شنبه, مې 11, 2024
Homeروغتیاشاوخوا ۶۰ زره افغانان په ژېړي اخته دي

شاوخوا ۶۰ زره افغانان په ژېړي اخته دي

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، ۶۰ زره افغانان په ژېړي یا هیپتایت (هیپه ټایټ) ناروغۍ مبتلا دي.

د فیروزالدین فیروز په وینا شاوخوا ۴۰ زره تنه په بي هیپتایت او ۱۸ زره په سي هیپتایت اخته دي.

ده د ژېړي ناورغي یوه پټه او خطرناکه ناروغي وبلله چې ډېر افغانان یې له کبله مري خو د مړینې خبر یې د ماین او بم په شان لوړ نه دی چې خلک پرې خبر شي.

ښاغلی فیروز وايي، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره خدمات وړاندې کېږي خو هڅه روانه ده چې د نړیوالو موسسو په مرسته تر ۲۰۳۰ پورې دا ناروغي حداقل ته ورسول شي.

د دې ناروغۍ په اړه معلومات:

تور ژېړی:

د ډاکټرانو په وينا، تور ژيړی چې د ژيړي يوخطرناک ډول دی د ينې د التهابي کېدو سبب ګرځي او له يوه تن څخه بل  ته يې د انتقال کچه د ايډز په پرتله کابو١٠٠برابره لوړه ده.

د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن افغان ګل وايې:

”څلور مياشتې کېږي چې تور ژيړی راته پيدا شوی خو په علت يې نه پوهېږم“. د کابل د انتاني روغتون ډاکټر محمدخان هدايت وايي:

”د تور ژيړي اصلي لامل د Hepatitis B په نوم يو مکروب دی او د ککړې وينې اخيستلو، جنسي اړيکو له لارې روغو خلکوته انتقالېږي.

دغه ډول د لنګون او شيدو پر مهال له مور نه ماشوم ته ورځي.

دغه راز په ګډه د ځينو وسايلو کارول لکه د ږيرې چاړه، د غاښونو بروش، سيرنج يا دپېچکارۍ بمبه او داسې نور“.

ډاکټران وايې چې د تور ژيړي په ترڅ کې ناروغ ته بې اشتهايي، د زړه بدوالی ستړيا، د عضلاتو درد، د ادرارو په رنګ کې بدلون،ژيړی اوداسې نور پيدا کېږي.

کله نا کله په لومړي سرکې نښې نه وي خو کله چې ناروغي پرمختګ وکړي بيايې نښې څرګندېږي اويا خو تر پايه همداسي بې نښو پاتې کېږي.

مېرمن افغان ګل وايې: “زه چې تور ژېړي نيولې وم، آلوبخارا به مې له هندوانې سره خوړله، همدا رازخاکشير، سفرزه اود ليموشربت به مې خوړل، ډېره ګټه يې راته کوله“.

د تور ژيړي د مخنيوي تر ټولو ښه لاره واکسين دی

په وروستيو کې د عامې روغتيا وزارت د نورو واکسينونو تر څنګ له شپږو مياشتو څخه د ټيټ عمر ماشومانو لپاره د تور ژيړي واکسين هم پيل کړی دی.

د ويلو وړ ده هغه کسان چې دا ناروغي لري او واده کوي نو مقابل لوری بايد د تور ژيړي په مقابل کې واکسين شوی وي او يا دي له پوښ يا کنډم څخه کار واخيستل شي.

د تور ژېړي په اړه نور ولولئ:

تور ژېړی له يوې خوا ساري اومکروبي ده او له بله پلوه د وايرس ترلېږد وروسته په وينه کې ګډيږي.

په ميوند روغتون کې تر درملنې لاندې په تور ژېړي اخته مېرمنې، شاه بوبو د خپلې ناروغۍ لامل له ناپاکې پیچکارۍ یا سرنج نه ګټه کار اخیستل وګڼل.

دا چې د دې ناروغۍ د لېږد لارې څه دي، په اړه يې د کابل په انتاني روغتون کې مؤظف ډاکتر عابد نصرت وويل:

“د تور ژېړي مکروب د نورو ساري ناروغيو لکه د ايډز دوايرس په څېر د وينې او نامشروع جنسي اړيکو له لاري هم سالم انسان ته لېږدي.”

د تورژېړي د ناروغۍ په لومړيو پړاوونو کې ستړيا، د بندونو درد، بی اشتهايي او ګنګسيت يې له نښونښانو ګڼلی شو.

د دې ناروغۍ په پرمختګ سره د ناروغ خېټه پړسوب پيدا کوي، چې په دې مهال ژېړی ځيګر ته، چې بدن ته وينه تصفيه کوي، هم زيان رسوي.

د تورژېړي ناروغان دې پرته له ځنډنه ډاکترته مراجعه وکړي او په خوړو کې دې له زياتوغوړو پرهېز وکړي.

تور ژېړی او معتادان

تور ژېړی څه شی دی او ولې په دې ناروغۍ معتادان ډېر اخته کېږي؟

په کابل کې د ابن سینا د معتادانو د درملنې روغتون ډاکټران وايي چې په دې روغتون کې نېږدې دوه سلنه معتادان د ژیړي په ناروغۍ اخته دي.

د دغو ناروغانو له ډلې یو تن جان علي نومېږي، رنګ یې ژېړ اوښتی او له ژوند څخه ناهیلی ښکاري او په رېږدېدلي غږ وايي چې په تور ژېړي اخته دی.

جان علي ۳۰ کلن ځوان دی، نېږدې پنځه کاله يې نشه کوله او اوس ابن سینا روغتيايي مرکز کې بستر دی، دی وايي چې د پیچکارۍ له لاری يې نشه يي توکي استعمالول.

جان علي وایي:

“کله چې دلته ډاکټرانو معاینه کړم، نو راته ويې ويل چې تور ژېړی لرې، زه ډېر خواشینې شوم، ځکه ما اورېدلي وو چې تور ژېړی یوه وژونکې ناروغي ده، زه غواړم چې ښه شم او درملنه مې وشي، خو نه پوهېږم چې درملنه مې به مې وشي که نه.”

د جان علي نېږدې ملګری سرور چې خپله هم معتاد او په دې روغتون کې له جان علي سره یوځای بستر دی، وايي، کله چې جان علي پوه شو چې په ژېړي اخته شوی، نو ډېر ناهيلی شو او نه یې غوښتل چې له خپلو ملګرو سره ناسته او ولاړه ولري.

نوموړي وویل:

“مایوسه شوی و، له ملګرو څخه به لرې ګرځېده، له چا سره یې خبرې نه کولې، خو بیا به هم زه ورتلم او ارام کاوه به مې.”

د ابن سینا د معتادینو د درملنې روغتون پخوا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پوځي اډه وه او د «فینیکس» په نوم یادېده، خو اوس د کابل ښار له واټونو او کوڅو څخه یو شمېر معتادین پکې راټول شوي او درملنه يې کېږي.

دې روغتون ته پر کابل سربېره له شااوخوا ولایتونو څخه هم يو شمېر معتادين د خپلو کورنیو لخوا راوړل کېږي.

د دې روغتون مرستیال واحد الله کوشان وايي، هر معتاد تر بستر کېدو مخکې معاینه کېږي، که چیرې کومه ناروغي ولري، نو لازم تدابير او امکانات ورته برابرېږي.

دی وايي چې په دې روغتون کې په نشه يي توکو شااوخوا زر تنه روږدي کسان بستر دي چې یو شمېر یې د ځينو خطرناکو ناروغیو ترڅنګ، د ژېړي په ناروغۍ هم اخته دي.

ښاغلي کوشان زیاته کړه:

“تور او سپین ژېری دوه ناروغۍ دي چې زموږ ډېر هېوادوال پرې اخته دي او عامل یې یو ډول وایروس دی چې درملنه نه لري، دغه ناروغي په نشو روږدو کسانو کې ډېره ده، زموږ روغتون ته چې کوم ناروغان راځي، لومړی معاینه کېږي، په دوی کې په سلو کې دوه يې د ژېړي په ناروغۍ اخته دي.”

ژېړی یوه ساري ناروغي ده چې د یو ډول وایروس څخه پيدا کېږي او له ناروغ څخه روغ شخص ته د وینې او بدن د اوبو د تماس له لارې انتقالېږي.

ژېړی په عمومي ډول پنځه ډوله دى چې تر ټولو خطرناک ډول یې تور ژېړی دی.

د ژېړي نښې دا دي چې د انسان د شونډو دننه او شااوخوا ژېړېږي، اشتها يې کمېږي او که ژېړی نور پرمختګ وکړي، نو د ناروغ سر ګرځي، ټول بدن په تېره نس او پښې یې پړسېږي، تبه، خوا ګرځی، نس ناستى، د سترګو سوځېدل، د بدن سستي او بې حالي د ژېړي نورې نښې نښانې دي.

په کابل کې د انتاني روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وايي، که څه هم ژېړی یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، خو وقايه کېدای شي، ياني خلک کولای شي چې له دې ناروغۍ څخه ځانونه خوندي کړي، دا ناروغي د سرنج له لاري په اسانۍ سره له ناروغ څخه روغ شخص ته ورځي چې په دې لړ کې يوه لويه برخه د معتادينو ده.

ښاغلی عمري زیاتوي:

“د عادي خلکو په پرتله معتادان د توراو سپین ژېړي له خطر سره ډېر مخ دي، ځکه دوی د يوې خوا له مشترکو سرنجونو څخه کار اخلي او له بلي خوا د بدن معافیت هم ضعیف وي، هغه سرنجونه چې دی کار ترې اخلي، مخکې په ژېړي اخته ناروغانو کار ترې اخېستی وي.”

ډاکټر عمري وايي، د ژېړی وایروس چاپیریال ککړولای شي او تر ۷ ورځو پورې ژوندی وي.

که څه هم په افغانستان کې په ژېړي اخته ناروغانو دقیقه شمېره نه ده معلومه، خو په کابل کې د انتاني روغتون د چارواکو په خبره، په هرو ۱۰ ناروغانو کې یو یې د ژېړي په ناروغۍ اخته دی.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ژېړی په وروستی حالت کې انسان وژني، کله چې په چا کې د ژېړي نښې نښانې وليدل شي، بايد ژر يې درملنه وشي.

د تور ژېړي د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار د تور ژېړي د واکسین کول دي چې بايد سړی په منظم ډول درې ځله واکسين شي او ټوله دوره يې شپږ مياشتي وخت نيسي.

څرنګه چې دا يوه خطرناکه ناروغي ده، نو بايد د وقايې یا مخنیوي لپاره ماشومان، لويان، ښځې او نارينه د تور ژېړي د مخنيوي لپاره واکسين وکړي.

ډاکتر سباوون د ځیګر د ناروغیو او هیپتایت په اړه ګڼې لیکنې کړي او په تاند کې خپرې شوي دي.

لاندې د ډاکتر سباوون لیکنې او د هیپتاین په اړه نور معلومات لوستلی شئ.

ژېړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب