Homeخبرونهازبکستان د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته تیاري نیسي

ازبکستان د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته تیاري نیسي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲۲مه) د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د دایرولو لپاره چمتووالی نیسي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې دغه وزارت پر خپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې، راغلي چې تاشکند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي جرګه کوي چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت هم تایید کړې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ به د دوی پلاوی په دې ناسته کې ګډون وکړي.

تېره میاشت د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف په کابل کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال ملاعبدالغني ملابرادر سره په کتنه کې د دې غونډې په اړه خبرې کړې وې.

د دې غونډې د اجنډا په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او دا هم لا څرګنده نه ده چې کوم هیوادونه به دې کنفرانس کې ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...