بنیرجي: په نړېوال جام کې باید د هندوستان پخوانی لوبډلمشر ولوبول شي

 د هندۍ کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډوني د ماشومتوب مهال کرکټ روزونکي بنیرجي ویلي، فکر کوم چې ډوني د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام لوبېدلو ته د هندوستان لپاره وړ لوبغاړی دی.

 د ډوني روزونکي یا کوچ هندوستان ټو ډی ورځپاڼې ته په کنایه کې ویلي؛ « زما شپږم حس دا وایي، چې هغه به نړیوال شل اوریز جام کې د لوبېدو موقع پېداکړي».

 بنیرجي په داسې حال کې دا خبره کړې، چې ایم ایس ډوني د ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریز جام نیمه پایلوبې را په دېخوا موقع نه ده موندلې، چې د هندوستان لپاره د کرکټ بوټان واغوندي او د یوې بلې لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي.

 نوموړي باندې له هغه وخته انتقادونه زیات شول، کله یې چې په نړیوال ۵۰ اوریز جام کې د ده په شتون کې له نیوزیلېنډ څخه نیمه پایلوبه کې ماته وخوړه.

 سږ کال ایم ایس ډوني مخکې له دې چې د کرونا تهدید زیات شي، د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر په توګه چینای ایالت کې تمرینات پیل کړي وو او د دیارلسم پړاو آې پي ایل لپاره یې ځان چمتو کاوه.

 خو د کرونا ویروس د ده دغه تمرینات تر کوره محدود کړل.