یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: فيض الله جلال د‌ تعصب، نظام ضد هڅو او سپکاوي په...

مجاهد: فيض الله جلال د‌ تعصب، نظام ضد هڅو او سپکاوي په تور نیول شوی

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په یوه ټويټ کې د کابل پوهنتون د استاد او سياسي شنونکي فيض الله جلال د نيولو په اړه وضاحت ورکړی.

مجاهد ليکلي: د ‎جلال په نامه یو‌ متعصب انسان د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د ‎نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.

طالب وياند  د جلال د نیولو د دلیل په توګه زياتوي: تر څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي.

ذبیح الله مجاهد له خپل دغه ټويټ سره د فیض الله جلال په نامه د ټویټر د يوه اکونټ څو سکرين شارټونه هم خپاره کړي.

په خپرو شويو سکرين شارټونو کې د طالبانو او پاکستان د ژورو اړيکو ادعا شوې، د طالبانو له خوا دغه هېواد ته د پریمانه پوځي تجهيزاتو د قاچاق تور پورې شوی او په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو د رييس په ګډون د دوی ګڼ استخباراتي چارواکي د پاکستان جاسوسان ګڼل شوي.

فيض الله جلال ته په منسوبو دغو سکرين شارټونو کې د ډيورنډ کرښې په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستۍ ناندرۍ نمايشي او طالبانو ته د باور جوړولو هڅه ياده شوې ده.

تر اوسه دقيقه نه ده، چې ياد شوی ټويټر اکاونټ په ريښتيا د فیض الله جلال اړوند دی کنه؟

خو تر دې وړاندې استاد جلال په تلویزیوني مرکو او ټولنیزو شبکو کې د ډیورنډ کرښې په شمول د بېلایېلو مسلو په اړه په ځلونو نامتعادلې او احساساتي څرګندونې کړي دي،

د افغانستان د خبريالانو د فدراسيون تر څنګ د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو بنسټونو د فيض الله جلال نيول غندلي او د بيان ازادۍ ضد عمل يې ګڼلی.

ويل شوي، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو ادارې سره بندي دی.

فیض الله جلال څه موده مخکې په یوه ټلویزیوني بحث کې يوه طالب وياند ته مخامخ توندې خبرې وکړې او ګومان کېږي چې د هماغو خبرو په غبرګون کې به نيول شوی وي.

7 COMMENTS

  1. جلال او د ده په شانې متعصبو اشخاصو ته باید داسې درس ورکړل شي چې د نورو لپاره د عبرت درس شي، د ……. په شمول

  2. کومه تجربه ، لیدنه او معلومات چې زه یې لرم ،جلال خوشې دهغو ی باطلو فتنه ګر انو څخه ، لکه طاهر بدخشي ، بديع الزمان،سید عبید الله او دنورو ستمیانو په دود يو ستمي دی ، دهغه او هغوی پښتانه بد ایسي او نه غواړي چې پښتانه قدرت ونیسي او ولري ، خو خره پښتانه یې درک نشی کولی ! جلال د غني په وخت کې د طالبانو پلوي کوله خو کله چې طالبان په قدرت راغله نو جلا ل د طالبانو ضد خبري کوي او واضح یې یوه تاجکبازی شروع کړې ده ! د جلال له پښتنو او پښتو څخه بد راځي او نفرت ترې لري، لکه شلیته ښځه بغارې وهی !جلال دعوه د پروفیسري کوي خو خبر ې او منطق یې د يوو لوچک ستمي دي ! هرڅوک چې د یوو رژیم لپاره قرباني ورکړې وي نو هغوی ټولې چوکۍ خپلو نفروته درژیم دساتلو لپاره ورکوي او د لوړو چوکویو مقامونو د خيرات په دود بیرته فاسدو رشوتخورو ته نه ورکوي : ماخو داسې څوک ندي لیدلي چې له اشغاله وروسته فاتحین او غله ګډې چار ې سره اجرا کوی ، خو بیغیرته پښتانه د دیموکراسي په نوم د خرو په منځ کې پښتانه ټکوي ، جلال د پښتنو پا چایانو بدګويې کوي ، د خراسان خبرې کوي او خوبونه یې ویني او د پښتون ویش په لر اوبر د پاکستان او انګرېزي استعمار توره کرښه دیورند د پښتنو په منځ کې‌قانوني او یو حقو قی پوله او سرحد بولي …جلال پټ پوخ ستمی دی که څه هم هر طالب چې په دفتر کې ناست دی په پاړسو هم پو هیږي او هم خبرې پرې کوي خو جلال وایې ( عریضه ما مردم کسی نمیفهمد …) . وروڼو پښتنو نوره هیڅ خبره نشته ، خبره داده چې په ارګ او وزارتونو کې نن ورځ‌ په پښتو خبرې کيږي او دا کار او کلتوري حق د جلال او ملګرو یې نه خوښيږي !!

