سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاد سرطان درملنه به څنګه کوو؟ / آغامحمد قریشي

د سرطان درملنه به څنګه کوو؟ / آغامحمد قریشي

نن ورځ چې کله د باثباته هیوادونو او دولتونو بیلګه ورکوو، نو د امریکا نوم به پکې راځې. د امریکا ملت پر اوه مادې اساسي قانون ورټول دی، او همدا قانون یې د ملي یووالي یو ارزښتناک سبمول ګرځولی، ولسمشر په سپیڼه ماڼۍ، د ولس استازي په کانګریس، مامور په شعبه، هټیوال په خپله هټۍ، او کومه نڅاګړه په نڅا ځای کې هم د خپل هیواد د اساسي قانون سپېڅلتیا او ارزښت ته درناوی کوي، او د یوه ملي ارزښت په توګه یې مني. دا ځکه هغه هیواد، ارام، باثباته، او د پردو له لاسوهنې خلاص دی، نه ناوړه او پردیپال لادونه لري، او نه هم ناوړه ګاونډي.

څه کم څلورو لسیزو راهیسې دې خاوره کې هر څه زیانمن شوې. د قحطۍ، لوږې، وچکالۍ، او دې ته ورته نورو ستونزو ترڅنګ زموږ اساسي ستونزه روانه جګړه ده، چې مختلف فکټورونه او لاملونه لري. د افغان ملت پر وجود روانه جګړه، سیاسي، سیمیز یا جیوپولیټیک/ستراتېژيک او استعماري اړخونه او ډولونه لري، جګړه هره ورځ عصري کېږي، توندېږي او زیانمه کېږي. جګړه لا روانه ده، لوږه او بیکاري ورځ تر بلې زیاتېږي، د نسل وژنې، بیولوژيکې، فکر وژنې، ملي کلتور او ملي ارزښت ورانوونکې جګړه خورا په زور کې روانه ده. تر ټولو بده دا چې د جګړې وسایل او توکي پردي دي، خو بشري ځواک یې تر ډېره خپله افغانان دي او د خپل وطن ورانولو لپاره یې لستوڼې له لسیزو پورته کړي، لا هم نه یو ستړې شوي.

دې جګړه کې ډېرو له دې نړۍ کډه کړې، ځینو پښې او لاسونه ورکړې، ځینو خپلې دوه کلنې لوڼې د لوږې په سبب په پیسو پلورلې، او ځینو نورو یې بیا پکې بریتونه غوړ کړي، دوبۍ، قطر، ټورنټو او نورو ښارونو کې ښکلې ودانۍ اخیستې او د عشق ژوند تېروي.

پاکستان رانه د نیابتې جګړې پرمټ د بهرني سیاست تناوونه، او ډيورنډ کرښې رسمیت غواړي، ایران راپکې د ملي یووالي مزې سستوې، له دې لارې دا ستر ملت او خاوره سره جلا کوي، په موخه چې خپلې ګټي وپالي. هند راپکې خپله نیابتې جګړه روانه ساتلې، غرب او شرق د چین او نورو هیوادونو په ګډون مو له خاورې د جګړیز ډګر کار اخلي.

نالوستې په سنګر کې ولاړ دي، د دین د تحرکاتو په په نوم او پلمه له دولت سره جنګېږي، لوستې په دولت کې دننه او بهر، ددې خاورې ستر ملت ته زهر ورکوي. څوک د ایران، څوک د پاکستان، څوک د غرب، څوک لا هم د هغه پخواني روس او چین ګوډاګیان دي، ښه بیلګه یې کال وړاندي د وحید مژده جاسوسي خبرې ورکولای شو. هغه د ګوتو په شمار دولتي چارواکې چې په چاپورې تړلي نه دي، د څوکۍ څخه د لیرې کېدو له ویرې هر څه وینې خو زغمې یې.

مدني ټولنې او رسنۍ چې ددې ستر ملت ورته د امیدونو سترګې په لور دي، پاکې او ناولې یې یو په بل کې ورکې او ور ګډې شوې، ځینې د ملي یووالي په زیان کار کوي، ځینې یې چې د ملي یووالي او ملي ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره کار کوي، د خلکو پرې باور نه راځي. د وخت جګړو، لوږې، انقابلابونو او لوټ او څوکۍ خوښونې د ولس په منځ کې باور له منځه وړی.

د افغانستان په څېر هیوادونو کې د ملي یووالي خبره یو څه ستونزمنه وې، له یو لوري یې وګړي اکثریت نالوستي دي، بل لور د مختلقو ژبو ویوونکي او قومونه د یو ملت په نوم سره ټولېدل ستونزمن کار دی. خو بیا هم په ډاډ سره ویلای شو چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ مشرانو د ملي یووالي لپاره کار کړی، موږ ته یې په مراث پرې ایښی، که نن زموږ له لاسه د ملي یووالی خوند او رنګ وځې دا به زموږ موجوده نسل له خپلو راتلونکو نسلونو او خپلې پاکې خاورې سره لویه جفا وي.

تر ډېره د جګړې کار له ځوانانو اخیستل کېږي، د پرديپالنې کار هم له ځوانانو اخیستل کېږي. په نورو هیوادونو کې ځوانان د یو هیواد اردو، پولیس، اداره او نورو برخو کې د ملا تېر جوړوي، خو زموږ بد بخت ملت په منځ کې همدا ځوانان ( Fresh Blood) دي چې د خپلې مور (وطن) شال ته یې اور اچولی او لا یې سوځوی.

د ایران، پاکستان او بل هر دولت هیڅکله نه خوښېږي چې د بدخشان د قربانیانو لپاره په هلمند، کندهار، او ننګرهار کې مرستې ټولې او د پېښې قربانیانو ته یوړل شوې. وېښ ملتونه همداسي وې چې هر فرد یې د ملت د بل فرد په غم او ښادۍ ځان شریک بولي. ښارونو له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د نسبي اقتصادي حالت ښه کېدا باید له موږه ځاونونه ورک نه کړي، موږ باید د خپل خاورې په غېږي داسي و اوسو لکه دیوې مور بچیان چې د مور په شاوخوا اوسي.

ټول هغه وګړې چې ددې خاورې په غیږ کې د افغانانو په نوم، د افغان اساسي قانون تر سیورې او ددې عالي قدرت تر نامه لاندې په دې قلمرو کې د افغانانو په توګه ژوند کوي، باید ملي یووالي او نورو ارزښتونو ته ژمن اوسي. ټول هغه کسان چې په دولت کې دننه او بهر دي چې ځان د بدخشان، ننګرهار، هلمند، کندهار او بل هر ولایت بچی نه بولي، د پردیو سرنا ته نڅېږي، افغان نشو ورته ویلای. ملي او رسمۍ ژبو ته درناوی نه کوي، د هیواد ملي، سیاسي او نورو شخصیتونو ته درناوی نه کوي، او یا خو په ټوله کې د پردو ډالرو، تومان او کالدارو مست کړي، ددې ستر او پاک ملت په منځ کې د سرطان حیثیت لري، زموږ تر ټولو ستره دنده همدا ده چې ملي یووالې د سرطان ددې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورو، که نه، نن دې که سبا دا وطن په ورانېدو دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب