دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد جراحي عملیاتو په ځای د بدن داخل ته لېږل کېدونکی سینسر

د جراحي عملیاتو په ځای د بدن داخل ته لېږل کېدونکی سینسر

تاند- د امریکا د کنکټیکټ پوهنتون څېړونکو یو ډول سینسر جوړ کړی چې د انسان د بدن داخل ته لېږل کېږي او وروسته له دې چې د ناروغۍ یا ستونزې په اړه معلومات دباندې واستوي، په بدن کې حل کېږي.

د ډیجټل ترینډز د راپور له مخې، دا کوچنی قاتېدونکی یا نرم سینسر اصلاً د سږو او د مازغو د پړسوب د معلومولو لپاره ده. دا اله مخکې تر دې چې په بدن کې بشپړه جذب شي، د انسان د ناروغ غړي په اړه معلومات ماشین ته استوي.

موجود سینسرونه باید له بدنه وایستل شي ځکه چې هیڅ یو یې نه حل کېږي.

ډاکتران عموماً د جراحي عملیاتو لارې دا سیسنسرونه د انسان له بدنه باسي چې طبعاً یو تکلیف دی.

خو دا نوی سینسر، چې په بدن کې حل کېږي، د انسان بدن نه ژوبلوي او نرمو نسجونو ته ننوځي او معلومات په بې سیمه طبي ماشین یا الې ته لېږدوي.

تمه ده چې په لنډ وخت کې دا سیسنر عام شي او په طب کې ورڅخه پراخه استفاده وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب