پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاد هندواڼې صحي ګټې| پوهنیار خادم حسین سعیدي

د هندواڼې صحي ګټې| پوهنیار خادم حسین سعیدي

 په دې وروستیو کي د افغانستان د هندواڼو بیه په بيساري ډول ټیټه سوې او په بازار کې ډیره ارزانه خرڅيږي. دولت د ساتلو او حفاظت له پاره تر اوسه کوم تدابیر نه دی نیولي. متاسفانه زموږ په هېواد کي نه سړې خونې جوړې سوي او نه هم خارجي مارکيت موندل سوی. په تاسف سره باید یادونه وسي چي هر کال زموږ هندواڼې او خټکی  د موسوم په وخت کي خپل ارزښت له لاسه ورکوي او وروسته د څه مودې څخه له نورو هیوادونو هندواني، چي څو چنده بې کيفیته وي او د ودې مختلف هورمونونه او حشره وژونکي دواوې پر استعمال سوي او د انسان د صحت له پار مضر دي په ډير لوړقیمت زموږ مارکیت ته وارديږي

د موسوم په وخت کښي خلک داسي فکر کوي، چي دغه ميوې باید د خپل کور له پاره استعمال نه کړم او داسي انګیري، چي د ملمستیا له پاره خو بیا بې يو مخ مناسبه نه ده، ځکه میلمانه داسي فکر کوي، چي په بازار کي  تر ټولو ارزانترینه میوه يې ورته رانيولي ده. د دې پر ځای په ډيرو مبلغ وارد سوي بي کیفیته ميوې، چي د نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد سوی اخلي. نو په دې خاطر ما مناسبه وګڼله چي د هندواني د ګټې په اړه څو کرښي وليکم. تر څو خلک د هندواني دګټې په اړه معلومات ترلاسه کړی:  

۱. د بدن د اوبو د کموالي سره مرسته کوي:

د انسان بدن اوبو ته ضرورت لري او دغه کار باید په دوامداره توګه ترسره سي. هندوانه په خپل ترکيب کي ۹۲ سلنه اوبه لری. په خاصه توګه هغه کسان، چي ډير وزن لری او د دې تر څنګ ډير اشتها لري او ځان يې نسي کنترولولای، تر ټولو بهترینه طریقه داده، چي اوبه لرونکي خواړه او ميوه وخوري، ځکه له يوې خوا څخه موړ سوی وي او له بلې خوا څخه بدن يې په کافی اندازه اوبه اخيستي وي.

  1. اړین مرکبات او غذايي توکې لری: په میوه جاتو کي هندوانه تر ټولو ډير کم کالوري ( انرژي) لري، په يوه ګيلاس (۱۵۴ ګرام) کي ۴۶ کالوري لري. اما په همدې ګيلاس کښي ځيني نوري غذايي توکي لري چي لاندې ويتامينونه او منرالونه په کښي شامل دی:
  • ويتامين سي ۲۱ ٪
  • ويتامین A  ۱۸ ٪
  • پوتاشیم  ۵ ٪
  • مګنيزیم ۴ ٪
  • ويتامين B12، B5   او B6 ۳ ٪ لري.

د دې ترڅنګ هندوانه ډير مقدار کیروتنويدونه، چي په کي beta carotene او lycopene  شامل دی لري. سر بیره پر دې يو ډير مهم امینو اسید، چي د citrulline په نامه یاديږی هم په خپل ترکیب کي لري.

  1. بهترین انتي اوکسیدانت دي:

کېدای سي ډيرو ته انتي اوکسيدانت ګونګ وي. د انسان په وجود کښي د تعاملاتو په پایله کي مختلف فعال راديکلونه (کېمياوي مرکب) آزادايږي. که چيري دغه راډيکلونه په همدې ډول پاته سي، کولای سي د نورو ماليکونو سره، چي په حجره کي او یا د حجرې څخه د باندې شتون لری تعامل وکړي او په نتیجه کښي د حجرې د تخريب سبب وګرځي او حتی د ځينو مختلفو امراضو د رامنځته کېدو لامل کېدای سي. تر وخت مخکې زړښت هم په همدې پوري اړه لري په هر اندازه، چي انتي اوکسیدانت ډير استعمال سي په هغه اندازه د انسان جلد شفافه او د بدن حجرې يې سالمي وي.  انتی اوکسيدانت په حقیقت کښي د اوکسيدشن ضد دی. نو په هندوانه کي لاندې توکې د انتي اوکسیدانت خاصیت لري:

لومړی: ويتامین  C : یو ډیر قوي انتي اوکسيدانت دي، چي حجره د آزاد راډیکلونو د تخريب څخه مخنوی کوي.

دوهم:  کيروتینويدونه:  کيروتينويدونه د نباتي مرکباتو يو ګروپ دی، چی الفا کيروتین، بیتا کیروتین لري او د انسان بدن هغه په ويتامين  A بدلولای سي.

درېيم: لایکوپین : لایکو پین د کيروتین يو ډول دی، چي په ويتامين ای نه بدليږي. دغه فعال انتي اوکسيدانت د نبات ميوو ته سور رنګ ورکوي لکه رومي او هندوانه او ډير ګټې لري.

څلرم: کوکوربیتاسین E (Cucurbitacine E). د نباتاتو يو مرکب دی، چي انتي اوکسیدانت او د التهاب ضد تاثیرات لري. ترخ هندوانه د خوږ هنداوني په نسبت دا مواد ډير لري.

څلرم ګټې: هندوانه د سرطان ضد مواد لري:

 هندوانه د سرطان مقابله کوونکو غذاو په توګه عمل کوي. د انتي اوکسيدانت ډير پريمانه مقدار د انسان د صحت له پاره ګټه لري. مطالعات ښيي چي لایکو پین  lycopene چي په هندوانه کي د اساسي کريتونويدونه له جلمې څخه دي، د پروستات سرطان د خطر کمونکو له ډلو څخه دي. د سرطان مبارزه کوونکو وړتيا د نارینه و له پاره تر ټولو ډير ګټې لري. سر بيره پر دې څيړني ښيي، چي لايکوپین حجرې ممبران قوي ساتي، چي دوی خپل ځان د زهر موادو څخه ساتنه کوي، چي د حجراتو دمرګ او یا هم د موټيشنونو د ایجاد سبب ګرځي. دا چي هندوانه ويتامین A او ويتامین C لری، چي د واړه د ازاد راډیکلونو په تخریب کي ونډه لري او د  DNA د تخریب مخنوی کوي، تر څو سرطاني حجرات رامنځته نسي.


پوهنیار خادم حسین سعیدي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بيولوژي د څانګي استاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب