جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد ټاکنو کمیسیون د دیموکراسۍ ملا ور ماته کړه

د ټاکنو کمیسیون د دیموکراسۍ ملا ور ماته کړه

سردار محمد همدرد
 نن مې د ټاکنو په آړه یوه مقاله لوستله چې د مقالې لیکوال ایمل افغان نومېده،  د مقالې عنوان (د ټاکنو کمیسیون ديموکراسي پټه کړه) ما دا مقاله ټوله ولوستله !
نوموړي د ټاکنو په کمیسیون کې د ډالرو د معاملې خبره هم کړیوه ، دا رښتیا خبره ده چې د ټاکنو کمیسیون د دې عظیم ملت په حق کې لوی ظلم وکړ.
د هیواد په ملي مسایلو سره خیانت او بې باقي دا وطن د بحران سره مخامخ کوي او دا ملي خیانت دی او ملي خیانت د بخښلو نه دی.
دا صحیح ده موږ به هغه چارواکی چې رشوت خور او غاصب وي وبخښو،  خو ملي خاینین بیا د بخښلو نه دي.
  کله چې انتخابات  کیدل او چا به خنډونه جوړول موږ به یې په وړاندې اواز پورته کولو او ویل به مو چې انتخابات باید تر سره سي ځکه چې دا ملي پروسه ده.
د انتخاباتو په ورځ مې په طلوع تلویزیون کې هم  له حکومت څخه مننه وکړه او هم مې د ټاکنو د کمیسیون ستاینه وکړه، دلیل مې همدا وو چې ټاکنې باید وسي او هم شفافې ټاکنې وسي.
کله به چې ځینو خلکو په کمیسیون نیوکې کولې ما به د کمیسیون دفاع کوله،  وروسته چې په هر مجلس کې به کیناستم،  د کمیسیون د معاملو خبرې ډېرې کیدلې،  کله چې مې د ځینو ولایتو بې طرفه او غیرې عقده یي کسانو سره بحث وکړ دا ډېره راته واضح سوه چې د دې عظیمې پروسې سره د ټاکنو او شکایاتو کمیسیونونو ستر خیانت کړی دی.
په پای کې زه ایمل افغان ورور ته وایم چې د انتخاباتو کمیسیون یواځې دا نه چې دیموکراسي یې پټه کړه بلکې د دیموکراسۍ ملا یې ور ماته کړه!
زه حکومت ته دا مشوره وکوم که تاسې په رښتیا په دې خیانت کې دخیل نه یاست،  نو دا خاینین د عدالت میز ته راکش کړئ ،تر څو پر ټاکنو د  ولس بایللی باور جوړ سي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب