یکشنبه, مې 5, 2024
Home+څېړونکي په سپوږمۍ کې بوټي تجربه کوي

څېړونکي په سپوږمۍ کې بوټي تجربه کوي

تاند- ساینس پوهان غواړي چې تر ۲۰۲۵ پورې په سپوږمۍ کې د تجربې لپاره بوټي وکري.

دوی وايي چې که په دې ازمېښت کې بریالي شول نو د هغو سیمو له اوسېدونکو سره به مرسته وکړي چې د اقلیمي بدلون له کبله د خوراکي محصولاتو له کموالي سره مخامخ کېږي.

په سپوږمۍ کې د بوټو د کرلو د پروژې مشري د استرالیايي شرکت لونیریا ون په غاړه ده.

دا به لومړی ځل وي چې ساینسپوهان په سپوږمۍ کې د بوټو د کرلو ازمېښت کوي.

په سپوږمۍ کې، چې اکسیجن او اوبه پکې نه شته، د بوټو د ودې لپاره شرایط برابر نه دي خو ساینسپوهان وايي چې دوی غواړي په داسې سختو شرایطو کې د بوټو د زغم توان ځان ته معلوم کړي.

د امریکا، اسراییل، جنوبي افریقا او څو نورو هیوادونو د پوهنتونونو څېړونکي په دې ګډه پروژه کې برخه لري او د خپلو تجربو په اړه وايي چې لا یې لومړني ګامونه اخیستي او هڅه کوي ځان ته معلومه کړي چې ایا پر سپوږمۍ د انرژۍ، درملو او اکسیجن د پیدا کولو امکان شته او که نه.

دا ټول عناصر په سپوږمۍ کې د انسان د ژوند لپاره هم مهم دي خو سپوږمۍ ته تلليو انسانانو هلته په مصنوعي اکسیجن، چې له مځکې څخه یې وړي، د لنډ وخت لپاره ګوزاره کړې ده.

په وروستیو کلونو کې ساینسپوهانو یو وار بیا سپوږمۍ ته پام زیات کړی دی او ویل کېږي چې د دوی د پام یو اساسي دلیل په سپوږمۍ کې د قیمتي عناصرو لټون او مځکې ته د هغو راوړل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب