یوه ترور مې وه چې د خپلو نورو خویندو په شان یې ټولی ماشومان لرل. موږ به چې کله په مېلمستیا د دوی کور ته ورغلو، د ډوډۍ پر وخت به یې خپلو ماشومانو ته د کوټې په بل کونج او یا په بله کوټه کې دسترخوان اچاوه. له مېلمنو سره به یې ماشومان پر یوه دسترخوان نه کېنول. د هغې دلیل دا و چې ماشومان د ډوډۍ په خوراک نه پوهېږي، د چا به پزه بهېږي، د چا مخ به خیرن وي نو د مېلمنو زړه به بد کړي.
زموږ (د تڼیو) په اکثرو کلیو کې رواج دی چې لومړی د کور نارینه ډوډۍ خوري. دوی چې ماړه شول او پاڅېدل بیا ښځې او ماشومان دسترخوان ته کېني او له نارینه وو ورپاتې خواړه خوري.
دا دواړه کارونه ښه نه دي. ترور مې د دې پر ځای چې خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ خوړلو ادب وروښيي، هغوی یې جلا دسترخوان ته کېنول. دې سره ماشوم ځان حقیر او خوار ګڼي. هغه خلک چې ښځو او ماشومانو ته په دویم نوبت کې د خوراک وار ورکوي، لوی ظلم کوي. د کورنۍ غړي ټول سره برابر دي، نر او ښځه، لوی او ماشوم، هلک او نجلۍ ټولو ته باید د حقونو په لحاظ په یوه سترګه وکتل شي.
ماشومان له هماغه وخته چې پخپله خوراک کولای شي، له ځان سره یو ځای دسترخوان ته کېنوئ. میندې باید د دسترخوان تر غوړولو مخکې، د وړو ماشومانو لاسونه په صابون پرېمینځي، مخ او پزه یې پاکه کړي او بیا یې دسترخوان ته راولي. که دا کار وکړي، ماشوم پخپله په صابون باندې د لاسونو په پرېمینځلو روږدی کېږي.
ماشومانو ته باید د ډوډۍ خوړلو په اړه دغه خبرې په تکرار سره وویل شي، تر هغې چې دا کارونه د هغوی په عادت بدل شي:
– لاسونه دې په صابون باندې پرېمینځه.
– دسترخوان ته خپلې لوبکۍ (نانځکه، موټرګی …) درسره مه راوړه.
– دسترخوان ته سمه پلتۍ ووهه.
– دسمال دې په زنګنو واچوه (میندې باید خپلو ماشومانو ته له نسبتاً ډبل رخت څخه داسې دسمال وګنډي چې ټټر، لمن او پښې يې وپوښي او د اوږو په حصه کې ریتاړې ولري چې په غاړه کې یې وتړل شي. دا شی په دې ښه دی چې که د ماشوم له لاسه ګوله لوېږي او یا غوړ تویېږي، کالي یې خراب نه کړي.)
– ماشومانو ته ورزده کړئ چې پر ډوډۍ دې برید نه کوي. باید تر هغې منتظر پاتې شي چې د هر چا غاب یا تالۍ مخې ته یې کېښودل شي.
– ګوله دې د خولې په اندازه واخله. ماشوم ته وروښيئ چې وړې ګولې وکړي.
– ډوډۍ چې ژووې، خوله دې بنده ونیسه. که څوک په وازه خوله ډوډۍ وژووي، کېدای شي ډوډۍ یا ناړې یې تویې شي.
– ماشوم ته ورزده کړئ چې کاشوغه څنګه ونیسي او څنګه یې خولې ته یوسي. ماشومانو ته به وړې کاشوغې ورکوئ.
– د ډوډۍ پر وخت شورماشور او جنګ جګړې به بندې وي خو د دسترخوان په سر خوږې خبرې او مجلس، صمیمیت زیاتوي. وړو ماشومانو ته هم وخت ورکړئ چې خبرې وکړي خو دا به ورښيئ چې په ډکه خوله دې نه غږېږي.
– ماشوم ته ووایئ چې هېڅکله به ګوله نه تو کوي، ان که ډوډۍ ترخه، تروه یا بدخونده هم وي، باید مخ بلې خوا ته واړوي، په کراره یې له خولې وباسي او مور ته ووایي چې ایسته یې واچوي.
– د ټوخلي یا پرنجېدو پر مهال دې مخ بلې خوا ته واړوي او خپل دسمال خولې او پوزې ته ونیسي.
– ماشوم ته ورزده کړئ چې څښاک بې غږ وغوږه وڅښي، سړپ او سړوپ دې نه کوي.
– ډوډۍ چې خلاصه شوه، پخپله هم له هغه چا مننه وکړئ چې ډوډۍ یې تیاره کړې او ماشومانو ته هم ووایئ چې مننه وکړي. دې سره د مېرمنو زړه خوشحالېږي او ستړیا ځنې هېرېږي. دې سره مېرمنو ته دا احساس ورکوئ چې تاسې د هغې زحمت ته د قدر په سترګه ګورئ. که دا کار وکړئ، پخلی به مېرمنو ته یو خوندور کار وګرځي.
– که ماشوم غټوکی وي، ورته ووایئ چې لاسونه او خوله یې د غاړې په دسمال پاک کړي او بیا خپل غاب دې پخپله پخلنځي ته یوسي چې پرېمینځل شي. دې سره ماشوم له مور یا نورو سره مرسته زده کوي.
ځینې کورنۍ ماشوم مجبوروي چې خپل ټول خواړه وخوري او غاب پاک کړي، حال دا چې هغه به موړ وي او زړه ته به یې نه کېږي چې یوه بله ګوله هم تېره کړي. بهتره ده ماشوم ته هماغومره خواړه واچوو چې خوړلی یې شي، که یې اشتها زیاته وي، بیا به نوره ورته واچوو.
البته ماشوم ته به دا ټولې خبرې په نرمۍ سره کوئ. که یو ماشوم سرغړونه کوي، د رټلو پر ځای به ورته ووایئ چې ښه ماشومان داسې نه کوي. زما مجیب الله درې نیم کلن دی. کله چې یو خراب کار وکړي، مثلاً که خپل بایسیکل د دسترخوان خوا ته راولي، ورته وایم: «ښه هلکان بایسیکل چېرته دروي؟» دی وايي: «د کوټې په کونج کې.» او بې له دې چې ورباندې امر وکړم، خپل بایسیکل پخپله د کوټې کونج ته بیايي او زه ورته وایم: «آفرین»
د دې عمر ماشومان غواړي مور و پلار خوشحاله کړي، غواړي د دوی په څېر وي. نو، هڅه وکړئ چې پخپله د دسترخوان اداب مراعات کړئ. د ډوډۍ په وخت کې کتاب یا بل څه مه لولئ، تلویزیون مه ګورئ، دېخوا ها خوا مه ګرځئ. بهتره ده د ډوډۍ پر وخت تلویزیون یو مخ بند کړئ. که څوک د اوبو ګېلاس یا د سلاټې کاسه درکوي، مننه ځنې وکړئ. دې سره ماشوم پوهېږي چې دسترخوان د نعمتونو ټغر دی او باید چې درناوی یې وشي.