شنبه, مې 11, 2024
Homeټولنیزد ماکیاولي د ټولواک اثر په اړه | رفیق خاورین

د ماکیاولي د ټولواک اثر په اړه | رفیق خاورین

 د ایټالیايي سیاستپوه او دیپلومات د نیکولو ماکیاولي د ټولواک (The prince) کتاب د سیاست د ډګر یو شهکار او ځلانده اثر ګڼل کیږي.
دا د ماکیاولي یوه نادره او بې سارې پنځونه ګڼل کېږي.
ټولواک د سیاست پر علم یوازینی کتاب دی چې د منځنیو پیړیو په پای کې یې سیاست او د هغه څرنګوالي ته دومره متفاوت او بیل لید او کتنه درلودلې ده.
ماکیاولې د دې کتاب د لیکلو په واسطه د خپل ځان په نامه د یوه جلا سیاسي مکتب د رامنځ ته کیدو ډبره ایښې ده چې د ماکیاولیزم په نوم یادیږي.
د ماکیاولي دا اثر د رینسانس د دورې پیلامه کڼل کیږي چې وروسته یې لوی لوی سیاسي بدلونونه تر خپل تاثیر لاندې راوستي دي او یو ځای کې مې لوستي و چې د بشریت په تاریخ کې بل هیڅ کتاب هم دومره د بحث او کره کتنې لاندې نه دی راغلی.
د شلمې پیړۍ د ایتالیا لوی دیکتاتور موسولیني هغه”د سیاستمدارانو لپاره یو غټ لارښود” بللی دی.که څه هم د ماکیاولې د ټولواک د اثر په اړه بیلابیلې انګیرنې شته چې حتی ځینې کسان دا اثر د هغه خپلې خبرې او نظریات نه بولي.

ځکه د ټولواک د کتاب محتوا او نظریات د ماکیاولي د نورو کتابونو لکه خبرې اترې (Discourses on Livy) او نورو کتابونو له نظریاتو او متن سره په ټکر کې دي.
ځینې وایي چې لکه څنګه چې ماکیاولي د ټولواک په اثر کې د اخلاقي اصولو په ارزښت او اهمیت باندې پښه ایښودل او نقض کول جایز او روا بللې، همدارنګه په خپل شخصي ژوند کې هم هغو ته چندان ژمن نه ده پاتې یا په بل عبارت د ده سیاسي توصیې سیاسیونو ته د ده د ژوند او فکر د طرز ښکارندويي کوي.
په دې معنا چې ماکیاولي دا کتاب د دې لپاره لیکلی چې د خپل وخت او د حاکم نظام غوښتنه او تقاضا همدا وه. یعنې د وخت په اوښتون سره ماکیاولي خپل قلم او نظر هم اړولی او د لوستونکو له ذوق او سلیقې سره سم یې هغه څه لیکلي چې د هغو حمایت یې جلباوه.
ځینې بیا دا انګیرنې ردوي او ماکیاولي د ولسواکۍ او جمهوري نظام کلک ملاتړی ګڼي او د هغه ټولې لیکنې د همدې لارې لارښودې بولي.په هر حال د ماکیاولي ټولواک اثر د ریالیزم یا واقعیت‌پالنې د مکتب لومړنۍ خښته بلل شوی ده.

ځکه په دې کتاب کې په هغه څه باندې تمرکز او ټینګار کیږي چې په واقعیت کې پیښیږي او موږ ورسره سروکار لرو.
د دې کتاب اصلي موضوع د نظامونو د نوعیت د مطالعې او نورو مسایلو تر څنګ د ټولواک لپاره یو لړ وړاندیزونه او سپارښتنې دي چې د هغه په مټ او کارونې سره به ټولواک وتوانیږي قدرت، چې د ماکیاولي په اند د سیاست اصلي هدف دی، حفظ کړای شي.
د ماکیاولي مشهوره جمله چې وایي”پای یا موخه، تګلاره توجیه کوي” هم د همدې طرز تفکر ښکارندوی او بیانوونکې ده چې ټولواک ته اړینه نه ده چې د هدف د لاسته راوړلو په طریقه باندې زیات غور وکړي، بلکې مهمه دا ده چې  موخې ته ځان ورسوي.
یعنې ټولواک ته اړینه ده چې له فاسدو لارو ځان صالحو او نیکو هدفونو ته ورسوي نو په همدې اساس وایي چې موخه، تګلاره توجیه کوي.
د ټولواک لپاره د اخلاقي رذایلو تجویز د موخې د لاسته راوړلو لپاره هغه څه دي چې له امله یې په ماکیاولي زیاتې نیوکي شوي او هغه یې د یوه فساد‌ خوښونکي سیاستوال په توګه نړۍ ته ور ښودلی دی.
په ټولواک کتاب کې ماکیاولي څو ځایه د ځینو هغو پاچاهانو جرمونه او وینې بهونې ستایلې دي چې د ده په اند د هغوی د هوښیارتیا او ځیرکتیا استازیتوب یې کاوه.
مثلاً: یوه پاچا د یوه ښار رام کولو په پار یوه وزیر ته بشپړ واک ورکړ چې لاړ شي او په ښار کې ټیکاو تأمین کړي.
قومندان هم د زور او ځواک او خپل تدبیر څخه په استفادې ښار راموي خو په دې بیه چې د ښار ځینې لوی کسان او مشران د ده د تریخ چلند له امله له ده څخه خوابدي کیږي.
کله چې پاچا ښار ته تشریف راوړي او د دې ځای مشران را دعوت کوي نو هغوی ده ته د خپلو ستونزو او ویناوو د ویلو په اوږدو کې له حاکم قومندان څخه هم شکایت کوي، پاچا هم جګیږي د قومندان سر غوڅوي او سر یې په عامه ځای کې د څه وخت لپاره راځړوي او په دې توګه د ماکیاولي په اند نوموړي پاچا د دې غیر اخلاقي کار په کولو سره څو ګټې لاسته راوړي: اول دا چې د قومندان له وړتیا او استعداد څخه په استفادې د هغه په واسطه ښار تر خپل واک لاندې راولي، دوهم دا چې د جنګ په اوږدو کې د قوماندان پلویان، قدرت، تجربه او د قدرت اشتیاق او لیوالتیا زیاته شوې وه، نو ممکن په راتلونکې کې یې د پاچا په وړاندې سرغړونه او بغاوت کړی وای، نو د دې احتمالي خڼډ غم یې هم وخوړ. دریم دا چې پاچا په دې کار د هغو ناراضه مشرانو باورونه او زړونه لاس ته راوړل چې د جنګ او د ښار د نیولو په اوږدو کې زیانمن او خواشیني شوي وو. او د ښار خلکو ته یې وښودله چې تیر شوی جنایتونه او ظلمونه د ده له خوا نه بلکې د هغه قومندان له لوري وه چې پاچا له خپلې چړې تیر کړ. یعنې د هغه په وینو رنګ چاړه یې د هغه په سینه ورپاکه کړه.همدا ډول او همدې ته ورته یو بل جنایت او ستر ستم ماکیاولي په یو بل ځای کې هم ستایي او دا ډول کړنې د لوړو او سترو ملي هدفونو د پوره کولو لپاره روا او جایزې بولي.

د ماکیاولي مخالفان او منتقدان زیاتره مورالیستان او اخلاقیون دي، یعنې هغه ډله کسان چې د سیاست نهايي او وروستنۍ موخه د اخلاقي او انساني ارزښتونو تأمین ګڼي; نه د قدرت د حفظ او ساتنې لپاره د هغو نقض، یعنې قدرت وسیله ګڼي، نه هدف.
خو ریالیستان قدرت خپله هدف ګڼي او استدلال کوي چې که هر څومره موږ عالي او لوړو ارزښتونو ته ژمن واوسو او هغه وستایو خو چې قدرت ونه لرو د هغو تأمین صرف یو خیال دی نو ځکه وایي چې پرته له قدرته  (morals) یا اخلاقي ارزښتونه معنا نه لري، نو دوی ځکه قدرت ته په اصالت قایل دي او هغه غایي موخه بولي.د ماکیاولي پلویان هغه د نوي سیاست سرخېل او سرلاری ګڼي او د هغه اثر د ملي دولتونو د رامنځ ته کیدلو لپاره مرستندوی بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب