دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې لوی اختر په خپلو کورونو...

د روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې لوی اختر په خپلو کورونو کې ولمانځي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۸) د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري او د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن په یوه خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې کورونا جدي وګڼي او روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

عثماني د کورونا د پراختیا یو لامل په تېر کوچني اختر کې د خلکو بې پروايي وبلله او ویې ویل، په راتلونکي لوی اختر کې باید ورته اشتباه تکرار نشي.

د عامې روغتیا سرپرست له خلکو وغوښتل چې د معمول په شان د اختر په شپو ورځو کې هم د خلکو کورونو ته لاړ نشي او لویانو ته د تيلفون له لارې د اختر مبارکي ووايي تر څو هغوی په کورونا اخته نشي.

د نوموړي په خبره چې د اختر په ورځو کې خلک باید له لاس او غاړې ورکولو ډډه وکړي.

جواد عثماني دغه راز خلکو ته سپارښتنه وکړه چې ماسک واغوندي، یو بل سره فاصله مراعت کړي او لاسونه وخت په وخت په صابون ووینځي.

نوموړي خلکو ته دا هم وویل چې د قربانۍ مالونو د حلالې په وخت کې دې روغتیايي لارښوونې له پامه نه غورځوي.

په ورته وخت کې د حج او اقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري هم په دغه خبري ناسته کې پر امامانو غږ کړی چې د اختر لمونځ په ازاده فضاء کې ترسره کړي.

مظفري زیاته کړه هغه کسان چې په کورونا ویروس اخته دي او هغه چې د کورونا نښې لري د اختر په لمانځه کې دې ګډون نه کوي.

ښاغلي مظفري هم له خلکو وغوښتل چې په دې ورځو کې د یو بل سره فاصله وساتي او روغتیايي لارښوونو ته توجه وکړي.

په دغه خبري ناسته کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم له هېوادوالو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې له کوره د باندې ونه ووځي.

هغه دا هم وویل چې خلکو تر اوسه هيڅ روغتیايي لارښوونې نه دي عملي کړي.

تر اوسه په ټول هېواد کې له ۳۶ زره زیات کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي او لا هم دغه وبا په ټوله نړۍ او افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب