هندي لوبغاړی: سوراپ ګنګولي راته ډېره پاملرنه کوله

ولید خپلواک

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې اتل آلراونډر یوراج سینګ په خپله وروستۍ مرکه کې د سپورټ سټار تلویزون سره وویل: ((ما په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ م کلونو کې د سوراپ ګنګولي سره سیالۍ کړي، هغه ماته ډېره زیاته پاملرنه کوله زه یې د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو ترڅنګ په ټیسټ لوبه کې هم لوبولم. زه د کرکټ نه هغه وخت لرې شوم کله چې زه د سرطان په ناروغۍ اخته شوم له اوږد ۱۸ میاشتنې ځنډ وروسته بیرته کرکټ ته راستون شوم.

یوراج زیاتوي: ((ماته د ویراټ کوهلي او ایم ایس ډوني په لوبډلمشرۍ کې دومره وخت ندی راکول شوی.))

 د یوراج څخه په خپرونه کې پوښتنه وشوه چې په درې واړو کې کوم لوبغاړی د نوموړي د خوښې لوبډلمشر دی؟ یوراج سینګ یې په ځواب کې وویل: ((زه د ډوني او ګنګولي سمه پرتله نشم کولای، دواړه ډېر ښه لوبډلمشران دي خو زه ډېر کریډیټ ګنګولي ته ورکوم، ځکه هغه ډېر پياوړی لوبډلمشر و.))

یوراج سینګ اوس ۳۸ کاله عمر لري چې د ایم ای ایس او ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د پوره پام څخه غورځیدلی دی.