جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریبیګا مې له نوښت سره ډیرې غورې وکړې

بیګا مې له نوښت سره ډیرې غورې وکړې

واحدګل هاشمي

تیره شپه چې لږ مې زړه تنګ او ناقراره وو نو د تل په څیر زه په دغسې حالت کې له ځینو داسې ملګرو سره غورې کوم چې زما په ذهن د کلونو پاتې پوښتنې راځواب کړي.

نو نوښت ته مې ور وکتل او هغه راته په خبرو شو، پوښتنې خو ډیرې دي خو چې په هغه ساعت کې کومه رامخته شوه هغه نو د ذهن اړوند وه. ما ویل مونږ په نړۍ کې له بیلابیلو معاملاتو، ستونزو او چیلنجونو سره مخ کیږو څنګه ورسره په ښه شان جوړښت کوو؟

څه به قېصه اوږدوم؛ نوښت راته مخ په خبرو پیل وکړ ویل یې، ټول وګړي په خپل ذات کې درې ډوله متفاوت ذهنونه لري چې د هغې په وسیله فکر کوي، پریکړې کوي ستونزې حلوي او بلاخره خپل هدف ته ځان رسوي. نوښت ویل انسان په نړې کې ټولې ستونزې له درې ډوله ذهن څخه په استفادې د حل میدان ته باسي.

اوس دا بله پوښتنه وه چې باید ځواب وئ، کوم ډول ذهن او څنګه ترې کار اخلي؟

نوښت ویل لومړی هوښیار ذهن دی، ده ویل دا ذهن هغه دی چې په ورځنیو چارو کې ترې ګټه اخستل کیږي هوښیار ذهن د موخې درلودونکی، شنونکی، منتقي، انتقادي او واقیعت ته په کتو پرېکړه کوي. دغه ډول ذهن مالومات له سرچینو اخلي او په اړه یې پرېکړه کوي. ددې ترڅنګ په ذهن کې د شته مالوماتو سره شریکوي او پرېکړه کوي، هوښیار ذهن هغه ځای دی چې یواځي نوي مالومات په کې ذخیره کیږي. د نوښت په خبره چې د دینل کاهنمان په باور تاسو له خپل هوښیار ذهن څخه په دوه ډوله ګټه اخلئ، لومړی یې تېز تفکر دی چې ذاتي تفکر هم ورته وايي له دې ډول ذهن څخه په ورځنیو چارو کې لکه ټلیفوني اړیکې ځوابول، ایمیل ځوابول او مخامخ خبرې کولو کې ګټه اخلئ.

له دې خبرې په اوریدو مې ددې ډول ذهن دوهمې برخې اړوند مالوماتو اوریدو ته لا بیړه شوه، د بلې برخې اړوند یې ویل چې دا ډول یې په ارامۍ سره فکر کول دي. نوښت ویل چې ځینې وخت مونږ اړ کیږو چې د ځینو هغو موضوعاتو اړوند یو څه په ارامه او اوږد فکر وکړو چې پایله یې تر ډیره دوام کوي، په دغه ډول فکر کولو سره مونږ د یوې موضوع اړوند بشپړ اړخونه په نظر کې نیسو او بلاخره د یوه څه ځنډ وروسته پرېکړه کوو.

نوښت ویل چې له دریو ډولو یې دویم نیمه اوښیار ذهن دی، دده په خبره چې نیمه اوښیار ذهن د قوت تر ټولو لوی کتابتون دی. څومره پوهه تجربې او نظرونه چې مو  تر اوسه درلودلي په دې ذهن کې زیرمه شوي دي، د انسان دا ډول ذهن نیږدې ټولې پیښې په یاد لري او ددې وړتیا لري چې مالومات ترکیب او سره مقایسه کړي.

نوښت د طبیعي علومو د یوه پوه پیتر اوسپنسکي له خولې ویل چې نیمه اوښیار ‌ذهن ۸۰۰۰ ځله له هوښیار ذهن څخه تېز دی، کله چې تاسې د دویم ځل لپاره د یوه شخص لیدل او بیاځلې پیژندل کوئ دا د همدغې ذهن بیلګه ده. همدا چې تاسې یو څوک وینئ نیمه هوښیار ذهن مو نوي مالومات له زړو هغو سره پرتله کوي او پایله په لاس درکوي.

زه نو هلته لا ډیر حیران شوم چې نوښت د تر ټولو هوښیار ذهن اړوند مخ پر جزیاتو پیل وکړ، ده ویل چې دا د انسانانو تر ټولو قوي ذهن دی. دده په خبره چې انسان چې کومې لاسته راوړنې تر اوسه درلودلې دي دا ټول د مافوق هوښیار ذهن زېږنده ده ، ددې تر څنګ د بریالیو اشخاصو د بریا یو راز دا هم دی چې دوی له دې ذهن څخه کار اخستی دی. ددغه ذهن اړوند یې ویل چې دا نو په پرلپسې ډول د ذهن په نااګاهانه سطحه کار کوي څو مسئلې حل موانع لمنځه یوسي او موخې ته مو نږدې کړي. کله چې یو څوک د ځینو مسئلو د لیکلو پر وخت موخه تعقیبوي او یا ستونزه حلوي، نو د مطلب لیکل ددې لامل کیږي چې ټول مسایل ستاسې په نیمه هوښیار ذهن کې ذخیره شي. له هغه وروسته یې مافوق هوښیار ذهن ته لیږدوي، دغه ذهن بیا ۲۴ ساعته په دې فکر کوي تر څو د ستونزو لپاره حل لاره پیدا کړي.

نوښت نو ددې موضوع اړوند نورې دیرې غورې راته وکړې، ولې دا مې لږې لنډې جملې تاسې ته وویلې، اوس نو زما او دده ملګرتیا به ترهغې وي تر کومې چې یې ورسره ټولې خبرې نه وي راته کړې. لکه څنګه چې ویل کیږي ښه کتاب ښه ملګری زما هم نوښت همداسې ملګری دی، هو نوښت کتاب دی او لیکوال یې برایان ټریسي دی ژباړه یې هم تکړه ژباړن حمیدالله حمیدي کړې ده. د پورتنۍ موضوع او نورو دغسې موضوعاتو اړوند په کې لا ښکلي مطالب پراته دی، سر ورښکاره کړئ زما نوښت ملګرئ مو بیا نه پرېږدي چې ټول مالومات یې نه وي درکړي.

مه یې پرېږدئ، حتمي ورسره وګورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب