دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد مورزادي کڼو درملنه ممکنه شوه

د مورزادي کڼو درملنه ممکنه شوه

تاند- څېړونکي وایي، د هغو کسانو درملنه یې ممکنه کړې چې مورزادي کاڼه پیدا کېږي.

د ساینس خپرونې د راپور له مخې، د امریکا په هارورډ پوهنتون کې څېړونکو د جنیټیک انجنیرۍ په مرسته وکړای شول چې د هغو کسانو درملنه وکړي چې له موره کاڼه زېږي.

تراوسه پورې دا ناروغي تداوي کېدای نه شوای.

څېړونکي وايي چې د جنیټیک انجنیرۍ په وسیله یې یوه نوې طریقه پر موږکانو ازمویلې او مثبته نتیجه یې ترلاسه کړې ده.

Hearing test on baby

د هارورډ پوهنتون څېړونکي د کریسپر(CAS-9) په نوم له طریقې کار اخیستی. دا طریقه په حقیقت کې په ژوندیو حجرو کې د ډي این اې ښه کول دي.

په هغو موږکانو کې، چې کاڼه زېږېدلي وو، دې طریقې د (TMC1) په نوم جین په هغوی کې ختم کړ.

هغه انسانان چې دا ډول جنیټیکي ستونزه ولري، په تدریجي ډول یې د اورېدو یا سامعې حس کمزوری کېږي او څېړونکي هیله لري چې له دې طریقې څخه د کڼو انسانانو په درملنه کې کار واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب