شنبه, جولای 27, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه اروپا کې د نوې انرژۍ په سلو کې ۹۰ تجدیدېدونکې انرژي...

په اروپا کې د نوې انرژۍ په سلو کې ۹۰ تجدیدېدونکې انرژي ده

تاند- په اروپايي اتحادیه کې تېر کال د ټولې نوې تولید شوې انرژۍ په سلو کې ۹۰ تجدید کېدونکې انرژي (لکه لمریزه) وه.

بادي انرژي په ۲۰۱۶ کې د سکرو ځای ونیوه او اروپایانو ته یې زیاته برښنا تولید کړه.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې پر اساس، د وینډ یوروپ (WindEurope) د صنعتي موسسې د راپور له مخې په ۲۰۱۶ م کال د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ټولټال ۲۴.۵ GWګیګابایټ انرژي تولید شوه چې ۲۱.۱ ګیګابایټه یې تجدیدېدونکې انرژي وه.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۰۷ م کال بادي انرژي شپږم ځای درلود خو اوس یې د تېلو ځای نیولی دی. بادي انرژۍ په ۲۰۱۳ کې د اتومي انرژۍ، په ۲۰۱۵ کې له اوبو څخه د تولیدونکې انرژۍ او اوس د سکرو د انرژۍ ځای نیولی دی.

تر ۲۰۱۵ پوري د سکرو انرژي په اروپا کې دوهم مقام درلود.

راپور وايي، تېر کال د ټولې نوې انرژۍ په سلو کې ۵۱ بادي انرژي وه، ورپسې په ترتیب لمریزه انرژي (په سلو کې ۲۷)، د طبیعي ګازو (۱۳٪) او تېل (۴.۳٪) وه.

جرمني تر ټولو زیاتې بادي پکې کېښودې او له دې درکه یې ۵.۴ ګیګابایټه نوې انرژي لاس ته راوړه. ۵ اعشاریه ۴ د ټولې اروپايي اتحادیې د بادي انرژۍ په سلو کې ۴۴ کېږي. په ټوله اروپايي اتحادیه کې ټولټال ۱۲.۵ ګیګابایټه بادي انرژي تولیدېږي.

ورپسې فرانسې ۱.۶ ګیګابایټه، هالنډ صفر اعشاریه ۹ ګیګابایټه او بریتانیا صفر اعشاریه ۷ ګیګابایټه بادی انرژي تولید کړه.

دا ډول انرژي ارزانه ده او تر دې هم مهمه دا ده چې چاپېریال ته تاوان نه لري یا ډېر لږ تاوان پېښوي.

لمریزه انرژي هم، چې په ۲۰۰۷ کال کې تقریباً په اروپايي اتحادیه کې په هیڅ حساب وه، تېر کال ۱۰۰ ګیګاباټ ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب