جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد لورالايي د جنګ يو بربنډ آړخ! |  ح حقوېش

د لورالايي د جنګ يو بربنډ آړخ! |  ح حقوېش

نن سبا چي په پښتونخوا او بلوچستان کي هره پېښه رامنځته شي ټوله خلک په یوه ږغ نارې کړي چي د پنجاب پوځ د خپلو ګټو لپاره په پښتنو او د پښتنو په حق تېری کوي. خو پوځ د دې ږغ د خاموش کولو لپاره په ټولو سیمو کي خپل لاسپوڅي ځای په ځای کړي دي چي د خلکو خولې د دوى په وړاندي وربندي کړي او د خپل حق څخه يې محروم کړي. که څه هم پوځ په هر څه لاسبری دی او په دروغجنو رسنيو واک لري چي يواځي د فوځ لپاره کار کوي. د اولس بیا خاصتاً د پښتنو او بلوڅو بېوسي ته هیڅ احترام نه لري او نه غواړي چي ددې خلکو ږغ تر کڼو غوږونو ورسوي.


نو همداسي يوه لوبه دوى څو ورځي وړاندي په لورالائ کي تر سره کړه، دا پېښه د لورالائ په چاوڼۍ کي رامنځته شوه چي د فوځ او د فوځ تر واک لاندي سردارانو، ملکانو کرايي کښو او رسنیو دا پېښه د ترهګرو کړیو د زیاتیدو لامل بللې، خو په اصل کي ددې پېښي تر شا فوځ خپل مفادات لرل، چي په دې ډول سره چاوڼي ته نژدې کورونه په خلکو خالي کړي. ځكه دا کار دوى کال مخکي هم وکړ چاوڼۍته په نژدې کلي رساله لاين يې فيشار وروړ څو کورونه خالي کړي او مځكه فوځ ته پرېږدي، خلکو هڅه وکړه چي له دې بدبختي ځان وژغوري خو په لورالائ يا کوټه کي يې دولتي چارواکو ږغ نه واورېده اړل شول د ښځو او ماشوم سره يې اسلام اباد ته مخه کړه هلته د پښتنو ځيني مشران ورسره ملګري شول د پارلمان مخته ته يې پرلت ووهه، چي بيا دا کيسه پاتې شوه، خو اوس دا وار یې پوره اراده کړې ده چي دا کورونه کډه کړي او په خالي مځکه دوى ابادۍ وکړي ګټه يې د نورو فيډرالانو سره ګډه وخوري. له ډير سنجش وروسته فوځ دا لاره غوره کړه هلته يې د ترهګرۍ پېښه وکړه. په دې بهانه يې د سيمي په خلکو مخ ورواړو چي په ډير لنډ وخت کي کورونه ورته خالي کړي څو دوى په دې ډول سره خپل هغه مطلب ته ورسي کوم چي کال مخکي دوى غوښتل.

اوس دوى هغه مطلب ته په ډيري اسانۍ سره رسيدلي دي، تېره ورځ يې خلکو ته وخت ورکړ چي ژرتر ژره کورونه ورته خالي کړي که نه دوى به يې په زوره له کورونو وشړي او کورونه به ورته ړنګ کړي، دې اختيار خلک اړ کړي چي کورونه خالي کړي او مځکه فوځ ته پرېژدي چي اوس مهال د خلکو کډي ورڅخه د تګ په حال کي دي.

ددې تر څنګ يې يو بل کار هم وکړ هغه دا: هر وخت چي دوى کوم کار يا کومه پېښه رامنځته کوي نو تر هر څه له مخي په افغان کډول لاس پورته کوي ګواښي يې، په دې پېښه کي دوى يوځل بيا افغان کډول تنګ کړل د هغوى په کورونو يې چاپې وهلې د هغوى په کورونو کي اوس هم ګښتونه کوي او ګواښي يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب