Homeخبرونههلمند کې د یو موټر میسو او سرپو د قاچاقو مخنیوی شوی

هلمند کې د یو موټر میسو او سرپو د قاچاقو مخنیوی شوی

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  د هلمند د دېشو ولسوالۍ په ملک شېر سیمه کي د سرپ او میسو دوه تنه قاچاق کوونکي ونیول شول.

د یادي ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې د دوی د ځواکونو لخوا په میسو او سرپو بار یوه عراده ټیلر موټر چي ۱۲۱ بوجۍ میس او ۵۰۰ عدده د سرپو خښتې پکې بار وې نيولي دي.

د طالب چارواکو په خبره، یادو کسانو غوښتل په غير قانوني او قاچاقي ډول میس او سرپ له هیواده بهر ولېږدوي چي د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

چارواکو د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

له هلمند او ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې ولایتونو څخه تل پاکستان ته د ورته قاچاقو خبر ورکول کیږي، خو چارواکي یې د مخنیوي ادعاوې کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...