پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد مارچ په درېیمه اوونۍ تر ۷۰ زره ډېر کډوال هیواد ته...

د مارچ په درېیمه اوونۍ تر ۷۰ زره ډېر کډوال هیواد ته راستانه شوي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړی چې د مارچ په درېیمه اوونۍ کې ۷۳,۳۶۴ افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې ۳۶,۱۶۶ نور له هېواده وتلي دي.

آی او ایم ویلي، د دې زیاتوالي اصلي لامل له ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه د افغانانو د خپلې ‌خوښي بېرته ستنېدا ده.

د آی او ایم د راپور له مخې، د تېرو اوونیو پرتله، د مارچ په درېیمه اوونۍ کې د بېرته راتګ بهیر ۲ سلنه زیات شوی، خو د وتلو شمېر ۱۳ سلنه کم شوی دی.

د تورخم لار، چې د فبرورۍ په ۲۱مه تړل شوې وه، د مارچ په ۲۲مه بیا پرانیستل شوه.

بل‌خوا، د پاکستان حکومت ټولو “غیر قانوني بهرنیانو” او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو ته امر کړی چې د مارچ تر ۳۱مې له هېواده ووځي، که نه، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به له هېواده وایستل شي.

د سلو ټولنو او فعالانو غوښتنه

د نړیوالو ستراتیژیکو دعوو شورا په مشرۍ د بشري حقونو تر سلو ډېرو ټولنو او فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې، له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ د یودېرشمې ضرب‌الاجل لغوه کړي، ځکه چې دوی به افغانستان ته د بېرته استول کېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

پاکستان، افغان کډوالو ته ویلي چې یا تر ټاکلې نېټې د دغه هیواد له خاورې ووځي او یا به په زوره وایستل شی.

په داسي حال کې چې د پاکستان ضرب‌الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي، دغه ائتلاف د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او ډاډ ورکړي چې عملي به نه شي.

په دې لیک کې، چې پرون (جمعه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ته استول شوی، راغلي چې دوی د افغان کډوالو نیونې، په زوره له پاکستان څخه ایستنه او پراخې بشري سرغړونې غندي.

دا ائتلاف ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات اړین دي.

په ګډ لیک کې راغلي چې یاد ضرب‌الاجل د پاکستان له قانوني ژمنو سره په ټکر کې دی، ځکه چې کډوال مجبوروي چې بېرته هغه هېواد ته لاړ شي، چې دوی له جدي امنیتي ګواښونو او د ازادۍ له محدودېدو سره مخامخ کېږي.

په راولپنډۍ کې تر ۹۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

په همدې حال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو افغان کډوالو ته د ټاکلي ضرب الاجل په درشل کې په راولپینډۍ کې لږ تر لږه ۹۲۳ افغان اتباع نیولي دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو له منځه ۲۱۳ تنه افغانستان ته استول شوي دي.

پاتې کسان د ښار په لمنه کې، د ګلړه موړ سیمې ته نژدې، د کډوالو په یو موقت مرکز کې ساتل کېږي.

 ډان ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ له دې مرکز څخه ۲۲ تنه تښتېدلي دي.

د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلې، ۱۱۶ هغه کسان دي چې د “افغان اتباعو کارت” لري، او ۲۹۰ نور د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د راجستر سندونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...