اسټرالیايي سټارک: مېرمن مې د ګلف لوبې مینه واله ده
د اسټرالیا مشهور کرکټ توپ اچونکي مېچل سټارک او د هغه مېرمن الېسا هیلي، د کرونا ویروس له امله د کرکټ لوبو ځنډېدلو وروسته ګلف لوبې ته مخه کړې او د اسټرالیا په هغې ساحه کې لوبه کوي، چې هوا یې پاکه او د کرونا تهدید پکې نشته.
مېچل سټارک او د هغه مېرمن الېسا هیلي، چې د نارینه او ښځينه کرکټ لوبغاړو مشهورې څېرې بلل کېږي، د کرکټ ځنډېدلو په صورت کې په ګډه د کلف لوبې تمرینات کوي او په لوبو بوخت دي.
د مېچل سټارک مېرمن الېسا هیلي وایي، چې خوښه ده له خپل خاوند سره چکر وهي او د ګلف لوبې تمرینات کوي.
))هو دا ښکلی وخت دی، چې مونږ دواړه یو ځای یوو، مونږ ډېر خوشحاله یوو او وخت په خوښۍ تېروو، هغه ما سره زما بېګ انتقالوي. ((
مېچل سټارک وایي دی راغلی او له خپلې مېرمنې سره له ګلف لوبې خوند اخلي.
))د کرکټ سربېره خپلې کورنۍ سره راغلی یم او دلته د ګلف لوبه کوو دا لومړی ځل دی، چې زه د کېمرې پر وړاندې د ګلف لوبه کوم، زما مېرمن د ګلف لوبې مینه واله ده.))
سټارک او مېرمن یې دواړه د کرکټ برخه کې ډېر مشهور کرکټ لوبغاړي بلل کېږي، ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریزکرکټ جام کې مېچل سټارک د نړۍ په کچه لومړی بالر راغلی و او الېسا هیلي بیا له ده وروسته کلونو کې د نړۍ په کچه مشهوره کرکټ لوبغاړې اعلان شوې وه.