  3. فيض الله جلال چې پر ټولينزو رسنيو د هغې ملاتړي ورته استاد جلال وايي، د کابل پوهنتون د سياسي علومو پوهنځي استاد دی. نوموړي تاجکستان هېواد کې لوړې زده کړې کړې دي. دی د افغانستان د ښځو چارو د لومړۍ وزيرې او افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د لومړۍ نوماندې مسعوده جلال خاوند دی.

    نوموړي پر رسنيو کې د بحثونو وراېخوا، په هغه قومي ناستو کې هم ګدون کولو، چې د تاجک قوم په ملاتړ او پار جوړېدې. که چېرې د فيض جلال د شويو بحثونو غورچڼ سره راټول کړئ نو دې پايلې ته به ورسېږي، چې ټولې خبرې يې قومي او پر داسې بڼې وې چې قومي تعصب او قومي توپيرونه يې راپورته کول.

    فيض جلال په يو بحث کې وايي چې په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان رېښتنی ولسمشر برهان الدين رباني وو، چې ملي ګټې ورته مهمې وې او د افغانستان سره يې مينه درلوده. نوموړی د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب په اړه وايي چې ډاکټر نجيب افغانستان کې د وينو ډنډ جوړ کړی وو. جلال وايي، چې له ډاکټر نجيب نېولي بيا تر اشرف غني د افغانستان مشران چې پښتانه وو، هېواد يې ويجاړ کړی دی. د نوموړي په وينا چې پښتانه په خپل منځ کې سره وژني؛ څه ډول چې طاـلبانو ډاکټر نجيب ووژلو او نجيب په قوم احمدزی وو نو همدا ډول به طاـلبان اشرف غني ووژني، چې په قوم احمدزی دی. جلال دا ادعا کوي، خو د رئيس الوزرا لومړي مرستيال په يوې مرکې ويلي وو چې د اشرف غني په شمول د تېر حکومت د هېڅ لوړپوړي او ټيټ پوړي کس د وژلو پلان يې نه درلود او ټول د عمومي عفوې برخه وه/ده.

    فيض جلال طلوع نيوز سره په يوې بلې خپرونې کې وايي، چې حامد کرزی او محمد اشرف غني وو، چې پوځ او امنيتي ځواکونه يې په تدريج کمزوري کړل او روحيه يې له منځه يوړه. نوموړی ادعا کوي چې طاـلبان ټول پښتانه دي، کرزی او غني هم پښتانه، نو دوی دوو (کرزي او غني) نه غوښتل چې د خپل قوم خلک ووژني.

    فيض جلال وايي، چې افغانستان کې د قدرت انحصار پښتنو په لاس کې اخېستی دی، تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو ته څوګ دا حق نه ورکوي، چې حتی ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي. دی په ۲۰۰۱ کال کې د بُن پر ناسته هم نيوکه کوي او وايي چې هلته معامله وشوه او واک پښتنو ته په لاس کې ورکړل شو.

    نوموړي نه يوازې د تاجکانو د حقوقو چيغې وهلې بلکې د پښتنو پر وړاندې يې د ازبکانو او هزاره ګانو حقوق هم غوښتل. فيض جلال دا نه منله چې پښتانه د افغانستان اکثريت قوم دی، بلکې افغانستان کې هېڅ اکثريت قوم شتون نه لري او افغانستان کې ټول قومونه لږکي دي.

    فيض جلال ادعا کوله، چې ډيورنډ کرښه رسمي کرښه ده او د کرښې هغه غاړې پښتانه هېڅ افغانان نه دي بلکې پاکستانيان دي. د فيض جلال په وينا چې ډيورنډ کرښه پېژندل شوې کرښه ده او دا چې پښتانه وايي، چې موږ يې نه منو نو بيا موږ هم آمو سيند اېخوا تاجکان ځان سره يو ځای او افغانستان به خراسان کړو.

    فيض جلال به ويل، چې د افغانستان تاريخ ډېر لنډ او کم دی؛ دا خاوره چې اوس ورته افغانستان ويل کيږي د افغانستان نوم پرې انګرېزانو ايښي او حقيقت دا دی چې د اوسني افغانستان اصلي نوم خراسان دی.

    په دې وروستيو کې چې تېر حکومت ړنګ شو نو فيض جلال په يو تلويزوني بحث کې د طاـلبانو د قطر دفتر وياند ته سپکې – سپورې او بدې کلمې وکارولې او زياته يې کړه چې افغانستان کې داسې قوم واک ته رسېدلی دی، چې نور څوګ يې پر ژبه نه پوهيږي. له دې موضوع وروسته نوموړي په يوې مرکې کې ويلي وو، چې طاـلبانو ډاډ ورکړی وو چې په خپل کور کې پاتې شي او امنيت يې خوندي دی. فيض جلال په خپله اعتراف کوي چې طاـلبانو هېڅ هم ورته ونه ويل او يوازې يې متوجې کړ چې دا_عش، د اسلامي امارت نورې مخالفې ډلې ښايي د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره دی ووژني نو غوره ده چې تر يو وخت پورې خپل کور کې اوسي. له دې هر څه سره – سره فيض جلال داسې ادعاوې او تورونه پورې کول چې د ثبوت لپاره يې هېڅ سند نه درلود. پر اسلامي امارت يې د پاکستان د ای اِس اِس ټاپې وهلې، ډيورنډ کرښه به يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي کرښې په نوم يادوله او ډېری نور داسې مسايل يې راپورته کول چې قومي تعصبونو ته په کې لمن وهل کېدله.

    دا چې فيض جلال د خپلو يو شمېر ملاتړو له خوا ډېر تشويق کېدلو، نو هم يې په تېر حکومت کې او هم يې اوس اسلامي امارت کې، په هرې خبرې کې قومي بحثونه کول او د تاجکان او پښتنو ترمنځ مسالې به يې کښته پورته کولې. نوموړي د بيان د ازادۍ له نومه د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق تخمونه شېندل او هڅه يې دا وه چې افغانستان کې هره موضوع قومي او حساسيتونه پرې راپورته کړي.

    نوموړی تېره ورځ د امنيتي ځواکونو له خوا ونېول شو او د هغه خبرو سپيناوی ترې غوښتل کيږي، چې دی يې پرته له سندونو کوي او نفاق ته په کې لمن وهي. د اسلامي امارت وياند پر خپلې ټوېټر پاڼې د فيض جلال د هغه ټوېتونو انځورنه هم خپاره کړې، چې په تلويزون کې د جنجالي بحث وروسته يې کړي.

    په اخير بايد ووايو چې افغانستان کې په تېرو شلو کالونو کې د بل هر وخت په پرتله د افغانستان د وروڼو قومونو؛ پښتون، تاجک، هزاره او ازبک ترمنځ قومي تعصبونه ډېر شوي وو، چې لامل يې د فيض جلال غوندې کسان وو چې د بيان له ازادۍ يې د نورو په هڅونې ناوړه ګټه پورته کوله او د افغانستان د قومونو ترمنځ يې د ورورۍ پر ځای دښمنۍ ترويج کولې

  4. د فیض الله جلال نیول د تالبانو لپاره کوم افتخار لاس ته نه راوړی نه بلکه ددوۍ لپاره د شرم خبره ده چی دوۍ د هیڅ یو افغان چی د تالبانو د وحشت او تور جهالت ملاتړی نه وی د هیڅ ډول انتقاد او نیوکو حق نه منی.

    همدا ډول ددوۍ کړنی د ښځو او نجونو د مظاهرو په وړاندی چی د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوی ددوۍ د زورواکۍ چی یوازی د وحشت او تور جهالت په بنیادونو ولاړه ده غمازی کوی. او دتالبانو د هغه څه نه پرده پورته کوی چی دوۍ د افغان او پښتونولۍ د ننګ او غیرت سره حساسیت لری.

    دوۍ افغانان د فقر او بدبختۍ د ښامار په خوله کی اچولی او بیا يی ورنه دا حق هم اخستی چی خپل غږ پورته کړی.

    دا ټولی نښی نښانی ددوۍ دزوال غمازی کوی او هغه ورځ لری نه ده چی خپل سرنوشت به هم لکه د نورو زور واکانو او ټوپک مارانو په څیر په راتلونکی کی ووینی.

  5. معذرت غوام دا پورته لیکنه مې د روحي له پاڼې څخه را اخیستې ده چې زما هلته ډيره خوشه شوه !

  6. ښاغلي پتنګ ډېره منطقي لیکنه او نظر لري خو له بده مرغه یو شمېر هېواد پلورونکي اوس هم د طالبانو له خوا د ده نیول چندان لاس ته راوړنه نه بولي او غندي یې. مننه

  7. جلال یو متعصب ستمی دی دا باید دخپلو کړنو ځواب ووایی نور پدی وطن کی باید هر متعصب غل او رهزن ته قاطع ځواب او دنه اصلاح په صورت کی یی دمنځه یوسی دا دټولنی هغه میکروب دی چی باید له منځه یوړل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب