جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران روان کال تر دې دمه کابو ۳۰ زره افغان زده کوونکي...

ایران روان کال تر دې دمه کابو ۳۰ زره افغان زده کوونکي ایستلي

تاند ( شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د ایران دولتي اژانس ایرنا د ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د روان کال له پيله شاوخوا ۳۰ زره افغان زده کوونکي، له خپلو کورنیو سره یو ځای افغانستان ته اېستلي دي.

دغه زده کوونکي په خراسان رضوي او مشهد کې مېشت وو.

د راپور له مخې لا هم ۳۵ زره افغان زده کوونکي په ایران کې په زده کړو بوخت دي.

ایرنا د خراسان رضوي ولایت د امنيتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري په حواله لیکلي، چې مخکې په دې ولایت کې تر ۷۵ زره ډېر افغانان په زده کړه بوخت وو، چې نیم شمېر یې قانوني اسناد نه درلودل او اوس خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

شمقدري زیاته کړه چې دا شمېر خورا زیات دی او اټکل کېدای شي د دغو زده‌کوونکو تر شړلو وروسته شاوخوا زر ټولګي تش شوي وي.

د نوموړي په وینا، د شړل شوو زده‌کوونکو ۹۵ سلنه په مشهد کې مېشت وو، خو ۳۵ زره نور افغان زده‌کوونکي چې قانوني اسناد لري، اوس هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب