دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهپه خپل ځان باور پیداکول | ښویالی محمدشفیق شرفزی 

په خپل ځان باور پیداکول | ښویالی محمدشفیق شرفزی 

   له خپل دښمن( ویره) سره مخامخ کېدل:

دانسان ستر دښمن د هغه خپله دروني وېره ده، چې انسان د ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ کوي، د پرختګ مخه یې ډپ کوي او کومه وړتیا چې لري دغه وېره یې نه پرېږدي چې ښکاره یې کړي او ګټه ترې واخلي.

 د وېری علت پېدا کړه (که چېرې ته د ګمارنې په وخت د نه استخدامېدو څخه وېره لرې؟ یا دا چې فکر کوې، چې د ګمارنې د مرکې په وخت به د کومۍ غلطۍ سره مخ شم؟) چې زه به د استخدام له مرکچیانو لخوا منفي ارزیابي شم، نو دا وېره ستا بیځایه ده، ځکه تا لاتر اوسه څه نه دي ترسره کړي او وېره ورته لرې، متل دی چې اوبه دې لیدلي نه دي او بډې دې ورته وهلي.

خپل ځان مه مقایسه کوه:

 دلاس پنځه ګوتې برابرې نه دي، څه غټې او څه وړې دي، هرڅوک خپل خصوصیات او ځانګړنې لري د هرچا وړتیا، ذکاوت، عادتونه او چال چلند یو تربله فرق کوي. دوه سکه ورونه یا دوه سکه خوېندې حتا که غبرګوني هم وي په خبرو، غږ، خوښه، عادت، پوهه، وړتیا او استعداد کې سره یو تربله توپیر لري، که ته خپل ځان د (سچن ټنډوکر) سره مقایسه کوې نو اشتباه کوې، داسې هیڅکله نه شي کیدای او که ته کوښښ کوې نو دابه د وخت ضایع وي. ددې پرځای هغه څه چې بل لاس ته راوړي ته کوښښ وکړه او په خپل ځان کې خپله تغیر راوړه، د ځان مقایسه کول ناامیدي منځ ته راوړي او ستا ذهن نیسي، سکون درڅخه اخلي، د انزوا په لور دې بیایې، اضطراب درکوي، ناقراره کوي دې او ذهن ته دې صدمه رسوي.

مثبت کېدل پرکټس کړه:

 ستا ذهن او دماغ ستا د وجود انجن او ماشین دی. وجود او بدن د ډېرې مثبتې انرژۍ په واسطه چلېږي نو ستا دماغ ډېر سخته دنده پرمخ وړي که چېرته دماغ مثبت حرکت کوي نو د بدن غړي هم مثبت څرخي او درسته چاره ترسره کوي، چې پدې صورت کې به ټول مثبت شیان ستا ذهن ته راځي او حافظه به دې په مثبتو لورو مشتمله شي، او په دې سره به مثبتې پېخې مخ ته راځي او د مثبتو شیانو سره به مخامخ کیږې او هره چاره به دې مثبت لوري ته درومي، ژوند به دې ښکلی او د خوشالیو ډک وي، که چيرې د کار په ساحه یا دفتر کې درسره ډېر خلک وي او ټول تاسره ښه چلند کوي نو دا د هغوې ښه چلند نه بلکه ستا د مثبت فکر زیږنده او ثمره ده نو ددې لپاره تل کوښښ کوه، چې مثبت او کامیاب خلک ځان ته الګو او مثال وګرځوې، د هغوی ژوند وڅیړه او تعقیب یې کړه. خو که ذهن مثبت لوري ته ونه هڅوو، هره چاره او کړنه به مو خرابه او د خپل ځان او نورو د نارضایت سبب به وي او د رکود په لوري به درومو.

تېر د حاضر سره فرق کوي:

فکر وکړه چې تا تېر کال د یوې دندې درخواست کړی ؤ او پکې ناکام شوی وې او همدا فکر اوس هم کوې، نو پخوا او اوس سره توپیر کوي خو تا ستا پخوانۍ وېره او ناراحتي دې ته نه پرېږدي چې بیا درخواست وکړې او ذهن دې دې ته اماده دی چې منفي سوچ او د ناکامۍ نتایج درته وارله واره درکړي، فلهذا که ناکامي په ذهن کې وساتې تا به پرمختګ ته پرېنږدي او راحت ته به دې صدمه ورسوي.

خپل ځان سره ښه کوه (ارزښت ورکوه):

که د سل ډالرو نوټ ته وګورو چې په اصل کې یونوعه کاغذ دی، چې کېدای شي ډېر داسې نور کاغذونه موجود وي لکه د خولو وچولو کاغذ، نو که د یو عادي کاغذ فکر پرې وکړو او راوایخلو او خپلې خولې پرې وچې کړو او بیا یې په کثافت دانۍ کې ختا کړو، خو که یې ارزښت ته وګورو نو شاید ډېر په احتیاط سره یې وساتو، نو همدارنګه که موږ خپل ځان ته خپله ارزښت ورنه کړو او خپل ځان ته حقیر فکر وکړو نو بل څوک هم همدا فکر کوي او ارزښت نه درکوي

تاته رب د ملایکو مقام درکړ

ته دې خپل ځان په خپله ګاؤ خر کړې

موږ باید خپل ځان درک کړو او ارزښت ورته ورکړو، نورو سره په مینه او خوشالۍ ناسته پاسته وکړو او په خپل ځان وویاړو او ووایو چې:

–    زه ډیر ښه یم

–    زه ډیر ښکلی یم

–    زه ډیر لایقه یم

–    زه هر کار کولای شم

–    زه بااستعداده یم او….

نو که دا فکر ولرو پس د نورو مقابل کې به هم با ارزښته ښکارو او د احترام واجب به شو او په دې سره به مو وجدان او ذهن ورځ تر بلې لکه د ګل په څېر غوړېږي او  د راحت په لوري به ځي.

هیڅکله څوک پوره او کامل نه وي انسان تل نیمګړی دی، نو کوښښ وکړئ چې خپل ځان ملامت نه کړئ او په یو ځل ناکامۍ سره زړه ونه بایلئ او بیا بیا هڅه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب