تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د سالنګ لویه لار، چې د افغانستان جنوب او شمال سره نښلوي، له نن (یکشنبې) څخه بنده شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې د دې اعلان ترڅنګ ویلي چې دا لار په دې خاطر تړل کېږي چې هغه ترمیم کړي.
دا اداره وايي چې د سالنګ د تونل په شمول به ټوله لویه لار په اساسي ډول بیا ورغوي څو په ژمي کې د هر کال په شان موټرچلوونکي ستونزې ونه لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې ريیس عبدالحکیم اغا پرون (شنبه) د دې لارې د بندېدو په درشل کې رسنیو ته وویل چې دا لار به له نن (یکشنبې) څخه تر نامعلومې مودې پورې بنده وي.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي و چې له نننۍ یکشنبې څخه به په تونل کې د کانکرېټ کولو چارې پیل شی او ښايي په یوه اوونۍ کې بشپړ شي.
د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول د جنوب د ګڼو ولایتونو او د شمال د ۹ ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ اصلي لار سالنګ او یا سالنګ تونل دی. نو که د دې لارې بیارغونه هر څومره ډیره ځنډېږي د خلکو کړاوونه به هم په هماغه اندازه ډیر شي.
پر سالنګ سربېره د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ د بامیان د شیبر لاره هم شته خو دا لاره ډیره اوږده او له لوړو ژورو ډکه ده.