چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزشاګرد محوره زده کړه | د سرمولف مرستيال محمديعقوب مومند

شاګرد محوره زده کړه | د سرمولف مرستيال محمديعقوب مومند

 اصول

ـ د ماشوم ژبې ته پاملرنه.

ـ نويو اغېزمنو مېتودونو ته پاملرنه.

ـ د زده کوونکو عملي او انګيزوي برخې ته پاملرنه.

ـ د ماشومانو وړتياوو او محدوديتونو ته پاملرنه.

ـ ښوونکی بايد خپلو فعاليتونو او مسووليتونو ته جدي پامرنه وکړي.

ـ ښوونکی د وياندويۍ، ډېرو خبرو او بحث له حالت څخه ووځي.

ـ له ۷۰ـ ۷۵ سلنې پورې به فعاليتونو کې زده کوونکي برخه اخلي او له ۲۵ـ۳۰ سلنې پورې ښوونکي برخه اخلي.

ـ ښوونکی به اسانچاری، همغږي کوونکی، د درسونو تنظيموونکی او په ټولګي کې د زده کوونکو منسجموونکی وي.

ـ د پيداګوژۍ علم  هم وايي: ښوونکی به تل همکار او زده کوونکو سره به د مرستې رول لوبوي.

ـ د لکچر له حالت څخه به راووځي، د يو سم، سالم او ماهر مدير  په بڼه به خپل چلند ته ادامه ورکوي.

ـ ښوونکی بايد پدې ځان ډاډمن کړي چې د زده کوونکو ستونزې په کومه کچه حل شوي دي او  ټاکل شوو اهدافو ته رسېدلي يو؟

ـ  تيوريکي مسايل کم او عملي برخه دې پياوړې کړ ې

هدفونه

۱ـ د فردي تفاوتونو رعايتول

ـ په زده کړه ييزو فعاليتونو کې به ستړيا، ناهيلي، زړه بدوالی او تېښته له منځه لاړه شي.

ـ  روحي، ذهني، فزيکي، رواني او ټولنيزې ستونزې  به ډېرې کمې يا هم بيخي له منځه لاړې شې.

۲ـ د وخت او زمان په تېرېدو سره خپلواکه کېدل

زده کوونکي په انفرادي زه کړه کې د مستقلې زده کړې لارې چارې ډېرې ښې زده کوي، يعنې دا زده کوي چې څنګه يې زده کړي؟ لومړيتوبونه مو څه شی دي؟ مهالوېش څنګه ترتيب ……

۳ـ مطالعې سره عادت پيدا کول

 ـ زده کوونکي ډېر معلومات ترلاسه  کوي. 

ـ ډېرو معلومات ددې لامل کيږي چې زده کوونکي له  فعاليتونو څخه خوښي وښيي.

ـ ډېر فعاليتونه زده کوونکي پراخې مطالعې ته هڅوي.

۴ـ په مطالعه کې د مهارتونو رامنځته کول  رابينسون روشن SQ3R

(الف) اجمالي مطالعه: د عنوانونو مطالعه او د تېرو اطلاعاتو يادونه( survey ).

(ب) پوښتنې: په ذهن کې د پوښتنو راولاړول يعنې د مفهوم اخيستلو پوښتنې بايد داسې جوړې شي چې  ځوابونه ورته ورکړل شي((question.

(ج) مطالعه(لوستل): د پوښتنو د ځوابونو د پيدا کولو لپاره په ځيرتيا سره د متن لوستل((Read

(د) کتاب ته نه کتل: په ځيرتيا سره د کتاب له کتلو څخه پرته پوښتنو ته ځوابونه ويل. (rectie)

بيا کتنه: د يادداښتونو بياکتنه او د مهمو برخو تکرار(Review).

۵ـ خپلواکه او لارښود شوې مطالعه

 ـ د زده کړې هدفونه ارزښتمنوي.

ـ په زړه پورې او د لوست اړوند وي.

ـ زده کوونکي نسبت پخوا ته د خپلو فعاليتونو په ترسره کولو کې منظم کيږي.

ـ دا هم زده کوي چې څنګه په خپل ځان کنټرول ولري. 

ددې مېتود ځانګړتياوې

ـ محتوا لږه او فعاليتونه ډېر غواړي.

ـ په مضموني او ژبنيو اهدافو بحث کوي 

ـ په عملي او پرتليزه زده کړه ټينګار کوي.

ـ زده کوونکي ښه زده کړه کولای شي.

ـ خپلواکي پيدا کوي.

ـ خپلې ستونزې خپله حل کوي.

ـ په خپل نفس حاکميت پيدا کوي.

ـ د همکارۍ روحيه اخلي.

ـ خپله د علم او پوهې په لټې پسې روانيږي، نه دا چې علم دوی په  کور، سړک، کلي، کوڅه، ښوونځي او مدرسه کې ولټوي او په خپل دام کې يې ونيسي.

ـ ماشومانو کې  فکري قوت رامنځته کوي.

ـ. هڅانده شخص ترې جوړيږي

ـ خپله پرېکړه ډېره ښه کولای شي.

ـ په نفس اعتماد او باور پيدا کوي.

ـ د نوښت او نوي والي په لټه کې وي.

ـ خپله هم نقد کوي او د نورو د نقد حوصېله هم پيدا کوي.

ـ ښه حاضري ورکوي.

ـ ښوونځي، ټولګي، کتاب او ښوونکي سره لېوالتيا ښيي.

ـ په مشارکتي، ډله ييز او يوکسيز بحث او محاوره کې د ژبني مهارتونه پر بنسټ يې د ژوند قابليتونه پياوړي کيږي.

ـ هر زده کوونکی له بلې ورځې سره مقايسه او وارزول شي

د تطبيق لارې چارې

ـ  فعاليتونه به مشارکتي وي او ماشومان به په ډلو کې سره راټوليږي.

ـ ماشومانو ته د داستان موضوع  سترګو په سترګو کې لوستل کيږي.

ـ زده کوونکي به د داستان په اړه خپل معلومات وړاندې کوي 

ـ ګونګې، پټې او مهمې برخې تر پوښتنې او نقد لاندې راوستل کيږي او بيا زده کوونکي ورته معقوله ځوابونه پيدا کوي. ښه مثالونه يې د کرېټيف د کتابونو او د نمونه يي درسونو د مفهوم اخيستلو پوښتنې دي.

ـ د اسانتياوو رامنځته کول دي،د سختو کلمو او لغتونو معنا کول دي او په لنډو ټکو کې د اوږده متن د مفهوم بيانول دي. 

 ـ ماشومان له ويده او بې حسه حالت څخه يو فعال حالت ته راېستل دي..

ـ مدلل بحث کول. خپلو خبرو او بحثونو لپاره دليل راوړل، متل، بيتونه، اصطلاحګانې، د لويانو خبرې، د قران اياتونه او حديثونه راوړلی شئ.

ـ د هرې موضوع په اړه له ځيرتيا او ځيرکتيا څخه کار اخيستل.

ـ دې مېتود ثابته کړې ده چې د نويو مېتودنو په رامنځته کولو سره زده کوونکي ښه زده کړه کولای شي.

ګټې يې

 ـ د کارول په نظر د زده کوونکو د زده کړې اصل، زمان دی. زده کوونکي بايد خپلې ټولې چارې د مهالوېش له مخې چمتو کړي، له مهالوېش څخه پرته نشو کولای چې له خپلو چارو مطلوبه پايله ترلاسه کړو (۱۹۶۳) کال

ـ  ستاسو وخت به لږ نيسي او فعاليت به مو ډېر کړی وي.

ـ د هر زده کوونکي شخصيت، فردي تفاوتونه، استعداد، مهارتونه او د ژوند قابليتونه ډېر ښه پرمختګ کوي. 

ـ بلوم په دې معتقد دی چې: د زده کړې مهارتونه د حاکميت تر کچې د زده کوونکو په مفهومي ژوند باندې هم ښه اغېز کوي. زده کوونکي خپل ځان ته په يوه ښه ارزښت قايليږي او دغه مېتود د روحي سلامتۍ يو له قوي سرچينو څخه شمېرل کيږي. 

ـ په دې مېتود کې ښوونکی هڅه کوي چې د زده کړې بېلابېلې اغېزمنې لارې د زده کوونکو د فردي تفاوتونو پر بنسټ چمتو کړي.  

ـ ددې مېتود يو مهم اصل او ګټه دا هم ده چې قابليتونو ته د رسېدلو په موخه د زده کړې د پايلې کچه بايد له۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې سمو ځوابونونو ته ورسيږي.

ـ زده کوونکي خپلې مطالعې او ځاني ازموينو ته پراخوالی ورکوي، ترڅو په زده کړه کې د قناعت وړ قابليتونو ته لاسرسی پيدا کړي. 

ـ زده کوونکي په روحي او فزيکي توګه ورځ له بلې پياوړي کيږي. ښوونکی په مثبت فکر ټولګي ته راشي

 مېتود موږ ته څه لارښوونه کوي؟

ـ تاسو بايد پلان او پروګرام ولرئ. داسې پلان او پروګرام چې هلته نوې فکرونه، مهارتونه او د ژوند اړين قابليتونه چې په ورځني ژوند کې يې اغېز وګورئ لکه: مفاهمه، اړيکې جوړول،استدلال او همغږي.

ـ نظم(وخت، مهالوېش،ځای)، سليقه(ظاهري جوړښ)، مسلکي وړتيا(پيداګو وي، ارواپوه وي، ټولنپوه وي،ښه ممثل وي) او فکري ارامتيا ولرئ.

 ـ دا  نه وايي چې هېڅکله هم خپل پلان کې تغير مه راولئ، بلکې برعکس داسې وايي: تاسو بايد خپل پلان او پروګرام د حالاتو، اړتياوو، غوښتنو، شرايطو او موقعيتونو سره سم جوړ کړئ او هره ورځ په کې نوی والی راولئ.

ـ زموږ د مشرانو دا عادت دی چې هر وخت له خپل ځان څخه پروګرام جوړوي. د نورو له اړتياوو او مشورو څخه پرته يې د اجرا برخې ته وړاندې کوي، مګر د شاګرد محورۍ نظام بيا داسې وايي: که ډېر نه وي يو ځل دې دا مشران موږ ته هم پام وکړي. له موږ څخه دې هم واوري، موږ ته دې غوږ ونيسي. چې موږ څه غواړو او څه ته اړتيا لرو؟ کله مو چې دا کار وکړ دلته دی چې موږ او تاسې به سمو ځوابونو او هدفمندې پايلې ته ورسېږو

ارزونه(ښوونکي او مولفين)

(الف): ټول اړوند  مسايل چې دلته تدريس کيږي ستاسو موضوع پورې اړه لري؟

(ب): د درس ټولو اړخونو ته فکر شوی دی؟

(ج): هغه څه چې تاسو يې زده کوونکو ته ورزده کوئ، زده کوونکو ته مهم دي؟ ولې دي؟  

(د): د زده کوونکو غوښتنې څنګه اندازه او کټګوري کوئ؟

(س): د درس د فعاليتونو او پايلو په اړه مو فکر کړی دی؟ که مو کړی وي کړی ټاکلو اهدافو ته څو فيصده رسېدلي ياست؟

 (ص):له خپل مېتود او تدريس څخه څو فيصده ډاډمن او راضي ياست؟

(ش) مضمون مو څه دی؟ اهداف يې بايد محتوا محوره وي او که ژب محوره؟

په شاګرد محورۍ کې خطي زده کړه

 زده کوونکي په خطي پروګراميزه زده کړه کې بايد د مطالعې ټول پړاوونه ووهي.

ـ قدم په قدم مخکې لاړ شي.

ـ زده کوونکي د مطلبونو د درک لپاره پخوانۍ پوهه هم په پوره ځيرتيا سره تر مطالعې لا ندې ونيسي.

ـ په خپله وړتيا باندې د زده کړې پروګرامونه وڅاري. 

ـ که چېرته له هر ګام څخه وروسته يې پوښتنې ته سم ځواب ورکړ، نو په دې پوشه چې خطي پروګرام مخته ځي او که غلط ځواب يې ورکړ، نو د جبراني ارګانونو په لور ميلان پيدا کوي.

ـ له جبراني ګامونو څخه هدف دا دی چې زده کوونکي د اضافي معلوماتو په لټه کې وي.

ـ خپلې تېروتنې اصلاح کوي.

ـ د موضوع ټولې برخې نه لولي.

 په دغه برخه کې د ښوونکي مسووليت د زده کړې د هدفونو مشخص کول دي او تطبيقول دي.

ـ د زده کړې د اسانتيا او اغېزمنتيا لپاره د وسايلو او اړينو توکه چمتو کول دي.

ـ د هر زده کوونکي اړتياوو، غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه او د زده کړې په اړه ارزونه ده.   

يو استاد کيسه کوي

په سوېډن کې د ماشومانو يوه مدرسې ته لاړم. ښوونکی يې د ټولګي په يوه کنج کې ناست و. ماشومان په ډېر شوق سره په خپلو کارونو بوخت و. له دغو ماشومانو څخه يو هم  د چوکۍ په لور ولاړه، په چوکۍ يې  د خپلې خولې اوبه اچولې. د چوکۍ په څنګ کې يو بل ماشوم په خپلو ساعتيريو بوخت و. هر ځل به چې پورته کېده په چوکۍ به يې د خولې اوبه اچولې او دغه اوبه به د هغه بل ماشوم چې د چوکۍ ترڅنګ ناست و هم لوېدلې. څو ځله دا کار  تکرار شو، ما خپل ځان سخت کنټرول کړ. تعجب مې وکړ! چې څنګه دې ماشوم ته ښوونکی څه نه وايې؟ ځان سره مې وويل: که چېرته زما په هېواد کې کوم ماشوم دغسې عمل وکړي، زه  پوهېدم چې داسې ماشوم سره ما څه کول او هغه ماشوم چې په دې بل ماشوم  يا هم په چوکۍ باندې د خپلې خولې اوبه اچوي څنګه سزا مې ورکوله؟ دا مې ورته ويل: چې بيا داسې کار ونکړې، مګر دې ښوونکي يوه ته هم څه ونه ويل! په ډېر زغم او حوصېلې سره يې ماته اشاره وکړه چې ارام او منتظر واوسه! يو څو شېبې چې تېرې شوې، ښوونکی له خپل ځای څخه راپورته شو. ټول زده کوونکي يې له خپل شاوخوا راټول کړل. کېينول او ورته يې وويل: ګلاليو ماشومانو! موږ غواړو چې نن يوه ستونزه حل کړو، تاسو بايد راسره مرسته وکړئ،وګورو چې څه کولای شو؟ د هغه دوو ماشومانو کړه يې وستايل چې يو يې د خپلې خولې اوبه اچوي او هغه بل چې د  چوکۍ ترڅنګ ناست دی په خپلو لوبو او ساعتيريو کې بوخت دی. دې ماشوم  به هر څو دقيقې وروسته د خپلې خولې اوبه په خپل ټولګيوال اچولې، په تعجب سره يې وويل: زما له دې اوبو اچولو څخه يواځينی هدف دا و  چې زما د خولې اوبه تر کوم ځای پورې رسيږي؟ هر ځل به مې چې د خولې اوبه توکولې هڅه به مې دا کوله چې نسبت تېر ځل ته يې لرې وغورځوم. ښوونکي دغه موضوع تر بحث  لاندې ونيوله. زده کوونکي يې په دې اړه ژور فکر ته راوبلل او ستونزې ته يې د حل د لارې پيدا کولو په اړه وهڅول. په پای کې دوی دې پايلې ته ورسېدل: هغه ماشوم چې د خپلې خولې اوبه په خپل ټولګيوال يا هم په چوکۍ اچولې بايد ځای يې تغير کړای شي، ترڅو د خولې اوبه يې په چا ونه لويږي. يا هم د هغه بل ماشوم  چې د چوکۍ ترڅنګ ناست و ځای يې بدل کړي. هغه ماشوم چې د چوکۍ ترڅنګ ولاړ و او په هغه بل ماشوم يې چې د خپلې خولې اوبه اچولې، هغه د بښنې غوښتنې په نيت راپورته شو، دا د بل ماشوم وېښتان يې په اوبو پاک ومينځل او بښنه يې ترې وغوښته. په همدې سره د هغه ورځې ستونزه حل شوه.

تاسو دلته وکتل چې ښوونکي څنګه رول لوباوه! ددې پرځای چې خپلو زده کوونکو ته ووايي: چې تاسو غلط کار وکړ. کېنه. ورک شه. تېروتنه مو وکړه. مکوه. غلی شه، بلکې داسې عمل يې ترسره کړ، ترڅو خپله زده کوونکي خپلې ستونزې په خپله حل کړي او مناسبه حل لار ورته وګوري.

منفي فکر

شاګرد محوري د لاندې چلند مخالفت کوي

ـ زده کوونکي په هېڅ نه پوهيږي.

ـ زده کوونکي دې يواځې موږ ته غوږ ونيسي.

ـ پوښتنې دې نه کوي.

ـ اورېدونکي دې وي خو لوستونکي دې نه وي

ـ دوی دې يواځې غوږ ونيسي.

ـ دوی ټول وخت په تېروتنه کې وي.

ـ تر اوسه مو څه نه دي زده کړي.

ـ تا نو څه شی ولوستل

ـ ولې خپل وخت ضايع کوئ

ـ تاسو نه څه نه جوړيږي.

ـ زه مو نور ناهيلی کړی يم.

ـ که داسې وضعيت زه نور ټولګي ته نه راځم.

د منفي فکر منفي اغېزې

ـ زده کوونکي به يو بل سره هسې خبرې کوي.

ـ په سپينه پاڼه يا هم تصور کې د يو بل  انځورکشي به کوي.

ـ ځينې به په شعر ليکلو لګيا وي.

ـ يو شمېر به په خوراک بوخت وي

ـ ځينې به په لوستلو بوخت وي.

ـ داسې به هم وليدل شي چې يو بل سره سکونډي.

سپارښتنې

ـ د مولف او ښوونکي معلومات مستند، په ساده ژبه، جملې يې لنډې، اغېزمن او محتوا يې درجه بندي شوي وي.

ـ د شاګرد محورۍ مشخص فرعي مېتودونه ورته راړول شي.

ـ د زده کړې ناستې او غونډې لنډې وي، ترڅو زده کوونکي له زده کړې څخه ستړيا، ناهيلۍ او تېښتې ته زړه ښه نه کړي.

ـ فردي تفاوتونه په پام کې ونيول شي.

ـ يوه پېښه يا هم يوه مسله بايد پيدا شي او دقابليتونو پربنسټ ورته د حل لارې پيدا شي.

اخځليکونه

۱ـ پروينيان مژګان، شاګرد محوري به جای معلم محوري،  نشريه فلسفه و کودک، ۱۳۸۶ کال.

۲ـ نثاري مانا، شاګرد محوري را بشناسيم و تجربه کنيم، ۱۳۸۲ کال.

۳ـ https://article.tebyan.net

۴ـ rozintak.parsiblog.com

۵ـ دوديال، پوهاند محمد بشير، عرفان مجله،۱۳۹۱ ل کال.

۶ـ www.tya.blogfa.com

۷ـ www.pac.org.ir

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب