د هند کرکټ د ډګر ساتنې روزونکی: لوبغاړو ته دې ډېره پاملرنه وشي

د هندوستان د کرکټ فیلډینګ روزونکی آر سرېدر وایي، لوبغاړي به یې شپږو اونیو کې ټېسټ لوبې ته تیار شي. نوموړي د یاد هېواد کرکټ لوبغاړو ته د روزنې زمېنې برابرولو ترڅنګ د دوی پر فېټنس هم ټینګار کړی دی.

د هندوستان د فیلډینګ روزونکی ، آر سریدر وايي چې هندي لوبغاړي کولی شي د روزنې له پیل وروسته په شپږو اونیو کې فټنس ته ورسیږي. سریدار پي ټي آی سره په خبرو کې ویلي تیز بالر شاو خوا شپږ اونۍ وخت ته اړتیا لري چې خپل فیټنس برابر کړي.

هغه زیاتوي:

((د هندوستان د کرکټ بورډ چارواکو سره يی خبري کړي تر څو د کمپ د شروع کولو نېټه تر لاسه او خپل تمرین پیل کړي. د کرکت دا روزونکی ټینګار کوي چې لوبغاړو ته دې زیاته پاملرنه وشي او د زیات فیټنس او تمرین وخت دې هم ورته برابر شي .))

سریدار زیاتوي:

((لوبغاړو ته به څلورو مرحلو کې تمرین ورکوي. لومړي مرحله به يي ټیټ حجم ، دوهمه منځنی حجم ،۳ لوړ حجم ،او څلورم به يې لوړ شدت روزنې لړۍ وي. نوموړي له لوبغاړو وغوښتل، چې له زیاتې حوصلې کار واخلي؛ څو په سمه توګه توګه ورته د تمرین زمینه برابره شي.))

آرسریدر چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي د هندوستان کرکټ ټیم سره د روزنې دنده پرمخ وړي وايي، له نویو میتودونو به کار اخلي تر څو لوبغاړو ته ښه روزنه ورکړي.