Homeخبرونهروسیه: ټول ګډونه حکومت جوړول، افغانستان له ګواښونو سره مبارزې ته چمتو...

روسیه: ټول ګډونه حکومت جوړول، افغانستان له ګواښونو سره مبارزې ته چمتو کولای شي

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )   د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کول، دغه هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د غیرقانوني کډوالۍ د مخینوي لپاره مبارزې ته چمتو کولای شي.

لاوروف له خپل تاجیکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې د محرمانه پلانونو او سلا مشورو خبره کړې ده.

لاوروف وايي، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې، موږ د افغانستان د وضعیت په تړاو په منظمه توګه له نږدې او په محرمانه ډول سلا مشورې کوو. په افغانستان کې د ترهګرۍ، ناقانونه کډوالۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له قومي او سیاسي اړخه د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.»

بل خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین وایي، چې د مسکو او دوشنبې ګډې ارزونې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی دی.

د طالبانو د رژيم د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او په دې تړاو د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي، خو وایي، چې د دوی  د مشر له فرمان وروسته د مخدره توکو د جرړو د ایستلو لپاره جدي مبارزه پېل شوې ده.

په افغانستان کې د خطرونو د موجودیت په اړه د سیمې د هېوادونو اندیښنې په وروستیو کې زیاتې شوي، خو طالب رژیم یې په پرله پسې ډول ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...