جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد امیدوارو او شیدې ورکوونکو میندو غوره تغذیه/ډاکټر ماریا سعادت ثاقب

د امیدوارو او شیدې ورکوونکو میندو غوره تغذیه/ډاکټر ماریا سعادت ثاقب

هره کورنۍ هیله لري، چې امیدوارې ښځې یې روغ ماشومان نړۍ ته راوړي او تر زیږون وروسته میندې ښې پوره شیدې ولري، چې د دې هیلې پوره کیدل د امیدوارو او شیدې وروکونکو میندو له پوره تغذیې پرته ناممکنه ده.

دا چې یوه مور روغ ماشوم نړۍ ته راوړي او ماشوم ته د پوره شیدو ورکولو توان ولري نو پکار ده چې امیدوارو او شیدې ورکونکو میندو غذایې رژیم ته ځانګړي پاملرنه وشي. د مور او جینن تندرستي تر ډیره د امیدوارۍ په دوره کې د مور په ښه تغذیه پورې اړه لري. ځینې میندې د امیندوارۍ په وخت کې د زیاتو خوړو یا ګټورو خوړو څخه ځکه ډډه کوي، چې کیداشي ماشوم یې ډیر لوی شي او د زیږون پر مهال ستونرې پیدا کړي.  ځینې میندې بیا تر زیږون وروسته په لومړنیو څلویښتو ورځو کې له ځینو خوړو څخه د بادي یا سړو خوړو په بهانه پرهیز کوي،چې دا کړنه یې د ځان او ماشوم روغتیا ته زیان اړوي خو د میندو دا عقیده کوم علمي او طبي بنسټ نه لري بلکه د روغتیایي پوهې کمښت او د ناسمو رواجونو نیتجه ده.

خوار ځواکي ( سوي تغذیه) د امیدوارۍ په دوره کې په دواړو ( مور او ماشوم ) بده اغیزه لري. ان تر دې چې د مړینۍ سبب یې هم کیږي.

د امیدوارۍ پرمهال ښه خواړه نه یوازې مور د یوه روغ ماشوم څښتنه کوي بلکې تر زیږون وروسته به هم مور د ښې روغتیا څښتنه وي او خپل ماشوم ته به پوره شیدې ورکړای شي.

ولې  د یوې امیدوارې او شیدې ورکونکي مور لپاره ښه تغذیه اړینه ده؟

ځکه چې:-

    • د زیږون په موخه د مور بدن د جوړښت لپاره
    • د ماشوم بدن د جوړښت لپاره
    • د نوی زیږیدلي ماشوم د ښې ودې لپاره
    • ماشوم ته د خپلې مور د شیديو ورکولو لپاره
    • د ماشوم او د مور د ښې روغتیا لپاره

هغه کوم خواړه دي چې د امیدوارۍ پر مهال ورته اړتیا لیدل کیږي؟

امیدوارې ښځې د خپل ماشوم د ښې ودې او لويیدنې، جوړښت او ترمیم لپاره بدن جوړونکو، محافظوي او انرژۍ لرونکو خوړو ته لکه: شیدې، پنیر، هګې، غوښه، ماهیان، دال، لوبیا، وچه ډوډۍ، غوزان(چارمغز)، غواړي، بوره، ګوړه، کوچ، مستې،وریژې، الوګان، بادام، پسته او میوې لکه: مڼې، انګور، زردلو، ناک، شفتالو، هندواڼه، مالټه او داسې نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب