راشد خان: مور مې ناروغه ده، دعاوې ورته وکړئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتوي آلرونډر لوبغاړي راشد خان چې په ګوګلي ماسټر هم شهرت لري، پر خپله فسبوک پاڼه له خپلو مینه والو غوښتنه کړې ده چې مور یې ناروغه ده او د روغتیا لپاره یې د څښتن تعالی دربار ته لاس په دعا شئ.

خان چې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال لري، په ډېرې مهربانۍ لیکلي:

((ګرانو هېوادوالو، مورجانه مې ناروغه ده، مهرباني! د روغتیا لپاره یې دعاوې وکړئ.))

دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټوله نړۍ کې کورونا وایروس زرګونه انسانان ووژل او وځپل، اوس مالومه نه ده چې ایا د راشد خان مور به پر کورونا وایروس اخته وي او که په کومې بلې ناروغۍ.

د کورونا وایروس  د افغانستان ختیځ وروسته تر هغې په چټکۍ ورسېد چې ګڼ شمېر خیتځ مېشتو ورته لومړني تدابیر مات کړل، اوس ګڼې رسنۍ د ختیځ مېشتو د هغو عمر خوړلو د مرګ راپورونه خپروي چې عمرونه یې ډېر وي.

هېره دې نه وي چې د محمد نبي په ګډون راشد خان او د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو د کورونا وایرس له کبله له یوې اوږدې وقفې وروسته د کابل په کرکټ لوبغالي کې تمرینونه بیا پیل کړي دي، څو یې فېټنس خراب نشي.