په فوټبال کې نوي څه روان دي؟

محمود خان منندوی

د انګلستان د غوره لیګ د سایټ د اعلان پر اساس، که چیرې د دې لیګ د نوي فصل د درجه بندۍ په جدول کې د لوبډلو نمرې مساوي شي، نو مخکښو لوبډلو ته اولویت په دې ډول ورکول کېږي:

1/  په مخامخ لوبو کي به ښې کارنامې کولو ته د ګولونو پر تفاضل ترجیح ورکول کېږي.

2/  په مخامخ لوبو کې که د لوبډلو درجې مشخص نه شي، نو بیا د ګولونو تفاضل ته کتل کېږي.

3/  د لګولو شوو ګولونو شمېر.

4/  او په پای کې په مخامخ لوبو کې د کور څخه دباندې لګول شوي ګولونه به د لوبډلو حالت تعین کوي.