یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+داسي ټوکر جوړ شو چې موبایل چارجوي

داسي ټوکر جوړ شو چې موبایل چارجوي

تاند- د ناتینګم پوهنتون د ارټ او ډیزاین پوهنځي د الیکترونیکي محصولاتو استاد ډاکتر تیودور هیوز ریلي د خپلو څېړنو په نتیجه کې داسي ټوکر جوړ کړی چې موبایل او ځیرک ساعت پرې چارج کېدای شي.

دی وايي چې په دغه ټوکر کې لمریز سیلونه له لمره ۴۰۰ میلي واټه انرژي اخلي چې دا د یوه ځیرک ټېلفون یا ساعت د چارج کېدو لپاره کافي ده.

دا ټوکر اي ټیکسټایل (e-textile) نومېږي او په جمپر یا بیک پورې نښلول کېدای شي. که مو بیک پر شا وي، په اتومات ډول به له لمره انرژي اخلي.

په دې ټوکر کې سیمونه تیر شوي خو دومره نازک او نرم دي چې نه احساسیږي. دا ټوکر داسي جوړ شوی چې د جامو مینځلو په ماشین کې، چې د تودوښې درجه یې د سانتي ګراد تر ۴۰ وانه وړي، مینځل کېدای شي.

د دې ټوکر لمریز سیلونه، چې اوږدوالی یې ۵ میلي متره او پلنوالی یې یو نیم میلي متر دی، د اوبو ضد خاصیت لري او که لاس پرې ووهئ نه لمس کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب