساحل کې د دغو اوبو د تغذيې او تقويې سرچینه هم نه وي او نوموړی ساحل له نفوذ منونکو خاورو څخه رغېدلی وي،خو کله چې د اوبو د ډېروالي( د Max.  Level په بڼه) وخت شي، په خپله د سیند اوبه به دغو خاورو کې نفوذ وکړي او په دې توګه به د مؤقت وخت لپاره د ځمکې لاندې د اوبو تغذیه وشي او کچه به یې پورته شي، کله چې د سیند د اوبو جریان لږ شي، یانې کال وچ شي او اوبه لږې شي،په دې وخت کې به د ساحلونو په خاورو کې ځای پر ځای شوې او جذب شوې اوبه بېرته سیند ته راتویې شي چې په دې وخت کې به ساحلونه تخریب کړي، د آمو سیند د ساحلونو د تخریب برخو کې همدا دوه عاملونو ښکېل دي. د سیند د مسیر مستقیمول، د ساحلونو استحکام، او د سیندونو په اوږدو کې د فرعي چینلونو رامنځ ته کول هغه تدابیر دي چې کولای شي له داسې تخریباتو څخه مخنیوی وکړي.

دساحلونو استحکام  او دلته د ودانیو جوړول باید د ځينو شرایطو له مطالعه کولو وروسته ترسره شي لکه:

د ( 6 .9 – 1) د پرګراف شرایط باید وي.

هایدرولیکي، هایدرولوژيکي، جيولوژيکي او هایدرولوجیکي شرایطو او څېړنو ته لومړیتوب او اهمیت ورکړل شي. وروسته چې تحلیل او ژوره ارزونه  ټول بشپړ شول، کېدای شي د استحکام او ودانیو د جوړولو په برخه کې يو سم او مناسب تصمیم ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب