یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله فلسطیني بندي سره د جنسي اړیکو په خاطر ښځینه اسراییلي ساتونکې...

له فلسطیني بندي سره د جنسي اړیکو په خاطر ښځینه اسراییلي ساتونکې له پیرې لېرې شوې

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۰ مه) له یوه فلسطیني بندي سره د جنسي اړیکو د لرلو له کبله لږترلږه ۵ اسراییلي ښځینه سرتېرې د هغه بند له ساتنې لېرې کړای شوې چې فلسطیني بندیان پکې ساتل کېدل.

اسراییلي رسنیو پرون راپور ورکړ چې یوې اسراییلۍ سرتېرې له فلسطیني بندي سره د جنسي اړیکو په لرلو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې دغه فلسطیني بندۍ له څو نورو ښځینه ساتونکو سره هم د مینې تار ځغلولی و.

د فلسظیني بندي او د هغو ښځو چې له ده سره یې جنسي اړیکې لرلې، نومونه په ډاګه شوي نه دي خو ویل شوي چې فلسطیني بندي پر ملکي اسراییلیانو وژونکې حملې کړي دي.

محکمې ویلي چې د تورنو کسانو نومونه دې پټ وساتل شي.

په اسراییل کې هره ښځه او نارینه باید عسکري وکړي. د ښځو د جبري عسکرۍ موده دوه کاله یا ۲۴ میاشتې خو د نارینه وو ۳۲ میاشتې ده.

اسراییلي رسنیو ویلي چې فلسطینی بندي یې یوه جلا ځای ته بیولی او پرېکړه شوې چې نور دې ښځینه ساتونکې پر خطرناکو فلسطیني بندیانو پیره نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب