دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهقزاقستان په افغانستان کې خپله سوداګريزه خونه پرانيزي

قزاقستان په افغانستان کې خپله سوداګريزه خونه پرانيزي

تاند: ( دو شنبه، د حمل ۲۸ مه) د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د سوداګرۍ خونه پرانيستل شي.

د دغه وزارت ویاند «آیبک اسماردیاروف» ويلي، چې په دې اړه کابل ته د دوی د يوه پلاوي د تازه سفر پر مهال هوکړه شوې ده.

د پلاوي مشري د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزير «سریک جومانگارین» کوي.

نوموړي د خپل سفر پر مهال د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره لیدلي او د اړيکو د پراختيا په اړه ورسره غږیدلی.

یاد شوي هېواد ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د وړو، غنمو، د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي وسایلو او نورو برخو کې به تجارتي همکاري وکړي.

قزاقستان د خپلو ژمنو د عملي کولو دقیق وخت نه دی په ډاګه کړی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د سیمې هېوادونو سره تجارتي اړیکې پراخې شوي، چې شنونکي دا اړيکې تر ډېره د همدغو هېوادونو په ګټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب