یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهترکیه نن برخلیک ټاکونکې ولسشمریزې ټاکنې لري

ترکیه نن برخلیک ټاکونکې ولسشمریزې ټاکنې لري

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )  ترکیه نن له اوږدو کلونو وروسته سختې او برخلیک ټاکونکې ټاکنې لري.

په دې ټاکنو کې د یوه بل نوماند ترڅنګ اصلي سیالي د ښي اړخي ولسمشر رجب طیب اردوغان او کیڼ اړخي نوماند کمال قلیچداراوغلو تر منځ ده.

 د یادو ټاکنو پایلې به نن شپه معلومیږي او څرګنده به شي، چې ترکیه ښي اړخي سیاست ته دوام ورکوي، که کیڼ اړخ ته به ستنیږي.

د اردوغان مخالف نوماند کمال اوغلو ځان د ترکیې د پلار مصطفی اتاترک، چې سیکولر سیاستوال و، میراث پالونکی ګڼلی او ویلي، چې د هغه ارمانونو ته به کار وکړي.

د دغو انتخاباتو پایلې به نه یوازې د دغه هیواد، چې ۸۵ میلیونه نفوس او د ناټو غړیتوب لري، راتلونکی ولسمشر معلوم کړي بلکې د ترکیې په اقتصادي او سیاسي پالیسیو کې هم ښايي لوی بدلون راوړي.

نظرپوښتنې ښيي چې د اپوزیسیون د شپږو ګوندونو د ایتلاف مشر کمال قلیچدار اوغلو، تر خپل اصلي سیال یعني اوسني ولسمشر رجیب طیب اردوغان یو څه وړاندې دی.

که هیڅ کاندید پنځوس سلنه رایې ترلاسه نه کړای شي، بل پړاو انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د مې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

۶۰ میلیونه او ۶۹۷ زره تنه ترکان د رایو په شرایطو برابر دي چې د هغو په منځ کې پنځوس اعشاریه ۶ ښځې دي.

دوه مخکښ کاندیدان پرون (شنبې) د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دوو جلا سیمو ته لاړل چې په ترکیه کې یې د هغوی د سیاسي ګروهنې څرنګوالی ښوده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازدیګر ایاصوفیې جومات ته لاړ او هلته یې د ماښام لمونځ ادا کړ، خو کمال قلیچدار اوغلو د اوسنۍ ترکیې د بنسټګر کمال اتاترک مقبرې ته لاړ.

د رای ورکولو مرکزونه د سهار په ۸ بجې پرانیستل شول چې د مازدیګر تر پنځو بجو به پرانیستي وي.

د ترکیې د انتخاباتو د قانون له مخې، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه د شپې تر نهو بجو پورې اجازه نه شته چې څه وویل شي.

د شپې ناوخته به څرګنده شي چې د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات بل پړاو ته وځي او که نه.

د ترکیې کردان، چې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر یې د ۱۵ میلیونو او ۲۰ میلیونو ترمنځ دی، په نننیو انتخاباتو کې اساسي رول لري.

د ترکیې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هممهاله پارلماني انتخابات هم کیږي.

په پارلمان کې بری هم د دواړو ايتلافونو لپاره زیات اهمیت لري او که هر ايتلاف په پارلمان کې له درو برخو دوې برخې چوکۍ وګټلې په اساسي قانون کې د تعدیل امکان مومي.

د ترکیې پارلمان ۶۰۰ چوکۍ لري او د قانون د بدلون لپاره ۴۰۰ چوکیو ته اړتیا ده.

افغانان هم  د ترکیې د ټاکنو پایلو ته بېلابېل غبرګونونه لري.

د طالبانو ترڅنګ، چې له اردوغان سره نظریاتي ملګرتیا لري، په ترکیه کې مېشت افغان کډوال د اردوغان بریالیتوب ته هوسیږي او دلیل یې نظریاتي ملتیا او د کډوالو په اړه د هغه نرم سیاستونه بولي.

خو د اردوغان مخالفان او په خاص ډول روښانفکره افغانان د کمال اوغلو د بریالیتوب په هیله دي او وایي، چې اردوغان د یوه مهم اسلامي هېواد په توګه ترکیه د سخت دریځۍ خوا ته بیایي.

په ترکیه کې دواړه نوماندان سخت پلویان لري، له دې امله دغه سیالۍ خورا سختې یادې شوي.

2 COMMENTS

  1. له دواړو کاندیدانو څخه یو ئی هم سپینه فرشته نه ده او دواړه ئی د مثبتو او منفی ټکو خاوندان دی.
    خو
    د « شرق » د برم او دبدبی د احیاء او د یو قطبی امریکائی غلط سیوری او سیسټم د کمزوری او یا اِمحاء او یا حداقل اصلاح طرفداران د رجب اردوګان د انتخاب طرفداران دی.
    بله دا چی:
    زموږ روشنفکران په کوم مخ او په کومه پزه د غرب خصوصاً امریکی د ګټو په تأمین کی خپلی ګټی پلټی؟

  2. سلامونه،
    د کمال آتاتورک سیکولره جمهوري ې تورکیه ، د نړۍ په تاریخ،جغرافیه، سیاسي او نظامي او تجارتي اڼډول کې ځانګړی مقام لري. د خلکو ډیري ې سني مسلمانان او باسواده یا روشنفکره دي ،خو په عین زمان کې سخت مليګرا او پر عثماني امپراطورۍ لا هم فخر کوي،البته نور ډیرکي او لږکي ملیتونه هم لکه کردان؛یهودان،ارمنیان، عربان ا.د.ن هم پکې اوسیږي…
    په تیره پیړۍ کښې، حکومتونو ې له پنځو کلونو زیات دوام نه کاوه مګر رجب اردوغان دا شل کاله په قدرت کې دی او فکر کوم اساسي قانون کې ې تغییر راوستی و چې تر څو ژوندی وي جمهور ریس به وي!؟.خو اپوزیسیون اوس ټولو ورته لاس یو کړی او وګورو چې د ڼن ټاکنې به رایټ ته لاړ شي که سوسیال دیموکراسي ته؟؟!!.
    جالبه داده چې تورکیه کې میشت یا تښتیدلي افغانان هم د راېې ورکولو حق لري او هم په خارج کي مخصوصاََ اروپا کښې په ملیونونو ترکان هم د رایې حق له مزیت نه برخورداره دي.
    یوه قصه وکړم، په ۱۹۷۵-۱۹۸۰ کلونو تر مینځ زه استانبول کې محصل وم او د راستیانو او چپیانو تر منځ شخړې او وژنې ،نیوې ډیرې زیاتې شوې ؛زما یو ملګري راته وویل :که چا درنه پوښتنه وکړه چې چپي ېې که راستي؟؟، ورته وایه/(فوټبالجي یم فوتبالجو)!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب