مشهور فرانسوي فیلسوف دیکارت د ماوراءالطبیعت (خدای ج) په اړه عجیبه فلسفه غږوي، دی وایي چې زما په وجود کې د یوه کامل وجود فکر موجود دی، څرنګه چې زه ناقص یم، نو د هغه فکر سرچینه زه نه یم نو هرو مرو کامل وجود شته چې د همدې فکر سرچینه ده او هغه کامل وجود خدای(ج) دی. دیکارت پوښتنې رامخته کوي چې: ایا زما وجود مستقل دی؟
یا په بل چا پورې تړلی دی؟
دی وایي که ما خپل ځانته هستي ورکولای شوای نو پایښت به مې هم ورکړی و. دکارت زیاتوي څنګه چې زه دا کار نشم کولای نو زما هستي په بل چا پورې تړلې ده چې هغه خدای دی.
دی وایي چې کله ما فکر وکړ نو زه پوه شوم چې زه موجود یم او که فکر نه وای د خپل وجود لپاره مې دلیل نه درلود.
مشهور انګلیس فیلسوف هابز بیا د خدای(ج) په اړه داسې نظر لري چې انسان باید طبیعتاً خدای ومني او پدې باید وپوهېږي، چې خدای موجود دی که څه هم پدې ونه پوهېږي، چې څه شی دی؟
دی وایي د خدای(ج) ماهیت لایتناهي دی او په فهم کې نه راځي.
ریښتیا هم د اسلافو دغه ډول تحلیل ته په کتو يوه غټه پوښتنه رامنځته کېږي، چې لمړی تعقل یا په بله وینا لمړني معلومات، پوهه او علم چې په نتیجه کې یې هستي رامنځته شوه له کومه شو؟
یو څه چې ساز کېږي مخکې له مخکې پوهې او معلوماتو ته اړتیا پیدا کېږي او دې لمړنیو معلوماتو ته نه ساینس ځواب ویلی شي نه فلسفه خو فلسفه ورته تمایل ښي او الاهیات یې په ښه طریقه ځوابوي.
نو ستاسو يا د فليسوفانو په نظر د لومړنيو معلوماتو شتون د خداى د شتون په مانا ده ، ىا دغه لومړني معلومات ټول په يوه وار د انسان حافظې ته کښته شوي او که د وخت په تيريدو او تجربو په کواو سﺯه يې تﺯ لاسه کړي!!!