دوشنبه, مې 6, 2024
Homeروغتیازړښت او نښې نښانې یې

زړښت او نښې نښانې یې

زړښت هغه طبیعي پدیده ده چې له ۶۰ کلنۍ وروسته پر انسان اطلاقېږي. د دې پدیدې نښې په ټولو عمر خوړلو کسانو کې یو شان، خو سرعت یې بیا توپیر لري. د بېلګې په ډول، ډېری کسان به مو لیدلي وي چې لا ۶۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي، خو بې شیمې او بې حوصلې شي، خو برعکس داسې کسان هم شته چې ان ۷۰ کلنۍ ته رسېدلي وي، خو لا هم ښه تندرست او مزي ښکاري. دویمه ډله یې بریالي عمر خوړلي کسان دي، چې دوی ان له ځوانۍ څخه ورزش کړی او سالم غذایي رژیم یې مراعات کړی دی. د لوړ عمر کسان باید د ځوانۍ په پرتله ډېر د خپل ځان خیال وساتي؛ ځکه د بدن دفاعي سيسټم او په ټوله کې د بدن غړي، نور د پخوا په څېر نه وي. کله چې د انسان عمر لوړېږي، یوه تر ټولو لویه ستونزه چې ورسره مخ کېږي، هغه د اشتها نه درلودل دي. د یوازېتوب احساس، خپګان، جانبي عوارض، درمل، د پنځه ګونو حواسو ضعف، د غاښونو ستونزې او د خوړو بې خوندي ټول هغه عوامل دي، چې د عمر خوړلو کسانو د اشتها د کموالي لامل کېږي.
حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب