پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+پاڼه ولې رپېده؟ | ډاکتره فریده هوډ سیفي

پاڼه ولې رپېده؟ | ډاکتره فریده هوډ سیفي

ښکلې جامې یې په تن وې، شین بخونی کمیس یې د سپینې لوپټې تر څنډو لاندې داسی ښکاریده لکه له  شنو پاڼو او ګلانو جوړه شوې جوړه یې چې په تن وې. تا به ویل سپینه سپوږمۍ  ده. ښایسته چار ګل، د سرو زرو بنګړې  او ښکلې د سرو زو ګوته یې له ورایه لکه ستورې په اسمان کې ځلیدل.  مخ یې په څادر کې  نغښتی و او د څادر له څنډې یې په یوه سترګه اوتر اوتر ها خوا دې خوا کتل. تا به ویل د کوم شي په لټه کې ده، کوم ډیر ګران شی ترې ورک شوی دی. ورسره بله ښځه رامخکې شوه ، هغه هم ترهیدلې ښکاریده خو لکه د دې  نه رپیده. کوشش یی کاوه چې په اوچت غږ ونه غږیږی. تا به ویل نه غواړي هیڅوک د هغې خبرې وا وري.  لکه ما ته یو راز په غوږ کې وایي،‌ ما د هغې غږ سم نه شو اوریدلی چې څه یې ویل.

زما کتنځی د دوابې په بازار کې و. دا د هنګو او ټل ترمنځ‌ په لاره پرته سیمه ده. د ټل، پاړه چینار ، ځاځې – منګلو په لور به لوی او واړه  ګاډې له  همدې بازاره تلل راتلل. د پکتیا له لارې ډیر افغانان په همدې  لارې پاکستان ته ننوتل. د هنګو سمیې ته یې مقابله لاره وه او کله کله به تر کوهاټه پوری ګاډي له همدې ځایه روانیدل. که څه هم چې ما با تل د کتنځي کړکۍ بندې ساتلې خو د بازار غږ غوږ او شور  به ډیر اوچت و او زه به مجبوریدم چې په لوړ غږ وغږیږم. دې د پاخه عمر  ښځې ته مې وویل: «وبخښه ستا په خبره باندی پوهه نه شوم.»

 هغې ورسره راغلې همدې د ښکلو جامو ښځې ته اشاره وکړه.‌ له هغې مې و پوښتل «د دې څه تکلیف دی؟» هغې خوله زما ځواب ته لا نه وه پرانیستلې چې په دې کې د کلنیک څو کیدار غږ کړو، «ډاکتر صیب د دې بیمارانو نارینه راغلي؛ غواړي خبرې وکړې درسره.» په دې سیمه کې عجیبه دستور و ما به هم خپل مخ نه شو ښکارولی. څادر مې تر خولې او پوزې تاو کړو او ورته می وویل: «راتلای شي.» په دې کې مې د سړي غږ بیا  تر غوږو شو چې ویل یې: «ارڅې ارڅې ( راځې و راځي )  کوهاټ ته ځو… هلته ښې ډونکټرې (ډاکټرانې ) دي… ما هم څه ونه ویل او دوی دواړه په مڼډه له کو ټې ووتلې.

د پاخه عمر ښځه مخکې او ځوانه ورپسی وه. په غالب ګمان دا خواښې او اینږور وې. په وتلو – وتلو کې ځوانه ښځه لږه پښه نیولې شوه،‌ لکه غوښتل یې څه راته ووایی، زه هم له خپله ځایه پاځیدم او نیژدې ورغلم. هغې خپل مخ راښکاره کړ او زما لاس یې کلک ونیوه. لاسونه یې داسی رپیدل لکه په ونو کې پاڼې چې سخت باد ته نه شی ټینکیدلې. سترګې یې له اوښکو ډکې وې. داسي ښکاریدل لکه هغې غوښتل په یوه شیبه کې د خپل زړه غوټه راته پرانییزې. خو دا غم لکه یوه معما وه او ما ته یې پوهیدل په اشارو سخت وو. ما ویل ښایي لکه د ډیرو نورو ښځو په شان دا هم په دې رټل کیږي چې اولاد نه لرې…. ما غوښتل ورسره خبرې وکړم او ترې وپوښتم چې څه خبره ده. په دې کې د سړې غږ بیا اوچت شو ((دا څه شوه، وکسه (وګوره ) کنه..)) او دې سره  یې خواښې په بیړه ور پرانیست، په لړزیدلي غږ یې وویل څه شوې  ارڅه (راځه) پاڼې…‌ ها پوه شوم چې نوم یې پاڼه وو ، پاڼې منډه کړه او په اوترو اوترو ګامونو له کوټې بهر شوه.

دا لومړې ځل و چې د یوې ناروغې په هکله مې د تجسس حس راپاریدلی و او غوښتل مې پوهه شم چې د هغې څه ستونزه وه. له ما یې څه غوښتل؟ د هغې تلل بلې ډاکترې ته دومره  د پوښتنې وړ نه و. دا په دې سیمه کې عامه خبره وه. هر چا به چې د کوم ډاکتر صفت واورید بس ویل به یې همدا ښه دی او خپل ناروغ به یې ورته بوتلو، ان تر دې چې د یوه ډاکتر نسخه به یې لرې وغورځوله او بیا به یې د  بل داکتر دوا او درمل پیل کړل. خو دا ما ته عجیبه وه چې ولې په مرموزه توګه دوی زما  کتنځې ته راننوتل او بیا ولې پاڼه لکه پاڼه رپیده. هغې غوښتل ما ته څه ووایی؟  د کړکۍ تر شا مې د کنجکاوۍ له مخې د سړک خواته وکتل. په دې سیمه کې ډیر خلک د دې په وینا په ټکټرو (تراکتور) کې راتلل. دا ځکه چې په دې سرحدي سیمو کې ډیر کلي د غونډیو دپاسه جوړ و او هلته نه سم سړک و  او نه هم پخې لارې، د دوی په اصطلاح لارې کچه وې. خیر پوهه شوم چې دوی له کومې لرې سیمې راغلی او خپله د دوابې د کلې اوسیدونکې نه دي. هلته د وسلو ګرځول آزاد و، دا هم راته ډیره د تعجب وړ نه وه چې د سړي په غاړه کې مې اوږد ټوپک او قطار مرمې ( ګولې ) ولیدلې. سړی مخته او دا دواړه ښځې ورپسې ټکټر ته سپاره او د کوهات په لور و خوځیدل.

زما کتنځی په دوم پوړ کې و او لاندی درملتون و. د درملتون تر شا بله کوټه وه چې یو نارینه ډاکتر پکې ناروغان کتل. په اصل کې د کلنیک خاوند هم همدا ډاکتر و. په چین کې یې سبق ویلی و او له ډیرو پخوانیو افغان مهاجرو څخه و چې د پکتیا نه د دې سیمې په لور راغلی و. هلته یې خپل  کور و او د سیمې خلکو ورته ډیر درناوې کاوه. دی هم د خلکو ډیر خواخوږی و. زه چې د کور خوا ته تللم نو دې ډاکتر به د درناوی له مخې زه په خپل موتړ کې تر کوره رسولم چې له کتنځي څخه ښایی دوه دقیقی د موتړ لاره وه او که پلې تللم نو تر لس دولسو دقیقو ډیره لار نه وو. خو هلته ښځې یو ګام هم په سړک یواځې نه شوای ګرځیدلاې. دوې سره به ددوې نارینه وو او بیا به په ګاډې یا موتړ کې تللې. خیر په دې ورځ‌د داکتر سره دهغه مرستیال  ( کمپوډر) زه تر کوره ورسولم. هغه راته وویل: ډاکتر صیب دا ننې خلک خو ډیر عجیبه غوندی وو. ما ویل څوک یادوی ؟ ده ویل هغه ټکټر والا… ډیر په روپ کې وو ( ډیر معغرور وو ) اوله راغو ( راغلو )  بیا یې خدا خبر چې څه په زړه کې تیر شول ، خو دې غریبو ښځو  ته یې  ډیرې زیړې کولې او سخت ورته غوسه وو..

ما ویل : نو ولې په قار وو؟

ده ویل: خدا خبر ډونکټرې  خورې دا خلک بل مزاج دي ، مالدار ده، زمیدار هم ده. دوې سره پیسې ډیرې او مینه  پکې کمه دا…  دده په لهجه پښتو خبرو خوند راکاوه خو په ډیرو کلماتو به یې کله کله نه پوهیدمه. ده لګیا وو همدا خبرې  یې کولې او ما ته د پاڼې ترهیدلې څیره مخې ته ولاړه وه.

دا عجیبه کلې وو ، زه به چې کور ته راغلم بیا به دکلې مالت  ښځې په یوه نه یوه بانه زما کور ته راتللې. چابه ویل خیر ډانګټرې دا بلد پریشر مې وکسه (‌د وینی فشار مې وګوره) بله به راغله او ویل به یی خدا خبر چې شوګر مې ډیر ده او که کم ده ، بلې به کړل ،‌داسی په دا سر کې مې چمچمی چمچمی کیږی ( سر مې ګرځي )   یوه به چې غریبه وه او وس به یې د پوره فیس نه وو نو ویل به یی : ډانګټری دا د پینځو روپو مې و کسه… او چې ما به بی له فیسه وکتله  او مفته دوا به مې هم ورکړه نو بیا به یې همدا دوعا ګانې کولې او ملګرتیا به له همدی ځایه پیل  شوه. دوې به ویل: ډانګټرې ستا مجلس خوند کیوې. ما به یوه بې له چایو او کلچو نه پرښتودله. زما خور ذکیه  چې له کابله پیښور او بیا زما کورته راغلې وه په همدې یې فیصله شوه چې تر څو کوم ښه کار پیدا کوی زما سره به اوسي. د انګریزی په ژبه ښه پوهیده او تر ما ډیره بیا دا  د کلې له ښځو سره خوشاله وه.  په دوې کې یوه شهیده نومیده ، هغه بیا هغه د چا خبره زما مریده وه. د شهیدې غټ د سرو زرو چارګل په پوځه وو، ټیټه ونه ، غټې سترګې او غتې کوڅې یی وې. تل مدام به یې له مزرو  پوزي  اوبدل، هغه زمونږ د کابلیان په اصطلاح بوریا بافه وه. هغې به راته دکلی د لر او بر سر کیسې کولې او کله کله خو به یې مجبورولم چې د هغوې میلمستیاو  یا د واده په مراسمو کې ګډون وکړم. ما به ډیر ځله بانې کولې خو بیا به کله کله ورسره  تللم.

یوه ورځ‌ شهیده راغله او ویل یې : امیرۍ بللې یې ،ارڅه چې څو  ( راځه چې ځو ) سړی یې راروان دا  کتر ( قطر ) کې ده کنه.. خدا چې لاړه شه…

 امیره  د کلې په بر سر کې اوسیده او ښه ښایسته کور یې وو. کله کله مونږ کره راتله.د هغې د لور او زما د خور ذکییې هغه د چا خبره سخته یارانه وه.ذکیې به  زما  د خپلې کورنۍ، خویند او ورونو تصویرونه خپلې ملګرې ته ښودل.

کله کله به مو  ددوې عکسونه  یا ددوې په وینا پټوان هم واخیستل.  دکابل د ژوند او حالاتو پوښتنې به یې کولې ،  زمونږ جامې یی خوښیدې. زمونږ یوه کوټه کې توشکونه  او بالښتونه ( تکیې ) وو او کله کله به  چې د میز اوچوکیو ستړې شو نو د کابل په یاد به مو لوې دسترخوان په مځکه خور کړو او ډوډۍ به مو په ګډه خوړله. دوې ته زمونږ پخلې او خوراک سخت خوند ورکاوه. هر کله به یی ویل یره ډانګټرې هغه کابلی پولاو پوخ که کنه نو  سخت خوند کیوې. او ماته به بیا ددوې کرخو ( لوبیا ) ډیر خوند راکاوه.

 په دې کلې کې ښځې ډیړې او سړې کم وو. تقریبا په هر یوه کور کې  یو یا دوه نارینه په عربی ملکونو کې په کار بوخت وو. په هر کور کې به یو سړی و او د لویو کورونو چارې به یی پرمخ وړی. په دې کې داسی کورنۍ هم وې چې یواځې یوه مشره ښځه به له ماشومانو او پیغلو لوڼو سره اوسیدله. سړې به په بهر ملکونو کې (عربی هیوادنو کی) په کار اخته وو او بیا کال دوه کاله وروسته به د څو ورځو لپاره راتلل. کله کله به تنکي زلمي هلکان په کورنیو کې د واک خاوندان وو. ښځو به ډاکتر ته د تګ اجازه له همدوی اخیستله.

په دې سیمه کې  ډیرې ښځې شنډې نه وې خو په دې به رټل کیدې چې اولاد یې نه کیږی. د واده نه لنډه موده پس به سړی بهر ملک ته لاړو او بیا به کال دوه کاله پس د څو شپو لپاره راغی. ښه نو بختوره هغه ښځه وه  چې په بدن کې  یې ښځینه هګۍ پخه وه او بلاربه به شوه.  خو هغه بله کمبخته چې لا به یې دوه دری هفتی وخت درلود ، چې هګۍ یې په بدن کې تر څو پخیده میړه  به یې د دوبې او قطر په کار خانو کې ډیر پیټي اړولي وو. او بیا به دا غریبه هسی د شنډې په نوم یایده. ان  تر دې چې کله کله به  د بلې ښځې بند و بس  هم شوی وو.

د خالی ورځ‌وه، او هغه د چا خبره زما چوټې (رخصتی وه ) شهیدې په شنه سهار کې ور ډباوه او د امیرو (امیرۍ) د میلمستیا تګ ته حاضره وه. خوشاله وه چې د امیرو  میلمستیا ته راسره ځی. د غرمې میلمانه وو او شهیده سهار په اتو بجو زما د خوب د کوټې مخې ته په چوتره د ذکییی سره  ناسته وه، خندل یې ،کیسی یی کولی، پریمانه مزري یې راوړی وو او پوزی یی اوبده.‌

شا و خوا یوولس  بجې وې  ما خپله د عکاسی کمره راوخیستله،‌ او توره کلی واله بقره مې په سرکړه او له شهیدې سره څنګ په څنګ په ریکشه کې برابر د امیرو کور ته ورغلو. هلته د کلې ښځې څو ک په بام او څوک په لاره ولاړې وې، یوې  لری له بامه غږ کړ ، وکسه  ډاڼکټره دا ، خدا چې د امیرو میلمنه دا… ارڅو   و کسو ( راځې و ګوري )… زه حیرانه وم چې دا خو زه دلته د یوه کور میلمنه یم نو دا دومره مخلوق ولی زما‌ په ننداره ولاړ دی. ما هم د احترام له مخې ټولو ته سلامونه کول او لاسونه مې ورته خوځول په دې منځ کې یوه ښځه راته ډیره اشنا ښکاره شوه.  چې ښه ورته ځیر شوم ، اوه دا خو هماغه د پاڼې خواښې وه. ښځه رانیژدی شوه او رو یې راته په غوږ کې وویل: (( چا ته مه ویه چې شنډه دا…)) ما غوښتل وپوښتم چې څه ونه و ایم ؟ څوک شنډه ده ، دا د چا خبره کوې؟  دې سره بیا مې په ذهن کې  د پاڼې په هکله پوښتې بوږنیدلې ،  خو ما نشو کولې چې حتی یوه پوښتنه هم وکړم. د پاڼې خواښې هم ډیره چالاکه وه د سترګو په رپ کې رانه ورکه شوه او هر څه مې چې هاخوا دې خوا کتل نه ترسترګو کیدله.

په ډیر عزت یې بره کینولم او ډیرې شیرینۍ او سمبوسې یې راته مخې ته کیښودې. خو زه خبره نه وم چې دا میلمستیا نه بلکه یو لوی مصیبت وو. په کلې کې هله ګوله وه، دا زما د درناوی دپاره نه وو راټول شوی ، دلته غټه شخړه روانه وه. زه هسی خوشاله وم او فکر مې کاوه چې دوې زما هرکلې ته ولاړې دې. دوې  ټولې په دوه ډله ویشل شوې وې، د امیرو  ډله او د اکملۍ ډله. زه په دې منځ کې حیرانه وم چې  ولې یو بل ته ښګنځل کوې او بدې ردې وایی. د چایو پیاله په ځاې پاتې شوه.

د اکملۍ ډله د امیرو په کور راننوتله. او همدا یی ویل، دا ده اصیله مې راوستلې ،خبره به سپینه شی. ما چې په ژوند کې دا ډول د ښځو  د شخړو  ننداره نه وه کړې هم خندا راتله او هم خپه کیدم. ما به ویل د هر چا خو په تیره د ښځو په خوله د دوس کلمه څومره بده ښکارې خو دوې یی استعمالوی. چرته سپکې سپورې یې چې زده وې  یو تر بله یې تبادله کړې. په ډیرو خو یې زه لا پوهه نشوم چې څه مانا یی وه خو دومره پوهیدم چې ډیرې سپکې خبرې وې (وه رنډۍ وه بغرۍ، شنډې دوسه….) د دوی شخړه چې څومره تودیده دومره تر ما راتاوه کړۍ تنګیدله. یو وار مې زړه ته ویره راولویده، ما ویل هسی نه وې چې زه پکې ژوبله شم. خیر لږه څنګ ته شومه او په یو څه لوړ اواز می وویل ، مونږ خو پښتانه یو ګورې شرم دې بس کړی د خداې دپاره. خو دا یوه او دوه نه وې د لس هاوو ښځو شور وو. راته نیژدې ښځې غلې شوې، ما یو ډول د غرور احساس وکړ ، فکر مې وکړ چې دوی لکه زما خبره منی. همداسی مخ ته روانه شوم او د هغو  ښځو مخې ته ودریدم چې په شخړو مستی وې او دا ییې هیر کړی وو چې ښځه په ادب ښه ښکاری. د هغې لوړ آواز او سپکې سپوری ویل یې حیثیت ته تاوان رسوی. دوې ته می همدا خبرې کولې او ویل می دا څنګه د پښتو وطن دی؟ زه ستاسو میملنه یم او تاسو زما په مخکې یو بل ته ښکنځل کوې. په دې کې د انګر که کنجه غږ اوچت شو ،یوې ویل: چوک چوک شي (ټوټې ټوټې شي‌) وکسه دوره ورباندی راغله… بلې ویل اه سړی یی څه ملامت دا…  سخته هله ګوله شوه. هرې یوې به ځان د انګر کنج ته رساوه.

 اوس نو  دوې یو بل ته ښکنځل بند کړل دواړه امیرۍ او اکملۍ هم د انګر کنج ته مخه کړه ، زه هم روانه شوم ما ویل وګورم چې دلته څه پیښ شوې دې؟ اکملۍ په یوې ښځې چې په مځکه پرته وه او  ددوې په وینا بړبړې یې کولې وویل ، کلمه درسته که، بسم اله… هغه بلې بیا ویل حاجیان راغلي ، ما اه خوا دې خو ا وکتل خو هلته یو سړی هم نه ښکاریده  شهیدې غلې راته وویل: پریان (پیریان )‌ یې حاجیان دې وکسه. توبه توبه ارڅو وکسه چې حاجیان څه یایی (‌وایی )

څو ښځې ورته نیژدی کیناستلی او داسی خبرې یې کولی لکه تا با ویل دوې د حاجیان سره غږیږې. ویل یی : ګل بشرو حاجیانو ته ویه چې دا دسترخوان به کله رڅي… شهیده بیا رامخته شوه او په غوږ کې راته وویل: دسترخوان یې سړي دا…‌ پوهه شوم چې اوس دا ښځې د ګل بشرو له پیریانو د خپلو میړنو د راتلو د پلان پوښتنه کوي‌. دوې دا هم ویل چې دا حاجیان هر کله عربو ته ځې راځي‌…په دې کې بشرو  اوچته شوه او دومره تاوه  راتاوه شوه چې د هندې فلمونو نڅا به دې هیره شي. کوڅې یې خلاصی شوې. یو وار یې غږ کړ حاجیان اوبه غواړی… دوه نورو ښځو په یوه غږ وویل صورت یاسین ورباندو تیر که…  اوبه حاضرې شوې یو غړب اوبه یې چې وڅښلې ، او بلې ښځې بیا د صورت یاسین لوستل شروع کړل. بشرو  بیا  په مځکه کیناسته او دومره یې دا خپل لاسونه او سینه تاو راتاو کړل چې ما ویل نور به یې هډوکې مات وې. زه پوهیدم چې دا ددوې غلط عقاید دې، نه حاجې شته او نه هم کوم څوک دلته له عربو راغلی،  خو هلته مې هیڅ نشو ویلی.

ګل بشرو چې نوره له حاله وتلې وه او له سټریا ساه ساه کیده ، ډیرې بړبړې یې وکړې ،‌  خو اخر یې سترګې پرانیستی او ویل یې حاجیان څه نه ویایی خپه دې… بشرو ویل : حاجیان ډیر خپه دي… همدا یې ویل او وچې شونډې یې نیولې وې. زما زړه ورته خپه شوه ،‌په سره لمر کې پرته وه او ټولو فکر کاوه چې پریان ورسره غږیږي. ورنیژدې شوم او  ورته مې ویل: بس که د خدای دپاره سیوري ته شه په لمر کې پخه شوې… یو وار یې سترګې وغړولې  په ژړا شوه او ویل یې: حاجیان یایی بس کو (مانا شخړه بس کړي‌) بس….‌ خو شور چرته ختمیدو. ما بیا غږ کړ ، بس کړي د خدای دپاره دا څومره بدې خبرې یو بل ته کوې تاسو خو په دې ډیرې بدې ښکاري ولی داسی کوي؟ دې کې راته ولاړې نیژدې ښځې  غلې شوې، سکوت شو ، هرې یوې رانه سترګې اړولې، لکه ما نه چې شرمیږي.

شهیدې بیا راته وویل: اکملې خپه دا ، امیره ورته شنډه یایی…ما ته ژړا راغلې وه ، په یوه شیبه کې مې داسی فکر کاوه چې دا معصومه ښاپیرۍ دې خو څو شیبی دمخه یې د شیطان خبره منلې وه  او یوې بلې ته یې  سپکې سپورې ویلې. یوه یوه له انګړه وتلې او یوې بلې ته  غلې غلې کتل. خو اکمله لکه د جګړې د ډګر قوماندانه نیغه ولاړه وه  او زړه یې نه یخیده. ورته مې وویل کینه کنه اکملې ، ویی ویل :شکر چې دا ته دلته یې دا یوه خبر مې په زړه کې همداسی غوټه دا، ډانګتری  ځه ته او خدا چې ددې د لور  تصویران ستا په کور کې  نه ول ، اه پټوان  یادم ، پټوان… اه ستا د خور او دې )) حیرانه شوم ما ویل د چا؟ دې ویل: د امیرو د لور  ای چا نو… ؟ ما ویل ولې کیدای شی زما له خور سره یی  کله اخیستی وې، دو ی خو خوږې ملګرې دې کنه  ،‌ګوره ما سره دا اوس هم زما کمره ده. ښځه په خندا شوه او په فاتحانه ډول یې وویل ، څنګه شوه امیرۍ، اصله می درته راوسته ، وکسه  وکسه ، پټوان  یې د مهاجرو په کور ول….اول خو دمهاجر کلمه ډیره بده راباندې ولګیده او بیا په دې بد انداز کې ددې خبرې…‌ د امیری لور صنمه او زما خور ذکیه دواړه لکه خوږې ملګرې وې.‌اخر خبره دا شوه چې شهیده زما کور ته لاړه او  د عکسونو البم یې راوړ او ما د امیرو  د لور  صنمې تصویر چې زما د خور تر څنګ ناسته وه وسوزاوه. کاغذونه ایرې ایرې شوه او باد لکه بڼکې په هوا کړل.‌ اکمله غلې زما څنګ ته رانژدی شوه. امیرو ورته وویل ځه و شرمیږه بس که نور…‌په دې کې اکمله په ژړا شوه او ما نه یې معافی وغوښته. ویل یې: زړه مې سره لمبه ده، اور دی اور دی، چې ها شي همدا ویایی چې وچه یې… خدا به نه وې راکړی زما څه ګناه دی…. اوښکو ېې پرمخ لارې کړې وې،‌ بیا بیا یې وویل: د خدای رضا ده نو  دا یې ویل او خپلې اوښکې یې پاکولې..

داسي ښکاریدل لکه ټول کلی ژاړی لکه ټول کلې د ښځو په شخړو  او غمونو خپه دی. یوې بلې ته  کتل ، نه امیرو  څه ویل او نه اکملې. داسي ښکاریدل چې ددوې د غوسې په اور اوبه توې شوې او د تصویر له لوګې سره د دوېی د غصې اور هم مړ شو. اکمله غلې ووته. نه نور د بام د پاسه څوک لیدل کیده او نه هم په کوڅه کې څوک وو. د ماسپښین اذان وشو او د اذان د کړنګا سره به تا ویل دا ټول کلې بیرته یو بل ته د مینی غیږ پرانیزی. خیر د ډوډۍ د خوراک ستونه ډیر وشول خو ما ته پته  ولګیده  چې دا جګړه له شنه سهاره پیل شوې وه او دوې په کومې بلې مسلې هم ډیرې ناندرې وهلې وې. زه په دې پوهیدم چې د غرمې ډوډۍ ته هیڅ شی د امیرې په کور کې نه وو. همدا مې ښه وګڼله چې مننه وکړم د ماسپښین لمونځ‌ کور ته ورسوم، او په ارام سره خپل کاله ته ستنه شم.

 په لاره کې شهیدې راسره د ښځو خبرې کولې. ویل یی، ډانګترې دوې دې څنګه غلې کړلې… خبره بله وه دوې هسي د پټوانو بانه جوړه کړه.. خاورې کی دا شنډه، دلته د پښتو وطن ده… ددوې سړي په دوبۍ کې مزدورې کوي، پیسی ورسره پریمانه دي، عقل یې نشته…  توبه توبه… اه غریبه شنډه دا نو) ما ویل څوک یادوی؟ څوک شنډه ده؟ ها د ایران ابۍ لور یادم… دا راته لګیا وه غږیده او زه نه پوهیدم چې څوک یادوی… زما ذهن د پاڼې په اړه په پوښتنو بوخت و. ما ویل ښایی دا خو به د همدې کلې اوسیدونکې وې.‌ ښایې دا به هم د اکملۍ غوندې شڼډه وې. دا زړه ښځه یې خواښې وه او کنه؟‌ یا به زه غلط فکر کوم هغه به ددې ښځې انږور نه وه، دا ښځه ښایی د پاڼې بله کومه خپله وه.

شهیده داسی وه لکه زما مشاوره او ما ته به یې د کلې د دود دستور او ژوند کولو لارې راښودلې ، هغې به راته ویل (( ډانګټرې دا د پښتو وطن ده، دلې ګوښې مه ځه (یواځی مه ګرځه) ، په ګاډې کې ګرځه ښه.. ها بله وریځ‌ (‌ورځ‌) چا ویل د ډونګټرې سپینې پڼډې دي…)) ما به حیران حیران ورته کتل، زه یوه ورځ‌ پلې تر کوره تللی وم  او په بازار کې خلکو ته راته ډیر کتل. که څه هم چې غټه کابلۍ بقره مې په سر وو خو ښکلې پیښورې څپلې مې په پښو وې. د کابل هغه وختونه، په کابل پوهنتون کې زما د مدرنو جامو اغوستل او په هغه ماحول کې ژوند او بیا دلته د لومړې ځل لپاره بقره په سرول راته اسانه کار نه وو. کله کله به مې ساه بنده بنده شوه. په خولو کې په ډوبه وم. ځان راته بندیوان ښکاریده. خو چې د کلي ښځې به مې ولیدلې، ما به ویل نه زه تر دوې زیاته نه یم. دوی څومره سپیڅلې دي. ما وروسته د کلې د خلکو په ډول توره بقره په سروله. دا بیا ترکابلۍ بقرې ډیره سپکه وه. داسی وه لکه تور لوي څار او تر مخه یی دوه نور واړه  نري څادرونه وو ، چې مونږ به ورته روی بند وایه. خیر ما په هغه ورځ‌ خپل ورور ته وویل چې ښې غټې جورابی راته واخلې او تر هغې وروسته مې هیڅکله خپلې پښې بې جورابو نه پرینښودې. همدا دستور و او زه ورسره ورځ تر بلې اشنا کیدم.

راته یادیږې دوابې ته تر راتګ د مخه څه موده په هنګو کې اوسیدو. زه به په ډیرې سختې هره ورځ‌ د هنګو له پاس کلې دوابې ته راتلم. د موتړ په مخامخ سیټ‌کې ښځو ته د کیناستو  اجازه نه وه. ډیر وخت خو به له څارویو سره د لارۍ شاتنی برخه کې   کیناستم. يوه ورځ‌ له غوایی سخته ویریدم او چیغه مې کړه. هلته به هر ورځ زما ورور راسره تللو. هغه به مخامخ سیټ کې ناست وو. په لاره مونږ سره له هنګو یو د بانک مامور په یوه وخت راوانیدو. ده به کوشش کاوه چې ما سره  خبرې وکړی خو له پردیو ښځو سره خبره په دې سیمه کې  سم کار نه بلل کیده بی حیایی به یې بلله. نو هغه به زما له وروره زما پوښتنې کولې او ما به اوریدلې. یوه ورځ مې یادیږی چې د بسونو په اډه کې یې زما ورور ته وویل ددې ډاکټرې خور چې خپل ګاډې وای نو ښه به وو.هغه ورته وویل: کاکا هر څه په وطن کې پاتې شو. ده ویل : خپه کیږه مه د ډاکټرانو  کار وبار دلته ډیر په ترقې دی… په هر حال، چې ورځ‌تیریده هغه د بانک د مامور خبره زمونږ ژوند هم ترقی کوله. له هنګو نه دوابې ته کډه شو. خوشاله وم چې په همدې سیمه کې وم او لږ تر لږه د هرې ورځې د تګ راتګ او له غوا و غویی سره د ګډ سفر له مصیبته خلاصه شوم.

وخت سره هره ورځ د ناورغانیو شمیر زیاتیده، تر نیمو شپو به مصروفه وم. د ورځې څو ساعته په کتنځي کې او بیا به مې تر ماښامه ناروغان په کور کې کتل. ذکیه داسی وه لکه زما نرسه او زما ورور له یوه فارمسیست سره د درملتون مسوول و، ما سره یوه نرسه وه چې ډیر وخت یې د کوهاټ په کوم روغتون کې کار کړی و،  او سړی مې اداری کارونه کول… په دې کلې کې ټول  سخت مصروف و. لوې کور وو یو خوا ته یی درې کوټې د کلنیک لپاره او بله خوا درې نورې کوټې زمونږ د اوسیدو لپاره.

د کلې د ښځو او پیغلو ډیر رازونه زما سره و، د هغوې بی وسې او ددوې په وینا د پښتو وطن او د پښتو قانون ته غاړه ایښودل. یوه به د لور په زیږولو ګرمه وه او چا به د پلار او کورنۍ د فیصلو په وړاندې په چپه خوله د خپلې مینې پيټې په سر وړل.  خیر ددې  قانون او د پښتو وطن سینه ،سره له دومره سختیو  ډیره پراخه وه او ما به ځان د خلکو د مینې او پښتونولې پوروړې باله.

ما به هر کله ددې سیمې د ښځو د ژوند په هلکه فکر کاوه، ددوی ښکلا او پاک زړونه ، بی شماره ځوانې ښځې په کورنو کې او میړونه یې په عربی ملکونو کې په کار لګیا. هر یوه  به د میړه تر راتګ د مخه زیړه ربیښلې وه ،او د میړه د راتګ خبر به چې څنګه ورورسید نو بیا به د دوی ښکلې جامې په تن وې او لارې به یې څارلې. د دوی کیسی ډیرې دردونکې وې. ما به هرکله کوشش کاوه چې ورسره په یوډول نه یو ډول مرسته وکړم. کله کله به مې د سیمې د دستور پرخلاف د دوی له میړونو سره خبرې کولې او پوهول به مې چې ښځې یې شنډې نه دې او دې ته اړتیا ده چې د یوه څه ډیرې مودې لپاره له خپل میړه سره وې. یا به کله داسی هم کیدل چې سړي به اصلا نه حاضریدل چې د جنسی سیستم معاینه یی وشی. سړی به پرله پسی ودونه کول او اخر به خبره معلومه شوه چې بدن کې یی حتی یو سپرم هم نه جوړیږی. ما به په همدې خبرو فکر کاوه او لر او بر پښتنو سیمو کې دا ستونره راته یو رنګه ښکاریده.‌ ما ته به ډیرې داسی ښځې چې کتنځې ته راتللی سترګو سترګو ته کیدې ، خو څه وخت پس به مې هیرې شوې. نپوهیږم ولی پاڼه هر کله ما ته یوه معما وه. که هغې اولاد نه درلود نو دا خو د ډار خبره نه وه، نو هغه ولی باید دومره ویریده، خپګان کیدای شو یو دلیل وو ، خو ویره ولې؟. ښایې میړه یې بل واده غوښته او دا خپه وه… په هر حال ورځی شپیې تیریدی تقریبا څو اونۍ وروسته بیا هماغه ښځه چې ما فکر کاوه دا به د پآڼې خواښې وې زما کتنځې ته راغله. یو کاغذ یی راکړو او ویی ویل دا هم راځي. ما ویل څوک؟

 ویل یی: دا، دا یمونږ خپله دا…په دې کې ښکلې ښځه چې سرې جامې یې په تن وې راننوتله. مشرې ښځې راته مخ راواړاوه او بیا یی په ورو شانه غوږ کې راته وویل: ډانګتری چی سمه یی وکسی (سمه یی معاینه کړی) بیا یی راکړې کاغذ ته اشاره وکړه او یی ویل، دا په مشین کې کتلی دا ( الترا سوند )…‌دا وکسه، خدا خبر چې دا به کومه سمه وې. د دې په مطلب سمه نه پوهیدم.

ما وویل: ددې نوم څه دې او څه تکلیف دی ورته؟ پاڼه یې نامه دا. ورته مې وویل: پاڼې زه خو سړی نه یم ، مخ دې راښکاره که. چې ښه ورته ځیر شوم، اوه دا خو هماغه  پاڼه وه. ډیره خوشاله شوم او ویل مې ځه اوس به پته ولګوم چې دې راته څه ویل. ددې سره مې پام شو چې د پاڼې په مخ خولې راماتې دي او ما ته لکه د پخوانې ځل په شان په سترګو سترګو کې څه وایی او خپله اندیښه ښکاروی. د پاڼې سره راغلی ښځه بیا غلې غونډی د میز تر شاه راتاوه شوه او زما د څوکۍ څنګ ته ودریده په لړزیدلی اواز یی راته وویل: ډانګټری په نس کې یی دانه دا، اولاد یی نه کیږی شنډه دا ….ما په  اشارې ورته  وویل:  کولی شم له دې سره خبرې وکړم. سر یې وښوراوه او په سترګو سترګو کې یې راته ویل نه ، نه له دې سره خبرې مه که یواځی یې وکسه. مانا یواځی یې معاینه که او خبرې ورسره مه کوه.

ما ویل: ولی دا خبرې نشی کولې؟ ویل یې نه ښه به وې چې ته یې اول وکسی او دا کاغذات یی هم وکسه. خبری دوام درلود او ما په اخر کې ښځه په دې رضا کړه چې پآڼه دننه بلې کوټې ته د معاینې لپاره بوځم. يو وار مې نجلۍ ته پام شو ، سخته رپیدله.  زیړ زبیښلی او الوتلی رنګ، غلې د معاینی په میز پریوته او څادر کې یې ځان و نغاره. لکه پاڼه رپیده. داسي چې حتی د غاښونو کړسا یی زما تر غوږ شوه.

ما اول د التراسوند د نتیجې راپور ولوست. غوښتل مې چې په دوې زیری وکړم خو فکر مې وکړ راځه لومړې یی فزیکې معاینه وکړم. زما پام شو چې د پاڼې خواښې غلې ور خلاص کړې او سربوڅی کوې.ما ورته ونه کتل لکه ما چې هیڅ  لیدلې نه وې. زما ټول پام پاڼې ته وو. د هغې سترګو ته مې کتل او دې هم همدا کوشش کاوه چې په سترګو سترګو کې راته څه ووایې. د ماشوم د زړه اواز ډیر ښه اوریدل کیده. د پاڼې په نس کې د شپږو میاشتو ماشوم وو. ما په خوشالې پاڼې ته وویل ، مبارک شه دا خو ستا اولاد په نس دی. دې کې مې یو وار پام شو چې دا بله ښځه په منډه بهر شوه. پاڼې ژړل، ما ویل ته خوشاله نه  یی ، یو سوړ اسویلې یې له خولې ووت، ژر کیناستله او د معاینی ‌پر میز یی لاسوه ښښ کړې وو لکه تا به ویل اوس یی ماشوم دنیا ته راځې. و مې پوښتله درد لری؟ ولي؟ په دې کې په غیر معموله توګه سړی بی له اجازې کتنځې ته رادننه شو ، څوکیدار ورباندی نارې کړې ، دا د ښځو کوټه ده ته ولې دننه کیږی، هغه ویل زما د دانګټرې سره کار ده. په دې کې مې پام شو چې د کلنیک ټول کارکونکې په وارخطایی زما د کوټې په لور منډې وهی او د سړې مخه نیسی. د نیکه بخته په دې وخت کې بله کومه ښځه په کتنځې کې نه وه. ما سړی ته اجازه ورکړه چی راننوځي‌. سلام یې وکړ، داسی ښکاریده لکه د پاڼې پلار او یا هم خسر وو. په ارامه خو ډیر ستړې غږ یی و پوښتل، داکټری څنګه چل دا ؟ په  نس کې یې غټه دانه دا؟ ما ویل تاسو ددې څه کیږي؟ ویی ویل : دا مې کوروالا دا.. ښځه مې دا…‌

 ما وویل: نه تاسو ډیر خوشبخته یې، ددې په نس کې دانه نشته، ماشااله د شپږو میاشتو ماشوم دی، داسی ښکاری چې تاسو او پاڼه په تشویش کې یې او فکر کوي چې په نس کې یې دانه ده. دې سره سړی راته وکتل ویی ویل: رښتیا دانه نه دا؟ او غلی له کوټې ووت. ما فکر کاوه چې له ډیرې خوشالې له شیرینو سره بیرته راګرځي. شیبه تیره نه وه چې زړه ښځه راغله او پاڼه یې له لاسه ونیوله او ورته ویل یی: ارڅه… چابکه شه… ما ویل ښه نو کیدای شی دوې غواړې په بیړه دا ښه خبر کور ته ورسوې. خو بیا هم د پاڼې له اوښکو ډکو سترګو حیرانولم. ماوې دا به د خوشالې اوښکې وې خو پآڼه ډیره ځوانه وه د نولسو کلونو… د هغې د واده دری کاله کیدل ، ما ویل ښایی دا به دوې ته وروسته له دری کالو یو ډیر ښه خبر وې. په دې عمر کې ددې سړې لپاره د لومړې ځل لپاره د اولاد خبر به د خوښیو ډک  وې.  دا ځل مې هم له کړکۍ  پاڼې ته کتل هماغه تګټر( تراکتور) او پاڼه  وروختله. دا ځل هغه بله ښځه ټکټر ته ونه ختله.  د خپلې کنجکاوې حس ته حیرانه وم. زړه کې مې ویل  اوس خو دا ښځه راغله تا معاینه کړه او په خبره پوهه شوې خو ما ته د پاڼې د ویرې پوښتنه لا هم لا جوابه وه.بیا هم خوشاله وم ما ویل ځه شنډه نه وه. په دې کې د بلې ناروغې وار شو. زه د هغې په معاینې اخته وم. نورې ښځې د انتظار په کوټه کې ناستې وې. دوې یوې بلې ته ویل. توبه څومره ظالم سړی و. په بازار کې هم شور ماشور ډیر وو خو ما چندان ورته پام نه کاوه ځکه کله کله به د خلکو تر منځ‌شخړې کیدې. ما ویل دې ښځو به څه لیدلې وې. هغه ورځ‌ هم سخته مصروفه وم.

  ماسپښین مهال د کور په لور روانه شوم او په دې ورځ‌ د کلنیک ډاکتر موټر چلاوه. هغه راسره به بازار کې د ننې پیښې خبره کوله. رانه ییې وپوښتل: دا ډزونه دې وارویدل؟ ما ویل هو دلته خو هر کله ډزې وې نو. ده کیسه راته وکړه  او ما ته پټه ولګیده چې هاغه ډزونه د پاڼې په تندې شوی وو. پآڼه په عام بازار کې په ګولیو سورې سورې شوې وه. کلونو تیرل شو زما ماشوم زوې پلار شو خو ما ته د پاڼې معما حل نشوه. هغه هیڅکله نشم هیرولی وایم پاڼه ورژیده خو هغه سخت شمال زما رښتیا خبر وو. کاشکې زه د پاڼې په اشارو پوهه شوې وم، کاشکې ما رښتیا خبر نه وای ورکړې. کاشکې ما هم د نورو دآکټرانو په شان د هغې د ژغورنې لپاره ویلی وای چې د پاڼې په نس کې دانه ده. پاڼه له خارو سره خاورې شوه. دکلې خلکو چې د هغې د وژولو صحنه په سترګو لیدلې وه ویل یې د پاڼې د وینو سره لیکه د سړک په مخ څو ورځې ښکاریده. زه د هغې په وړاندی ځان محکوم بولم. زه ولې د هغې په اشارو پوهه نشوم؟ زه له هغه کلې ووتم کلونو تیر شول خو لا تراوسه د پاڼې کیسه ما ته یوه معما ده. په دې پوه شوم چې د پاڼې میړه وورسته له یوه کاله له دوبۍ راغلې وو خو د پاڼې په نس کې د ماشوم پلار څوک و؟ پاڼه خو واده کړې وه نو بیا یې ولې د بل چا سره اړیکه وه؟ که نه هغه به چا مجبوره کړې وه… بیا به نو د هغو نجونو خبرې رایادیدې چې ویل به یې بس دلته د پښتو وطن دی، د پلرونو فیصلې به منی… مینه مینه نشته.

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    ښایسته کیسه وه ډيره مې خوښه شوه خو یو څو واړه عیبونه یی داو چی کاشکې کیسه له کنتځي پیل شوی وای وروسته پاڼه کتنځي ته ورننوتلی وای او ترډيره حده معرفي شوی وای وروسته سیده په اصلي موضوع ورغلی وای
    ځینو ځایونو کې کیسه بیځایه غځیدلی ده ښه ده چې داکیسه یوڅه لنډه شي
    د بلاربې کلیمه یوازې حیواناتو ته راځي
    او بل پښتو یا ګانې سمې نه دي مراعات شوي
    ښه ده چی کیسه له دغه ځایه پیل شي : ما کتنځی د دوابې په بازار کې و. دا د هنګو او ټل ترمنځ‌ په لاره پرته سیمه ده………
    بل د پاڼې د جامو په ځای دهغې ښکلا باید تشریح شوې وای ښه به وای ،
    په تن کولو په ځای اغوستل ښه راځي
    ځای ځای جملې اوږدې شوې دي

  2. لطفاََ که څوک دډی قصی پیام یا دا چې لوستونکی ته څه ورښیی ،په لنډو کی راته ولیکی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب