یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهم.م. په افغانستان کې مو ۱۳۵ ملیون ډالره بند دي

م.م. په افغانستان کې مو ۱۳۵ ملیون ډالره بند دي

تاند(جمعه، د دلوې ۱۵مه) د ملګروملتو یو جګپوړی چارواکی وايي، دا سازمان په افغانستان کې نژدې ۱۳۵ ملیون ډالره لري خو کار ورڅخه نه شي اخیستی ځکه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک یې پر افغانیو نه شي تبادله کولی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام ريیس عبدالله ال دارداري وویل، ملګروملتو یوسلو ۳۵ ملیون ډالره افغانستان ته راوړي او په افغانستان انترنشنل بانک کې یې په دې ژمنه زېرمه کړي چې د افغانستان بانک یا د افغانستان مرکزي بانک به یې په اتومات ډول په افغانیو بدلوي. خو دا کار ونه شو.

ده چې د بندیزونو یوې نړیوالې غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه، د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام هم ۳۰ ملیون ډالره د افغانستان په نړیوال بانک کې بندې دي او پر افغانیو یې نه شي بدلولی او تر څو چې افغانۍ نه وي دوی خپل پروګرامونه نه شي اجرا کولی.

طالبانو، چې په اګست کې واک ته ورسېدل، په افغانستان کې له افغانیو پرته پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع کړې ده.

د امریکا له لوري پر طالبانو د بندیزونو له کبله نه یوازې د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره کنګل شوي بلکې له افغانستان سره د ملګروملتو او نورو مرستندویو ادارو د ملیونونو ډالرو مرستو مخه نیول شوې ده.

وړمه ورځ د امریکا خزانې وزارت اعلان وکړ چې افغانستان ته د بشري چارو لپاره د پیسو پر لېږد بندیز پای ته رسوي.

د دې اعلان پر اساس نړیوال بانکونه د بشري مرستو په هدف افغانستان ته پیسې لېږلی شي او مرستندویې ډلې هم اجازه لري چې د طالبانو پر ضد د بندیز له بېرې پرته په افغانستان کې ښوونکو، د روغتیايي برخې کارکوونکو او دولتي موسسو ته پیسې/ معاش ورکړي.

د امریکا له لوري پر طالبانو د بندیز له کبله ډېرو مرستندویو موسسو نه شوای کولی چې افغانستان ته مرستې واستوي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د دې تازه لارښود پر اساس بانکونه نور کولی شي چې د بشري مرستو لپاره د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته پیسې انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش پرون / چهارشنبې امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. د سرمنشي په وینا په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب